♡رحمان بابا دیوانه♡


Гео и язык канала: Иран, Пушту
Категория: Религия


زه رحمان د رب بند یم تا مه حال دی
بنده چۍ د بل بنده شې سه په ېې حال ش

Связанные каналы

Гео и язык канала
Иран, Пушту
Категория
Религия
Статистика
Фильтр публикаций


ستا له بدن نه مې راټول کړل ، په شیشه کې عطر
نن مې د تيلو په ځاې راوړل ، په ډيوه کې عطر

دا ځل به هم زما دننه موسم نه شي بدل
دا ځل به هم خېر دے، زه وڅکم په پیاله کې عطر

هغه سړے دا ستا د زلفو خوشبویۍ پاګل کړو
چې کوم سړي به خرڅول ستاسو کوڅه کې عطر

ﺗﻮﺭﻩ ﺗﯿﺎﺭﻩ، ﺩ ﺧﺎﻭﺭﻭ ﺑﻮﻱ، ﺯﻣﺎ سلګۍ ، ﺍﻭ ﺳﺘﺎ ﯾﺎﺩ
باران ورېږي، را څڅېږي په کوټه کې عطر

ستا له خمارو سترګو ځار شم ليونے به مې کړې
لکه سړي چې لګولي وي نشه کې عطر

چې دې خوشبو د مسافر لالي خولو نه خېژي
راپسې وشېنده چې ځم په دروازه کې عطر

ګل چې را یاد کړمه، نو ته راته په خپله یاد شې
چا وېل چې نشته د باقر په حافظه کې عطر؟


دلم گردید از بس زارِ جور هستی، بخیر هستی
ز مردم قطع کردم تارِ جور هستی، بخیر هستی

ز دست و پا فتادم، بس کن ای دل آشنایی را
دوتا گشتم به زیر بارِ جور هستی، بخیر هستی

از اوضاع دو رنگی‌های مردم سخت دل‌تنگم
فتد آتش به کِشت و کارِ جور هستی، بخیر هستی

مثال سایه پامال تکلف شد تن‌زارم
بیفتد زود‌تر دیوارِ جور هستی، بخیر هستی

از این اوضاع بی‌حاصل، چه حاصل دیده‌ای ای دل!
میفکن در دهن نسوارِ جور هستی، بخیر هستی

دماغ نازک، نازک‌دلان را چاق نتوان کرد
مکن زین بیش‌تر تیمارِ جور هستی، بخیر هستی

اگر خواهی که از تشویش و درد‌سر شوی فارغ
نگردی شامل دربارِ جور هستی، بخیر هستی

برو با یک سلام عشقری جانا! قناعت کن
دلم تنگ است از کردارِ جور هستی، بخیر هستی

صوفی عشقری رحمه الله علیه ❤


څوک کړي باچا د‌ چا ټول عمر په خوارۍ اولګي
ژوند داسې دے لکه چې داؤ د جوارۍ اولګي

په غدارۍ باندې ټاپې د بهادرۍ اولګي
څوک چې مخلص وي پرې الزام د غدارۍ اولګي

غزل غزل شمه رومان شمه خيالونه راوړم
ستا په جمال چې مې نظر د شاعرۍ اولګي

وینه ترې خلق څښکي زخمي وجود ئې تاب نۀ لري
چې د رواج غشي په پلار د ښاپېرۍ اولګي

پخپله سملاستې چاړۀ دې هم په لاس کښې ورکړه
ته به خبر شې چې چاړۀ دې په مرۍ اولګي

په بې وسۍ کښې زېږېدلے ګلاب مخے ماشوم
ځوانۍ نه مخکښې مخکښې ځي په مزدورۍ اولګي

د ورور د لاسه د مقتول له وجود وتې ګولۍ
بېرته را اوګرځي د خور په ککرۍ اولګي

خپله څوکۍ کښې چې اختیار د بل په لاسو کښې وي
ورکه شه تندر دې په داسې مشرۍ اولګي

ستا اداګانې او نازونه د زغملو نۀ دي
هسې نۀ داغ ترې د شاهد په خوددارۍ اولګي


رحمان بابا: د سولې او همپالنې تاریخي مدافع.
رحمان بابا: مدافع تاریخی صلح و هم‌زیستی.

