♡رحمان بابا دیوانه♡


Channel's geo and language: Iran, Pashto
Category: Religion


زه رحمان د رب بند یم تا مه حال دی
بنده چۍ د بل بنده شې سه په ېې حال ش

Related channels

Channel's geo and language
Iran, Pashto
Category
Religion
Statistics
Posts filter


═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ  ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════


د وچو شونډو، پیکه رنګ په مانا نۀ پوهیږي
هېڅوک ما نۀ درک کوي، هېڅوک په ما نۀ پوهیږي

ماته معلومه شوه هر څوک وي په بل چا مکمل
خو چې سړی نۀ شي تر کومه تنها نۀ پوهیږي

بیتونه -


ستا شونډې به جانانه په خندا شې وخت به راشې

زمونږ نه به هم ژوند چرته په خله شې وخت به راشې


غزل
زه بس غلی ښه یم
دیر غم ځپلی ښه یم

ولې مې داسې کول
داسي رټلی ښه ښم

کلې کور خوند نشته
د کوره تللی ښه یم

چاته نیږدي ښه یمه
د چانه لرې ښه یم

دا چې مې مینه وکړه
اوس ژړیدلی ښه یم
💘💔💘
شاعر ✍️📙؟؟


زه انسان يمه خطا به رانه وشي
سترګې واړوه ګناه به رانه وشي

په محفل کې داسې مړه مړه مه غږیګه
زه شاعر يمه واه واه به رانه وشي

شيرينۍ شوې ښاا زما امتحان اخلې؟
زه فرهاد يم ګوره دا به رانه وشي

هر ميسج کې راته مه ليکه قربان
کور کې ناست يمه ګډا به رانه وشي

اذان بلکل په تا غرق يمه تباه يم
هو که چغې کړم ريا به رانه وشي

غزل -


نــرى باران دى مــځه
سيلۍ طوفان دى مــځـه

لــه خــړو وريځـونه ډک
ټـوله اسمان دى مـځه

دا وران زړګـى مي ياره
پـه تـا ودان دى مــځه

يـــخه هــوا چلـــيږي
سوړ بيابان دى مځه

زمـــا زارۍ ومـــــــنه
لونـد مي ګريوان دى مځه

اې ســتا انـــورانــــوري
لـــتا قــربان دى مـــځه


څه ښکلی ماښامی دی زمزمې ته مې زړه کېږي💓
د ځینو آیاتونو ترجمې ته مې زړه کېږي💓

د مېنې محبت قېصې په تاکې ټولې شته دی
قرآنه دولسمې سپارې ته مې زړه کېږي💓

زه غواړمه چې هر آرمان شهید کړمه جانانه
د واړه آرمانونو جنازې ته مې زړه کېږي💓

د ډېرو خلکو زړونه مې مات کړي دي خدایه
زه ډېر زیات ګنهګار یمه توبې ته مې زړه کېږي💓

بېښي نن خماري یمه په ځان مې نه پوهېږم
بېښي لېونی کېږمه نشې ته مې زړه کېږي💓

د شپې راته غزلې تلاوت کړه هدایته
زما سره ويښ کېنه شوګېرې ته مې زړه کېږي💓


ستا له بدن نه مې راټول کړل ، په شیشه کې عطر
نن مې د تيلو په ځاې راوړل ، په ډيوه کې عطر

دا ځل به هم زما دننه موسم نه شي بدل
دا ځل به هم خېر دے، زه وڅکم په پیاله کې عطر

هغه سړے دا ستا د زلفو خوشبویۍ پاګل کړو
چې کوم سړي به خرڅول ستاسو کوڅه کې عطر

ﺗﻮﺭﻩ ﺗﯿﺎﺭﻩ، ﺩ ﺧﺎﻭﺭﻭ ﺑﻮﻱ، ﺯﻣﺎ سلګۍ ، ﺍﻭ ﺳﺘﺎ ﯾﺎﺩ
باران ورېږي، را څڅېږي په کوټه کې عطر

ستا له خمارو سترګو ځار شم ليونے به مې کړې
لکه سړي چې لګولي وي نشه کې عطر

چې دې خوشبو د مسافر لالي خولو نه خېژي
راپسې وشېنده چې ځم په دروازه کې عطر

ګل چې را یاد کړمه، نو ته راته په خپله یاد شې
چا وېل چې نشته د باقر په حافظه کې عطر؟


دلم گردید از بس زارِ جور هستی، بخیر هستی
ز مردم قطع کردم تارِ جور هستی، بخیر هستی

ز دست و پا فتادم، بس کن ای دل آشنایی را
دوتا گشتم به زیر بارِ جور هستی، بخیر هستی

