سرونه
افـــتخـار کړي زمــانې په دې سرونو
هــــاوســیــږي پرګنې په دې سرونو
په جـــګړو انــقلابــو او طـــوفانو کي
لا به هسکي وي شملې په دې سرونو
چـــاته ټیټ نه شول الحـمــدلله شکر
شــــولې ډکــي هدیرې په دې سرونو
اُجرتي قاتله ښــه غوږونه خلاص کړه
سختي شوي دي حملې په دې سرونو
څوک دې نه جنګوي مونږ سره سرونه
موږ ګټلي دي جـګړې په دې ســـرونو
چــــي د دین وطــن په مینه قربانیږي
محسن ليکـي تـــرانې په دې سرونو
افـــتخـار کړي زمــانې په دې سرونو
هــــاوســیــږي پرګنې په دې سرونو
په جـــګړو انــقلابــو او طـــوفانو کي
لا به هسکي وي شملې په دې سرونو
چـــاته ټیټ نه شول الحـمــدلله شکر
شــــولې ډکــي هدیرې په دې سرونو
اُجرتي قاتله ښــه غوږونه خلاص کړه
سختي شوي دي حملې په دې سرونو
څوک دې نه جنګوي مونږ سره سرونه
موږ ګټلي دي جـګړې په دې ســـرونو
چــــي د دین وطــن په مینه قربانیږي
محسن ليکـي تـــرانې په دې سرونو