کر د ګلو کړه چي سيمه دي ګلزار شي
اغزي مه کره په پښو کي به دي خار شي
‏ته چي بل په غشو ولې، هسي پوه شه
چي همدا غشی به ستا په لور ګزار شي
‏آدم زاد په معنا واړه يــو صورت دی
هر چي بل آزاروي، هغه آزار شـي

عبدالرحمان مومند چې په رحمان بابا شهرت لري په ۱۰۴۲ ه ق کال کې د پیښور په بهادر کلي کې زېږېدلی دی. رحمان بابا عالم، صوفي، پرهیزګار، مفکر او د پښتو ژبې د خاص سبک مخکښ او نومیالی شاعر دی. رحمان بابا زموږ د هېواد له اغېزمنو شخصیتونو څخه دی، چې صوفیانه کلام یې د هر چا په زړه چنګ لګوي. د رحمان بابا د شعر فکر او لرلید عشق، عرفان، سوله او همپالنه تشکیلوي.
د رحمان بابا اشعار د صوفیانه او عرفاني رنګ و فکر له امله لوستونکيو ته حکمت او پندونه بیانوي او هڅوي یې چې په ټولنه کې د خپل مثبت رول په اړه فکر وکړي او د نورو پر وړاندې له مینې او همپالنې کار واخلي. د هغه اثار د معنویت او اخلاقو د بیانولو له امله د ژبو او فرهنګ له تفاوتونو او پولو اوړي او د ژوند له مختلفو اړخونو څخه د هغه ژور درک منعکس او د تجربو جوهر او انساني معنویت نندارې ته ږدي.
د سولې، مینې، فروتني، ځان پیژندنې، یووالي او همپالنې لپاره د هغه هیله او ارزو نن هم زموږ په ژوند سیوری غوړوي.
د رحمان بابا کوم شعر مو ډېر خوښیږي؟
----
عبدالرحمان مومند مشهور به رحمان بابا در سال 1042 ه.ق در قریه بهادر در نزدیکی شهر پیشاور به دنیا آمد. رحمان بابا عالم، صوفی، پرهیزگار، مفکر و از شاعران پرآوازه زبان پشتو است. رحمان بابا از شخصیت‌های مشهور و تأثیرگذار در کشور ما است و دارای سبک شعری خاص می‌باشد. درونمایه فکر، شعر و اندیشه رحمان بابا را عشق، عرفان، صلح و هم‌زیستی مسالمت‌آمیز تشکیل می‌داد.
اشعار رحمان بابا به دلیل گرایش‌های عرفانی و تصوفی وی حکمت و اندرز ارائه می‌دهند و خواننده را تشویق می‌کند تا در مورد نقش خود در جامعه فکر کند و نسبت به دیگران همدلی و عشق نشان دهد. آثار او به خاطر پرداختن به معنویت و اخلاق از تفاوت‌های زبانی و فرهنگی فراتر می‌رود و درک عمیق او را از جنبه‌های مختلف زندگی منعکس می‌کند و جوهر تجربه و معنویت انسانی را به تصویر می‌کشد.
امید و آرزوی او او برای صلح، عشق، فروتنی، خودآگاهی، وحدت و هم‌زیستی امروز نیز بر زندگی ما طنین انداز است.
کدام شعر رحمان بابا را بیشتر دوست دارید؟


ــــــــــــــــ غزل ـــــــــــــــــــ

لـــه ژونـــــد نــه مــو وانـخـیـسـته مـزه پروردګاره.🥀😓
نـــاراضـه چـېـرته نـه شـې رانـه خـه پـروردګــــاره .🥀🙏

کــــه تـــا چېرته بنده تـه د سجدې اجــــازه وکړه .🥀🥺
اول به مــــــور تــه زه کــٶوم سجــــده پروردګاره .🥀😢

مونږ دواړه مور او ځوی د یو بل غم زغملی نه شو.🥀❤️‍🩹
ســـــاه واخلـــه خـــو د دواړو نه جوړه پروردګاره.🥀😭