از اوضاع دو رنگی‌های مردم سخت دل‌تنگم
فتد آتش به کِشت و کارِ جور هستی، بخیر هستی

مثال سایه پامال تکلف شد تن‌زارم
بیفتد زود‌تر دیوارِ جور هستی، بخیر هستی

از این اوضاع بی‌حاصل، چه حاصل دیده‌ای ای دل!
میفکن در دهن نسوارِ جور هستی، بخیر هستی

دماغ نازک، نازک‌دلان را چاق نتوان کرد
مکن زین بیش‌تر تیمارِ جور هستی، بخیر هستی

اگر خواهی که از تشویش و درد‌سر شوی فارغ
نگردی شامل دربارِ جور هستی، بخیر هستی

برو با یک سلام عشقری جانا! قناعت کن
دلم تنگ است از کردارِ جور هستی، بخیر هستی

صوفی عشقری رحمه الله علیه ❤


څوک کړي باچا د‌ چا ټول عمر په خوارۍ اولګي
ژوند داسې دے لکه چې داؤ د جوارۍ اولګي

په غدارۍ باندې ټاپې د بهادرۍ اولګي
څوک چې مخلص وي پرې الزام د غدارۍ اولګي

غزل غزل شمه رومان شمه خيالونه راوړم
ستا په جمال چې مې نظر د شاعرۍ اولګي

وینه ترې خلق څښکي زخمي وجود ئې تاب نۀ لري
چې د رواج غشي په پلار د ښاپېرۍ اولګي

پخپله سملاستې چاړۀ دې هم په لاس کښې ورکړه
ته به خبر شې چې چاړۀ دې په مرۍ اولګي

په بې وسۍ کښې زېږېدلے ګلاب مخے ماشوم
ځوانۍ نه مخکښې مخکښې ځي په مزدورۍ اولګي

د ورور د لاسه د مقتول له وجود وتې ګولۍ
بېرته را اوګرځي د خور په ککرۍ اولګي

خپله څوکۍ کښې چې اختیار د بل په لاسو کښې وي
ورکه شه تندر دې په داسې مشرۍ اولګي

ستا اداګانې او نازونه د زغملو نۀ دي
هسې نۀ داغ ترې د شاهد په خوددارۍ اولګي


رحمان بابا: د سولې او همپالنې تاریخي مدافع.
رحمان بابا: مدافع تاریخی صلح و هم‌زیستی.

کر د ګلو کړه چي سيمه دي ګلزار شي
اغزي مه کره په پښو کي به دي خار شي
‏ته چي بل په غشو ولې، هسي پوه شه
چي همدا غشی به ستا په لور ګزار شي
‏آدم زاد په معنا واړه يــو صورت دی
هر چي بل آزاروي، هغه آزار شـي

عبدالرحمان مومند چې په رحمان بابا شهرت لري په ۱۰۴۲ ه ق کال کې د پیښور په بهادر کلي کې زېږېدلی دی. رحمان بابا عالم، صوفي، پرهیزګار، مفکر او د پښتو ژبې د خاص سبک مخکښ او نومیالی شاعر دی. رحمان بابا زموږ د هېواد له اغېزمنو شخصیتونو څخه دی، چې صوفیانه کلام یې د هر چا په زړه چنګ لګوي. د رحمان بابا د شعر فکر او لرلید عشق، عرفان، سوله او همپالنه تشکیلوي.
د رحمان بابا اشعار د صوفیانه او عرفاني رنګ و فکر له امله لوستونکيو ته حکمت او پندونه بیانوي او هڅوي یې چې په ټولنه کې د خپل مثبت رول په اړه فکر وکړي او د نورو پر وړاندې له مینې او همپالنې کار واخلي. د هغه اثار د معنویت او اخلاقو د بیانولو له امله د ژبو او فرهنګ له تفاوتونو او پولو اوړي او د ژوند له مختلفو اړخونو څخه د هغه ژور درک منعکس او د تجربو جوهر او انساني معنویت نندارې ته ږدي.
د سولې، مینې، فروتني، ځان پیژندنې، یووالي او همپالنې لپاره د هغه هیله او ارزو نن هم زموږ په ژوند سیوری غوړوي.
د رحمان بابا کوم شعر مو ډېر خوښیږي؟
----
عبدالرحمان مومند مشهور به رحمان بابا در سال 1042 ه.ق در قریه بهادر در نزدیکی شهر پیشاور به دنیا آمد. رحمان بابا عالم، صوفی، پرهیزگار، مفکر و از شاعران پرآوازه زبان پشتو است. رحمان بابا از شخصیت‌های مشهور و تأثیرگذار در کشور ما است و دارای سبک شعری خاص می‌باشد. درونمایه فکر، شعر و اندیشه رحمان بابا را عشق، عرفان، صلح و هم‌زیستی مسالمت‌آمیز تشکیل می‌داد.
اشعار رحمان بابا به دلیل گرایش‌های عرفانی و تصوفی وی حکمت و اندرز ارائه می‌دهند و خواننده را تشویق می‌کند تا در مورد نقش خود در جامعه فکر کند و نسبت به دیگران همدلی و عشق نشان دهد. آثار او به خاطر پرداختن به معنویت و اخلاق از تفاوت‌های زبانی و فرهنگی فراتر می‌رود و درک عمیق او را از جنبه‌های مختلف زندگی منعکس می‌کند و جوهر تجربه و معنویت انسانی را به تصویر می‌کشد.
امید و آرزوی او او برای صلح، عشق، فروتنی، خودآگاهی، وحدت و هم‌زیستی امروز نیز بر زندگی ما طنین انداز است.
کدام شعر رحمان بابا را بیشتر دوست دارید؟


