په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پر لاره ځي
نن په خیال فاضل اشنا سپین دستار پر سر تړي
زار زار جانان ړنګ بنګ پر لار روان دی
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پر لاره ځي
په بدرګه ورسره وایاست تکبرونه
زار زار یار مي وارث د پیغمبر سو
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
په غاړه ورکړی د لونګو امیلونه
زار زار که پرې مرګي را دربي نکړې
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
رانه به ورک کړي بغض حسد جهالتونه
زار زار ټوله محفل پرې ښائسته دی
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
پر سر یې خوند کوي د سپیني پګړۍ ولونه
زار راز زحمت تکلیف یې پر ځان تېر کی
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
له سپېرو خاورو یې راوه ایستل لعلونه
زار زار خدای دي یې زموږ د سر سړي کړي
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
چي د اسلام لپاره وکړي خدمتونه
زار زار څومره خوشحاله غوندي ښکاري
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
نن پوره کېږي یې د عمر ارمانونه
زار زار لکه سپین لمر داسي ځلېږي
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
سپینه څهره کي یې پراته دي لذتونه
زار زار استاده ژر ژر یې رخصت کړه
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
په انتظاردي ورته تږي تږي زړونه
زار زار چي هلالي آغا یې ستايي
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
الله ورکړي دې سړي ته عزتونه
نن په خیال فاضل اشنا سپین دستار پر سر تړي
زار زار جانان ړنګ بنګ پر لار روان دی
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پر لاره ځي
په بدرګه ورسره وایاست تکبرونه
زار زار یار مي وارث د پیغمبر سو
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
په غاړه ورکړی د لونګو امیلونه
زار زار که پرې مرګي را دربي نکړې
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
رانه به ورک کړي بغض حسد جهالتونه
زار زار ټوله محفل پرې ښائسته دی
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
پر سر یې خوند کوي د سپیني پګړۍ ولونه
زار راز زحمت تکلیف یې پر ځان تېر کی
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
له سپېرو خاورو یې راوه ایستل لعلونه
زار زار خدای دي یې زموږ د سر سړي کړي
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
چي د اسلام لپاره وکړي خدمتونه
زار زار څومره خوشحاله غوندي ښکاري
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
نن پوره کېږي یې د عمر ارمانونه
زار زار لکه سپین لمر داسي ځلېږي
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
سپینه څهره کي یې پراته دي لذتونه
زار زار استاده ژر ژر یې رخصت کړه
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
په انتظاردي ورته تږي تږي زړونه
زار زار چي هلالي آغا یې ستايي
په نازناز اخلي قدم په ورو ورو پرلاره ځي
الله ورکړي دې سړي ته عزتونه