شکر شکر خدایه شکر ، چې پیدا دې مسلمان کړم
ستر احسان دې پرما کړی ، امتي دې د جانان کړم
ته خالق زه دې مخلوق یم ته مې رب زه دې بنده یم
ته پر ما ډیر مهربان یې ، مشرف دې په ایمان کړم
د اسلام په ښکلي دین کي ډېرې ګټې دي صاحبه
هره ګټه به اثبات په آیاتونو د قرآن کړم
زه به نه ځمه دوزخ ته ، زه به نه ځم سرو لمبو ته
ربه ستا پر آوامرو ، برابر که چیرته ځان کړم
د مرګ وروسته بیا د قبر، له عذابه خلاصون نشته
باید اوس په ښه عمل د ، آخرت کورګی ودان کړم
هلالي آغا به هلته ، بختورو کې حساب شم
چې خپل رب ته په محشر کې، په سپین مخ ځان ور عیان کړم
هلالي آغا