غزل
څه دې په مخ راخور کړل،څه دې په اوږو واړول
زندۍزندۍ شــــــــومه، ويښته دې په اوږوواړول
نن دې په قنـــــــدو په شکـرو باندې پوه نه کړمه
لاړې! خـــــــاشاک د تنـــــــاره دې په اوږو واړول
زما بې وسه ارمــــــــــانونه دې په ځاى پريښودل
نه دې راټـــــول کړلـــــــو او نه دې په اوږو واړول
يو ليـــــــونى دې هر قــــــــــــدم سره سينه ټپوي
يو ناقـــــــراره غونــــــــدې زړه دې په اوږو واړول
لاهــــــــم د جنګ ترشاه ولاړه يې دمرګ پريښتې
څومــــــــره بې شمېره پښتانه دې په اوږو واړول
د چـــــــا ديــــــــــــــاد قدرداني دې بلا ډېره وکړه
يه کابلی! ميلمانه دې په اوږو واړول