شاعرقاري هلالي آغا


Kanal geosi va tili: Eron, Forscha


ملګـــرو دلـته به زمــا ګــوډ او مـــات شعـــرونه درته نشـــریږی
ستــاسو ددعـــاو په هیـــله
قـــاري هــــلالي آغــا

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
Eron, Forscha
Statistika
Postlar filtri






دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
نوې وطنۍ ترانه

کسر

ښکلا لري څه ښکلی مو هېواد دی
په دنګو ښائستو زلمو آباد دی
امنیت ته یې په فکر هر الحاد دی
الحمدلله شکر چي آزاد دی

آواز قاري ملهم جبیر
شاعر قاري هلالي آغا
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




رسنیو ته توصیه

کرکه نفرت څه معنا
بد رد غیبت څه معنا
راشئ چي ټوله ورورولي او اتحاد وکړو
غم د هېواد وکړو
غم د هېواد وکړو
غم د هېواد وکړو

درسره مینه لرو مسلمانانو وروڼو
زموږ د سر سترګي یاست ټول زموږ افغانانو وروڼو
بهتان تهمت څه معنا
بد رد غیبت څه معنا
ولي په یو بل ګومانونه د فساد وکړو

د بي بي سي لپاره لږ صداقت په کاردی
د آزادۍ راډیو ته لږ حقیقت په کاردی
داسي بد نیت څه معنا
بد رد غیبت څه معنا
ولي په نه څه باندي ژر ژر انتقاد وکړو

بس کړی نور مه کاروی دا شیطاني رسنۍ
د انټرنیشنال په څېر غیر شرعي رسنۍ
دا شیطانت څه معنا
بد رد غیبت څه معنا
راځئ د دې کار مخنیوي کي کوشش زیاد وکړو

راشئ چي ودرېږو، د خپل اولس په څنګ کي
هري سختۍ ته تیار، د هر یو کس په څنګ کي
دومره غفلت څه معنا
بد رد غیبت څه معنا
راشئ چي خپله په خپل خلګو اعتماد وکړو

بیا به جګړې نه راځي، بیا به جنګونه نه وي
د (هلالي آغا) په، زړه به غمونه نه وي
غم مصیبت څه معنا
بد رد غیبت څه معنا
که موږ په ګډه له وطن سره امداد وکړو

هلالي آغا


ښکلا لري څه ښکلی مو هېواد دی
په دنګو ښائستو زلمو آباد دی
امنیت ته یې په فکر هر الحاد دی
الحمدلله شکر چي آزاد دی

نه جنګ شته نه چاپې شته نه بمونه
په امن دي اوس ټوله اولسونه
خوشحاله دي زموږ ټول افغانان وروڼه
وروري ده اخوت او اتحاد دی

ښکلا لري جنت جنت وطن دی
د ښکلو ښائستو څهرو مسکن دی
هېواد مي دی او زړه مي پرې مئین دی
ورک شوی ترېنه شکر شر فساد دی

ډېوې د خوشحالۍ پکي بلېږي
ګلونه رنګارنګ پکي ځلېږي
د امن سپین بیرغ پکي رپېږي
په خپلو شازلمیو باندي ښاد دی

لرمه خاص له زړه ورسره مینه
رګو کي مي جاري ده لکه وینه
هرخوا او هره سیمه یې حسینه
غزل د (هلالي آغا) کي یاد دی

هلالي آغا


ملګرو زما د چینل لینک په نورو ګروپانو کي هم نشر کړئ. چي نور ملګري هم زموږ د ګوډو او ماتو اشعارو څخه خوند او پند واخلي


درنو مینوالو!

زه په ټوله معنا ستاسو له بې ساري محبت، مینې او درناوي نه د زړه له اخلاصه مننه کوم. ستاسو په دعاؤ او مینه کې یو ځانګړی قوت دی چې ما ته د خدمت لا زیات احساس راکوي. د ازادۍ د شپې په پروګرام کې ستاسو د تود هرکلي څخه معلومه شوه چې زما خدمت ستاسو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

الله تعالی دې ستاسو دا مينه، عزت او محبت همداسې تلپاتې لري او مونږ ته دې توفیق راکړي چې د دیني خدمت لاره کې لا ډېرې هڅې وکړو.