څوک می د جام ملګری څوک د غزل ملګرې
زما په دی ښار کښی بلها دی د محفل ملګرې

د زلفو سیوری ته د سور انګار خبری کوې
خو د حالاتو په غرمو نه دی د زغل ملګرې

د چا پښی ماتی وی د چا لاری ته ملا ماته وه
ما به تر څو پوری په ځان پسی راښکل ملګرې

ماله خو ټول عمر حالاتو حوصله راکړی
مانه خو تل په نیمه لار کښی تښتیدل ملګرې

دلته پردی د چا د پښو زولنی نه جوړیږی
دلته خو هر سړی ته لاری نیسی خپل ملګرې

څوک دی او څنګه دی په څه غرض د څه لیونې
ما د جنون صحرا کی ښه وپیږندل ملګرې

زمونږ د مستو اتڼونو نه به تر څو لری وې
د ذات تیارو کی به تر کومی پټیدل ملګرې

ښکلی که هر څو کبرجن شی ستا پری څه صابره
ستا د محفله که یو لاړ شي راشی سل ملګرې


ملگرو بخشه کوی ما ویل چی لژه وخندای


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram


چې ما وبایلله
بل ته واده شوې
هغه ته دې غاړه خلاصه کړه
ورته دې وویل
زړګیه څنګه یې
هغه زما پورونه به څنګه شي!
هغه پورونه به کله اد کړی
زړه ته به دې څنګه تسلې ورکوی


گر چه من خود ز عدم دلخوش و خندان زادم☆

☆عشق آموخت مرا شکل دگر خندیدن...☆

♡مولانا


ملگرو زړونه خو ورکوی ولی داس کوی😞


تۀ ویده شــــــه، زه ناوختـــه ویده کېږم
یــــو مـــــاتم کوم، نــو پسته ویده کېږم

ماته خـــــوب کلــــه راځي بې له ګولیو
څه په ګرانه څه په سخــته ویده کـېږم

تصور کې دې څنګل ځان ته نیږدې کړم
کله کله ستا په مرســـــــــته ویده کېږم


این غزل مرحوم صوفی صاحب عشقری چقدر عالی است واقعاً

تا سوی من آن سروسهی را نظر افتاد
عمامه‌ی تقوای من از فرق سر افتاد

افشرد چنان پنجه‌ی عشقش جگرم را
خون دلم از دیده در آن رهگذر افتاد

این واقعه را جانب شیرین کی رساند
فرهاد به یک تیشه ز کوه و کمر افتاد

لیلی به سیاه‌خانه خود پرده‌نشین شد
مجنون به بیابان جنون در چکر افتاد

در حین جوانی ز غم یار شدم پیر
نخل قد ما بود که از بار و بر افتاد

روزی که به یار عشقری بر خورد به بازار
رفت از خود و بی‌هوش شد و بی‌خبر افتاد


صاحب شاه صابر صيب وائي چې

وږې تږې وي رنځور وي لېونې وي
زمونږ غم څه د غريب سړي بچې وي

سړې څنګ سړي خورو ته سړې پرېږدي
په سړي خو به خوږېږي چې سړې وي

د شکست حوصله نه لرم پښتون يم
مقابل که مې زنځير وي که زمرې وي

خو! چې څه د مينې خوږ لري په زړه کې
په ما ګران وي که د غرونو لېونې وي

که د کور د دړد د دوړو نه راپټ شو
خو! په ښار کې د غم لړې وي لوګې وي

د زخمونو جامې واغوندئ چې ورشو
لېونو په مېخانه کې به سپرلې وي

ستا د غم د غنو سررې په سر ګرځي
ستا صاؔبر به د رقيب د زړه ازغې وي


چـــې مـــحبت کې ليونی شي سړی
په دغه وخت کې بيا سړی شي سړی

د مئين هر څه وي د بل په لاس کې
د معشوقې د لاس بنګړی شي سړی

ځــــان سره سل رنګه سوچونه وکړي
خو د يار مخکې بیا ګونګی شي سړی

ماته د مينې زور ډير ښه معلوم دی
لــــمبه لمبه شي سپيلنی شي سړی

کله د يــــــو پردي ســـــړي لپاره
له خپلو ليرې شي پردی شي سړی

چې د عشق ټولو مرحلو نه تير شي
هله ګوهـــر شي او غمی شي سړی

غزل


نوی غزل

مـــاخـــــو لیدلې روغ سړی وې لېــوانی شوې پسې
لـــه کـوره اوتـــې لـــه خپل کلي پـــردی شوې پسې

