حافظ محسن احسان


Kanal geosi va tili: Eron, Forscha


"شاعر هغه څوک دی چې د کلمو له لارې د زړه ژورې خبرې نړۍ ته واوروي."

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
Eron, Forscha
Statistika
Postlar filtri


الزمزم خپرندويه اداره dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
د غزې د مظلومو وروڼو لپاره د مرستې اعلان

یوه روپۍ د قیامت ورځي حساب!
د فلسطین د مظلومو ماشومانو، کونډو میندو، زخمیانو او بې کوره وروڼو لپاره ستاسو مرسته د امید څرک ده!

که تاسو په پاکستان کې یاست او یا هم افغانستان کي زړه مو غواړي چې د غزې مظلومانو ته مرسته ورسوئ، نو موږ تاسو ته یو اسانه او باوري لاره برابره کړې ده.

یاد ولرئ: موږ ستاسو مرسته امانت رسو
ستاسو یوه یوه روپۍ به د الله جل جلاله په وړاندې د امانت په توګه وساتل شي، او موږ به یې غزې ته په صداقت سره ورسوو.

د مرستې لپاره:
جاز کیش نمبر:
0323 8984959
ازي پیسه
03490576902
بیسم نمبر
+93 77 897 0528

راواستوی خپل امانت!
ورسوو یې موږ غزې ته!


نوې ترانه!


د مجددالعصر عاليقدر اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رح د دولسم تلين په مناسبت نوی او جالب ترنم


ترانه ویونکی
قاري محمد امین اعزاز

شاعر
حافظ محسن احسان

https://t.me/mohsin098123


غزل

د یار د هجر زمزمې دي خاموشي هم ده
په زړه مې سوې اندېښنې دي خاموشي هم ده

څنګه دې هیر کړمه او څنګ دې له زړه وباسمه
شپه د شبګیرې مې لیمې دي خاموشي هم ده

د خیال مرغه وړی یم یاره د بیدیا لمن ته
کتاب خبرې دې پرتې دي خاموشي هم ده

په زړه سخت زړیه درپسې به شمه خاورې ایرې
د ژوند تمامې مې اسرې دي خاموشي هم ده

زه دې تراوسه لا څارم د تللو لارې ورکه
راسره کړې دې وعدې دي خاموشي هم ده

محسن دې نور په بیلتانه او فراق مه ازمایه
بې تا قیامت غوندې شیبې دي خاموشي هم ده


غزل
(د تاریخ فریاد

زما تاریخ نن د غفلت پر کنارې ولاړ دی
د زمانې اورته یتیم او یبلې پښې ولاړ دی

دا چې مې ویاړل په عزمونو باندې ټول قومونه
اوس د پردیو تورو تیغ ته بې اسرې ولاړ دی

څه عدالت او د اخلاص لوړې چمڼې وې زما
نن مې عزمت د غلامۍ پر دروازې ولاړ دی

بدري میدان له انګڼونو مې شو شور پورته
اوس مې آذان هم د زوال پر ازانګې ولاړ دی

چا ویل امت به شي راپورته او بیداره به شي
ما ورته خاندل چې تقدیر مې پر نعرې ولاړ دی

ولې خاموشه یې پر حال بشرخوهان د نړۍ
څنګه ګوښه جهان محسنه له غزې ولاړ دی


نوی نعت شریف

خوله مي خوږه شي چي خوږنوم دې لکه شات واخلم
کله بـــه ستا د پښو له خــاورو فیوضات واخلم

آواز،. حافظ مظهري

شاعر،. محسن احسان

https://t.me/mohsin098123




پسرلي ته

د هر ګل او بلبل صدا صدا نغمه نغمه ده
د ښکلي پسرلي ښکلې هوا نغمه نغمه ده

د غرونو څنډي شني کړلي د شنو فصلو لمنو
د سیند څپو کې شور غوغا غوغا نغمه نغمه ده

پر دې وطن د مستو خوشالیو بهار راغلی
د مستو خوشالیو د روح سا نغمه نغمه ده

شپیلکې ته د سکون د روح رمه د هیلو زوږ ته
د غره د رغۍ دا خوشبو فضا نغمه نغمه ده

په ښکلو غرو د ښکلو ګلابونو بوی خورېږي
د زړه په ګلابونو کي اروا نغمه نغمه ده

د تورو شپو خوبونه دي رشتیا شوله محسنه
رڼا ته هر قدم کې د سبا نغمه نغمه ده


الزمزم خپرندويه اداره dan repost
تر خپله وسه حتمن کوشش وکړی


نعت شریف

غږ عزیز الله سنګري
شاعر محسن احسان


غزل


حافظ محسن احسان dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
نوي ډيکلومه: #اقصی ته!

