څوک می د جام ملګری څوک د غزل ملګرې
زما په دی ښار کښی بلها دی د محفل ملګرې
د زلفو سیوری ته د سور انګار خبری کوې
خو د حالاتو په غرمو نه دی د زغل ملګرې
د چا پښی ماتی وی د چا لاری ته ملا ماته وه
ما به تر څو پوری په ځان پسی راښکل ملګرې
ماله خو ټول عمر حالاتو حوصله راکړی
مانه خو تل په نیمه لار کښی تښتیدل ملګرې
دلته پردی د چا د پښو زولنی نه جوړیږی
دلته خو هر سړی ته لاری نیسی خپل ملګرې
څوک دی او څنګه دی په څه غرض د څه لیونې
ما د جنون صحرا کی ښه وپیږندل ملګرې
زمونږ د مستو اتڼونو نه به تر څو لری وې
د ذات تیارو کی به تر کومی پټیدل ملګرې
ښکلی که هر څو کبرجن شی ستا پری څه صابره
ستا د محفله که یو لاړ شي راشی سل ملګرې
زما په دی ښار کښی بلها دی د محفل ملګرې
د زلفو سیوری ته د سور انګار خبری کوې
خو د حالاتو په غرمو نه دی د زغل ملګرې
د چا پښی ماتی وی د چا لاری ته ملا ماته وه
ما به تر څو پوری په ځان پسی راښکل ملګرې
ماله خو ټول عمر حالاتو حوصله راکړی
مانه خو تل په نیمه لار کښی تښتیدل ملګرې
دلته پردی د چا د پښو زولنی نه جوړیږی
دلته خو هر سړی ته لاری نیسی خپل ملګرې
څوک دی او څنګه دی په څه غرض د څه لیونې
ما د جنون صحرا کی ښه وپیږندل ملګرې
زمونږ د مستو اتڼونو نه به تر څو لری وې
د ذات تیارو کی به تر کومی پټیدل ملګرې
ښکلی که هر څو کبرجن شی ستا پری څه صابره
ستا د محفله که یو لاړ شي راشی سل ملګرې