په درناوي:
قاري هلالي آغا


زړه په سینه کي په درزا ماته وي
د جانان غم د سړي ملا ماته وي

د یوه تللي شهید شوي یار یاد
یم زورولی اوس مي بیا ماته وي

خدایه په چا باندي یې مه راوله
غم هرڅوک داسي لکه ما ماته وي

سپینه سپوږمۍ او د جانان یادونه
د سړي زړه بس خامخا ماته وي

زړه خو له کاڼو نه جوړ شوی نه دی
چي نه یې غم نه یې ژړا ماته وي

که دغه غم وو (هلالي آغا) تل
هم ستا قلم هم آخِر تا ماته وي

هلالي آغا

https://t.me/garjjlaljgha




مولوی محمد خان مشال dan repost
النبوي اداره یې وړاندي کوي

/"''دنويو ترانو البوم👇''"/
(∵❤ ... زما ګران وطن ∴)

/۰دګران ورور ترانه ویونکي ۰/
/۰ مولوي منصور عزیزصاحب./
/ .او محترم نوراني شباب ۰/
{ ..نویو ترانو . }
( البم نشرته وسپارل شو.)
ـ.................................ـ
هیله ده چي دخوښۍ وړبه مو وګرځي
تاسې يي زموږ د ټيليګرام له چينل څخه
تر لاسه کولى شۍ.له ملتيا نه مو مننه
هم دلته راسره ملګري شۍ  👇👇👇👇
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131


په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پر لاره ځي
نن په خیال فاضل اشنا سپین دستار پر سر تړي

زار زار جانان ړنګ بنګ پر لار روان دی
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پر لاره ځي
په بدرګه ورسره وایاست تکبرونه

زار زار یار مي وارث د پیغمبر سو
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
په غاړه ورکړی د لونګو امیلونه

زار زار که پرې مرګي را دربي نکړې
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
رانه به ورک کړي بغض حسد جهالتونه

زار زار ټوله محفل پرې ښائسته دی
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
پر سر یې خوند کوي د سپیني پګړۍ ولونه

زار راز زحمت تکلیف یې پر ځان تېر کی
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
له سپېرو خاورو یې راوه ایستل لعلونه

زار زار خدای دي یې زموږ د سر سړي کړي
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
چي د اسلام لپاره وکړي خدمتونه

زار زار څومره خوشحاله غوندي ښکاري
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
نن پوره کېږي یې د عمر ارمانونه

زار زار لکه سپین لمر داسي ځلېږي
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
سپینه څهره کي یې پراته دي لذتونه

زار زار استاده ژر ژر یې رخصت کړه
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
په انتظاردي ورته تږي تږي زړونه

زار زار چي هلالي آغا یې ستايي
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
الله ورکړي دې سړي ته عزتونه


زموږ پلار او نیکه انګرېز روسان تر باغو واړول
موږ بیا دا غربیان امریکایان تر باغو واړول

هر سړی یې پېژني ثالث او بت شِکن عمر
نر وو په مېړاني یې بوتان تر باغو واړول

یوخوا ملاسنګین فاتح دښمن ته سخت شِکست ورکړ
بل ملادادالله ډېر جاسوسان تر باغو واړول

څنګه چي راغلې وه مغروره ناټوګۍ دلته
هغسي په زوره طالب جان تر باغو واړول

ور یې کړ چلنج د درست جهان منافقینو ته
پیرآغا بېخي ډېر داعشیان تر باغو واړول

تنګ شول دښمنان د هلمندونو له یاغي څپو
ګران حاجي ناصر حاجي منان تر باغو واړول

موږ هم هلالي آغا څه مسته شاعري وکړه
موږ د جمهورریت ډېر شاعران تر باغو واړول

هلالي آغا


ملګرو لینک نشر کړی چي نورو ملګرو ته هم ورسېږي.


شاعرقاري هلالي آغا
ملګـــرو دلـته به زمــا ګــوډ او مـــات شعـــرونه درته نشـــریږی
ستــاسو ددعـــاو په هیـــله
قـــاري هــــلالي آغــا
https://t.me/garjjlaljgha


تکل مي کړی دی چي تا آبادومه
صبر وکړه سم دي جوړومه صبر وکړه
افغانستانه هر یو زخم دي ګنډمه
صبر وکړه سم دي جوړومه صبر وکړه

میده میده په کار اخته یم
صبر وکړه سم دي جوړومه صبر وکړه
په هر یو ټپ دي زورور ملهم وهمه
صبر وکړه سم دي جوړومه صبر وکړه

ټول سړکونه به دي جوړ کړم
صبر وکړه سم دي جوړومه صبر وکړه
د سالنګ لار لکه ګوتمۍ سورې کومه
صبر وکړه سم دي جوړومه صبر وکړه

دامي له تاسره وعده ده
صبر وکړه سم دي جوړومه صبر وکړه
چي په اوربل کي دي تازه ګلان ایږدمه
صبر وکړه سم دي جوړومه صبر وکړه

ته مي هېواد زه دي خادم یم
صبر وکړه سم دي جوړومه صبر وکړه
ستا هر خدمت ته یم ولاړ ترڅو چي یمه
صبر وکړه سم دي جوړومه صبر وکړه

هم (هلالي آغا) هم زه یم
صبر وکړه سم دي جوړومه صبر وکړه
دی دي دفاع کړي زه دي ستونزې حلومه
صبر وکړه سم دي جوړومه صبر وکړه

هلالي آغا


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.