صاحب شاه صابر صيب وائي چې
وږې تږې وي رنځور وي لېونې وي
زمونږ غم څه د غريب سړي بچې وي
سړې څنګ سړي خورو ته سړې پرېږدي
په سړي خو به خوږېږي چې سړې وي
د شکست حوصله نه لرم پښتون يم
مقابل که مې زنځير وي که زمرې وي
خو! چې څه د مينې خوږ لري په زړه کې
په ما ګران وي که د غرونو لېونې وي
که د کور د دړد د دوړو نه راپټ شو
خو! په ښار کې د غم لړې وي لوګې وي
د زخمونو جامې واغوندئ چې ورشو
لېونو په مېخانه کې به سپرلې وي
ستا د غم د غنو سررې په سر ګرځي
ستا صاؔبر به د رقيب د زړه ازغې وي
وږې تږې وي رنځور وي لېونې وي
زمونږ غم څه د غريب سړي بچې وي
سړې څنګ سړي خورو ته سړې پرېږدي
په سړي خو به خوږېږي چې سړې وي
د شکست حوصله نه لرم پښتون يم
مقابل که مې زنځير وي که زمرې وي
خو! چې څه د مينې خوږ لري په زړه کې
په ما ګران وي که د غرونو لېونې وي
که د کور د دړد د دوړو نه راپټ شو
خو! په ښار کې د غم لړې وي لوګې وي
د زخمونو جامې واغوندئ چې ورشو
لېونو په مېخانه کې به سپرلې وي
ستا د غم د غنو سررې په سر ګرځي
ستا صاؔبر به د رقيب د زړه ازغې وي