ــــــــــــــــ غزل ـــــــــــــــــــ

لـــه ژونـــــد نــه مــو وانـخـیـسـته مـزه پروردګاره.🥀😓
نـــاراضـه چـېـرته نـه شـې رانـه خـه پـروردګــــاره .🥀🙏

کــــه تـــا چېرته بنده تـه د سجدې اجــــازه وکړه .🥀🥺
اول به مــــــور تــه زه کــٶوم سجــــده پروردګاره .🥀😢

مونږ دواړه مور او ځوی د یو بل غم زغملی نه شو.🥀❤️‍🩹
ســـــاه واخلـــه خـــو د دواړو نه جوړه پروردګاره.🥀😭


څوک می د جام ملګری څوک د غزل ملګرې
زما په دی ښار کښی بلها دی د محفل ملګرې

د زلفو سیوری ته د سور انګار خبری کوې
خو د حالاتو په غرمو نه دی د زغل ملګرې

د چا پښی ماتی وی د چا لاری ته ملا ماته وه
ما به تر څو پوری په ځان پسی راښکل ملګرې

ماله خو ټول عمر حالاتو حوصله راکړی
مانه خو تل په نیمه لار کښی تښتیدل ملګرې

دلته پردی د چا د پښو زولنی نه جوړیږی
دلته خو هر سړی ته لاری نیسی خپل ملګرې

څوک دی او څنګه دی په څه غرض د څه لیونې
ما د جنون صحرا کی ښه وپیږندل ملګرې

زمونږ د مستو اتڼونو نه به تر څو لری وې
د ذات تیارو کی به تر کومی پټیدل ملګرې

ښکلی که هر څو کبرجن شی ستا پری څه صابره
ستا د محفله که یو لاړ شي راشی سل ملګرې


ملگرو بخشه کوی ما ویل چی لژه وخندای


Video is unavailable for watching
Show in Telegram


چې ما وبایلله
بل ته واده شوې
هغه ته دې غاړه خلاصه کړه
ورته دې وویل
زړګیه څنګه یې
هغه زما پورونه به څنګه شي!
هغه پورونه به کله اد کړی
زړه ته به دې څنګه تسلې ورکوی


گر چه من خود ز عدم دلخوش و خندان زادم☆

☆عشق آموخت مرا شکل دگر خندیدن...☆

♡مولانا


ملگرو زړونه خو ورکوی ولی داس کوی😞


تۀ ویده شــــــه، زه ناوختـــه ویده کېږم
یــــو مـــــاتم کوم، نــو پسته ویده کېږم

ماته خـــــوب کلــــه راځي بې له ګولیو
څه په ګرانه څه په سخــته ویده کـېږم

تصور کې دې څنګل ځان ته نیږدې کړم
کله کله ستا په مرســـــــــته ویده کېږم


این غزل مرحوم صوفی صاحب عشقری چقدر عالی است واقعاً

تا سوی من آن سروسهی را نظر افتاد
عمامه‌ی تقوای من از فرق سر افتاد

افشرد چنان پنجه‌ی عشقش جگرم را
خون دلم از دیده در آن رهگذر افتاد

این واقعه را جانب شیرین کی رساند
فرهاد به یک تیشه ز کوه و کمر افتاد

لیلی به سیاه‌خانه خود پرده‌نشین شد
مجنون به بیابان جنون در چکر افتاد

در حین جوانی ز غم یار شدم پیر
نخل قد ما بود که از بار و بر افتاد

روزی که به یار عشقری بر خورد به بازار
رفت از خود و بی‌هوش شد و بی‌خبر افتاد

20 last posts shown.