نوی غزل
مـــاخـــــو لیدلې روغ سړی وې لېــوانی شوې پسې
لـــه کـوره اوتـــې لـــه خپل کلي پـــردی شوې پسې
نــه دې د ژوند لاره بـــدل نــه دې هــغــه خـپله کړه
هسې دې ځان کړلو زخمي په زړه سوری شوې پسې
هــغــه لا هــاغسې خــــزان ده په خــــزان کې پاتي
تا کـه هرڅومره ځان ګلاب کړلو سپرلی شوې پسې
ځـــــــان دې رنځور کړو په سوالونو مېنتونو داسې
لکـــــــــه دلښتې غوندې وچ شولې نری شوې پسې
مینه دې وکړله خــــــــو دومـــــــــره انتها دې وکړه
کابــــــــــل دې پریښودلو لاړې پېښوری شوې پسې
خپله دې وکړله حــــــــــاصله دې کړه مینه 'ځواکه'
مـــکان دې نه وو بې مــــکانه دهر ځای شوې پسې