العصر بصري څانګه dan repost
نعت شریف
مینه عالم ستا له ښکلا زده کړې
رڼا لمر هم ستا له رڼا زده کړې
ته د خلقت د شرف لوړ دلیل یې
لـه تا ملـکو هــم دعا زده کړې
مدني ګل یې په مسکا ځلېدې
ګل دې له مخ ځنې مسکا زده کړې
حبیب الله ص ته رحمت د عالَم یې
په کائناتو دې سخا زده کړې
په تار د زلفو کي دې نښلي زړونه
ښکلو له تا مینه وفا زده کړې
محسن احسان چې پر تا زړه بایللی
اوس یې ستا مینه په رښتیا زده کړې
محسن احسان
مینه عالم ستا له ښکلا زده کړې
رڼا لمر هم ستا له رڼا زده کړې
ته د خلقت د شرف لوړ دلیل یې
لـه تا ملـکو هــم دعا زده کړې
مدني ګل یې په مسکا ځلېدې
ګل دې له مخ ځنې مسکا زده کړې
حبیب الله ص ته رحمت د عالَم یې
په کائناتو دې سخا زده کړې
په تار د زلفو کي دې نښلي زړونه
ښکلو له تا مینه وفا زده کړې
محسن احسان چې پر تا زړه بایللی
اوس یې ستا مینه په رښتیا زده کړې
محسن احسان