#اقصی ژړیږي، منارو ته یې سر ټیټی یمه
څومره بې وسه یم نارو ته یې سر ټیټی یمه

اواز: محسن احسان
شاعر: راشد کامران

ویډیو یوټیوب کې
https://youtu.be/D5uf-A4Mw0Y


مناجات

راغلی غوږ نیولی غریو نیولی ګنهګار یم
باداره عفوه غواړمه پر در دې توبه ګار یم

چې څومره په ظاهره یم صفا په باطن نه یم
خالقه دکرم او د رحمت دې اميدوار یم

د خپل رحم و سیوري ته څښتنه دمه راکړه
له ویرې دې لړزیږمه په ګفت د استغفار یم

خالقه ستا د ګران حبیب په روی بخښنه وکړه
راغلی ستا تر کوره ذالجلاله شرمسار یم

دا ستا نافرمانۍ کې د غفلت یمه ښکار شوی
عاصي یمه دنفس اود شیطان جال کې حصار یم

محسن د دعا لپې مي نيولې درته خدايه
ګناوې مې ستري  پلنډې پلنډې دي پرې بار یم

محسن احسان


مناجات

بـخښــنۀ راتـۀ وکـړۀ ګنـهګار یم ذوالجلالۀ!
پـر تـیـرو ګـنــاهـونو تـوبۀ ګار یم ذولجلالۀ

اواز (عبدالنافـــــع نعـمـان)
بدرګه-(بشیر احمد نعمانی)
شاعر حافظ محسن احسان

https://t.me/mohsinahsan12


مناجات

غواړم رب نه مناجات په روژه مات کې
چي را ټول کړم فیوضات په روژه مات کې

لاس مې لپه، سپیرې شونډې وچه ژبه،
کړه را لوړ مې درجات په روژه مات کې

بس چي ورکړي غریبانو ته څه مرسته
کړه قبول یې دا خیرات په روژه مات کې

چي دعا وکړو اقصا او مقدس ته
راته جوړ کړې ته عادات په روژه مات کې

شته دي ډیر غریب وګړي په هیواد کې
ورڼو لیږئ صدقات په روژه مات کې

عفوه غواړمه، تل درود پر جانان وایم
زما پر خوله دا کلمات په روژه مات کې

چي محسن په دعاګانو کې هېر نه کړئ
دا  پرما دي احسانات په روژه مات کې

محسن احسان






جانان نه رادرومي

زړه کي مې بده تلوسه د جانان نه را درومي
اوښکه مي سترګو کي پرته د جانان نه را درومي

حال مي بدل دی غریو نیولی یم سلګو اخیستی
د انتظار قصه اوږده د جانان نه را درومي

دوصل هیله مي په زړه کي وار په وار مړه کیږي
زړه کي مي ویره بدرګه ده جانان نه را درومي

یو انتظار دی بل امید دی ورځ د کال غوندې شوه
ځکه مي زیاته اندیښنه د جانان نه را درومي

په تشو لارو کي دي ښخې کږې سترګي زما
تیاري خوري دي ډیوه مړه د جانان نه را درومي

هره سلګۍ مې د فراق کیسه کوي محسنه
زړه کي مې بله سره لمبه د جانان نه را درومي


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
نعت شریف

د نوم تکرار کي دي عسل غوندي خواږه پراته دي


غږ نصیر مروت
شاعر محسن احسان
https://t.me/mohsin098123


غزل

راز د عِشَق پټ دی را ښکاره کېدلای نشي
دا پټي خبري د زړه خوله کولای نشي

پوه چې شي په راز یې شي پردی له خپله ځانه
دا مرموزه رمز باندي څوک خبرېدلای نشي

شته د عشق کوڅو کې پرهرونه اودردونه
بې د زړه صَدْقِې هم په دې لار تللی نشي

بس د زړه په ژبه یې څوک نشي پوهیدلای
هیڅوک کتابونو کې دا راز لیکلی نشي

دغه خو یو اور دی چې وي روح اوساه کې نغښتې
بې له درد او غم یې خوند هېڅ څوک څکلی نشي

ها محسن احسان خو په راز د عشق پوهیږي ښه
بل څوک خو په دې عشق او رمز پوهیدلی نشي


النبوي خپرندویه اداره یې وړاندي کوي

نوي ټپی
غمجن کمپوز!

کسر
ده ګلابي حسن خاونده
بلا دي واخلم بالا مکوه نازونه
جانان مي خدایه بی جانان کړی
دا غمجن زړه تل مدام ازار وینه

اوازونه
فرهاد منصور او
محمد آمین اعزاز

شاعر محترم محسن احسان!
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat345

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.