د تور لحد غاړي ته راشه
حق مي راخپل کړه بیابه نه وي دیدنونه
خدایه وریځ د امن ساته
چي باران شنه کړي د وطن دښتي باغونه
د استقلال باد پري لګیږي
د وطن ونې به ضرور سپړي ګلونه
ښایستې سترګي خدای درکړې
په ماشاءالله سره دیاره دیدن کومه
وروره نیستي د خپه نشې
چي حالت ښه شي بیا به وکړو مجلسونه
د اسیا زړه افغانستانه
په تاریخونو دي ښایسته زرین بابونه
سترګي دي یاره مسیحا دي
د مرګ په خوب ویده خلګ راویښوینه
څه نامردي دي وکړه خوار شې
اوس دي پیغور د خلګو زه وړمه مینه
فکري جکړه د اشغال شروع د
فکر ازاد کړی کنې کړئ به ارمانونه
زړه به مي څنګه ورغیږې
د جانان سترګو دي پرې کړي ګُزارونه
د ترنم په ټال کي ځانږم
که نه زنګیږم ستا هجران مي زنکوینه
یخه هوا د خوږ باران د
څاڅکو ته ګورم یاره تا رایادومه
د وره تر شا ورته نارې کړم
نارې مي اوري په زړه سخت غږ نه راکوینه
زړه به مې ولي پرهر نه وي
چې مي پرې ناز کړ اوس یې راکړ جوابونه
وعده دي وکړه خو رانغلې
زه به مدام ستا د راتلو لاري څارمه
څنګه وختونه تیر شو یاره
نه مي هیریږي ټول په زړه کي ګرزومه
ستا د دیدن په طمعه ناست یم
کله به وکړم ستا د سپین مخ دېدنونه
د محبتنو باران اوري
که خدای کوله نور به ورک کړي نفرتونه
توره ګټل د استقلال کړي
ساتنه هم کړي له هیواد څه قلمونه
ته د ننګیالیو زلمو کور یې
محسن احسان درته کومه سلامونه
حق مي راخپل کړه بیابه نه وي دیدنونه
خدایه وریځ د امن ساته
چي باران شنه کړي د وطن دښتي باغونه
د استقلال باد پري لګیږي
د وطن ونې به ضرور سپړي ګلونه
ښایستې سترګي خدای درکړې
په ماشاءالله سره دیاره دیدن کومه
وروره نیستي د خپه نشې
چي حالت ښه شي بیا به وکړو مجلسونه
د اسیا زړه افغانستانه
په تاریخونو دي ښایسته زرین بابونه
سترګي دي یاره مسیحا دي
د مرګ په خوب ویده خلګ راویښوینه
څه نامردي دي وکړه خوار شې
اوس دي پیغور د خلګو زه وړمه مینه
فکري جکړه د اشغال شروع د
فکر ازاد کړی کنې کړئ به ارمانونه
زړه به مي څنګه ورغیږې
د جانان سترګو دي پرې کړي ګُزارونه
د ترنم په ټال کي ځانږم
که نه زنګیږم ستا هجران مي زنکوینه
یخه هوا د خوږ باران د
څاڅکو ته ګورم یاره تا رایادومه
د وره تر شا ورته نارې کړم
نارې مي اوري په زړه سخت غږ نه راکوینه
زړه به مې ولي پرهر نه وي
چې مي پرې ناز کړ اوس یې راکړ جوابونه
وعده دي وکړه خو رانغلې
زه به مدام ستا د راتلو لاري څارمه
څنګه وختونه تیر شو یاره
نه مي هیریږي ټول په زړه کي ګرزومه
ستا د دیدن په طمعه ناست یم
کله به وکړم ستا د سپین مخ دېدنونه
د محبتنو باران اوري
که خدای کوله نور به ورک کړي نفرتونه
توره ګټل د استقلال کړي
ساتنه هم کړي له هیواد څه قلمونه
ته د ننګیالیو زلمو کور یې
محسن احسان درته کومه سلامونه