نــه دې د ژوند لاره بـــدل نــه دې هــغــه خـپله کړه
هسې دې ځان کړلو زخمي په زړه سوری شوې پسې

هــغــه لا هــاغسې خــــزان ده په خــــزان کې پاتي
تا کـه هرڅومره ځان ګلاب کړلو سپرلی شوې پسې

ځـــــــان دې رنځور کړو په سوالونو مېنتونو داسې
لکـــــــــه دلښتې غوندې وچ شولې نری شوې پسې

مینه دې وکړله خــــــــو دومـــــــــره انتها دې وکړه
کابــــــــــل دې پریښودلو لاړې پېښوری شوې پسې

خپله دې وکړله حــــــــــاصله دې کړه مینه 'ځواکه'
مـــکان دې نه وو بې مــــکانه دهر ځای شوې پسې


آمدی در خواب من دیشب ؛ چه کاری داشتی ؟
ای عجب از این طرف ها هم گذاری داشتی

راه را گم کرده بودی نیمه شب شاید عزیز
یا که شاید با دل تنگم قراری داشتی

مهربانی هم بلد بودی عجب نا مهربان
بعد عمری یادت افتاده که یاری داشتی

سر به زیر انداختی و گفتی آهسته سلام
لب فرو بستی نگاه شرمساری داشتی

خواستم چیزی بگویم گریه بغضم را شکست
نه نگفتم سال ها چشم انتظاری داشتی

وقت رفتن بغض کردی ، خیره ماندی سوی من
شاید از دیوانه ی خود انتظاری داشتی

صبح بوی گل تمام خانه را پر کرده بود
کاش می شد باز در خوابم گذاری داشتی

عشق یعنی بی گلایه لب فرو بستن ،سکوت
دلخوش از این که شبی با اوقراری داشتی


پہ زور ساتـــــــو خاموش د لیونۍ مینې رازونه
ستا مخ یې تیرسری کړو زما شونډې یې پاړونه

د شګې لږ په پام رابادوه د وطـــــــــــــــــن باده
په سترګو کې مو اوښکې دې په اوښکو کې زخمونه

د زړه صنــــــــم خانه کې به یې ګور ته رسومه
جانانه ستا د سترګـــــــــــــو ژړیدلې تصویرونه

دردونه د پرهــــــــــــر نه بهر مه پرېږده سائله
په زړه دننه ژاړه پښتانه محبتــــــــــــــــــــــونه
شاعر..؟؟
💘💔💘🍂


ګله ستا په ياد کښې مې ريبلي دي
ګـــــوتې مې رومال باندې تړلي دي

ته به هم په ما پسې خفه ئې خـــو
مـا څومــــره په تا پسې ژړلـــي دي

څنګه دې يــــادونه له زړه وباســـم
چا مېلمانه خپل کـــور نه شړلي دي

غــم درد او خفګان او تکليفونه ډير
ستا په جدائې کښې مې زغملي دي

تنده راته داســــــــې لګيــــــدلې وه
اوښکې مې د خپلو سترګو څکلي دي

راشــــه په ديوال کيلينډر وګـــوره
نښې مو په کوم تاريخ راښـکلي دي

اوس راپســـــې مه راځـــه قرار يمه
واړه پرهــــــــــــرونه مې ګنډلي دي

هغه لفظ صـــــدرو ولې ادا نه کړو
خاورې مې د خولې پورې مګلي دي

@rahmanbaba2


‏*په یو قبر یی لیکلی ول.''😔💔*

*راته پورته کړه لاسونه ژاړه مه.😥*
*نور می مکړه ارمانونه ژاړه مه.💔*

*یوازی نه یم چی دتور لحد بندی یم.😥*
*داسی تللی عالمونه ژاړه مه.😥*

*که هر څو می دقبر سر ته کښننې.💔*
*وبه نکړی دیدنونه ژاړه مه.😥*

Показано 20 последних публикаций.