عبدالباقی مهاجر


Kanal geosi va tili: Eron, Forscha
Toifa: Siyosat


دلته به زما مهاجر څوماتي کرښی درسره شريک کوم

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
Eron, Forscha
Toifa
Siyosat
Statistika
Postlar filtri


اخ اخ رحیم الله شیخ صاحب


تاپسې عالم لیونی شوی دی
هر انسان سمدم لیونی شوی دی

ستا په غم اودرد باندي شهید اشنا
خیال ده ټوله چم لیونی شوی دی

هر مجلس خاموشه اوبې هوښه دی
سترګوکې مو نم لیونی شوی دی

داسي څوک به نوي چې فرېشان نوي
ګل کې خپور شبنم لیونی شوی دی

ستا په هجرانه کې اخ جناب اشنا
زړه قلم قلم لیونی شوی دی

سترګوکې مې ډم اوښکې ولاړې دې
ستا مهاجر هم لیونی شوی دی


تاریخ لرمه

ټوله نړۍ کې یو سرشار غوندي تاریخ لرمه
د ژوند په غېږه کې نامدار غوندي تاریخ لرمه

کنه منې له یرغلګرو مو تاریخ وپوښته
د غیرت لوړ لکه منار غوندي تاریخ لرمه

افغان زلمی یم افغانیت راباندي فخر کوي
په تورو شپوکې د سحار غوندي تاریخ لرمه

له کړا وو ډکي سحنې د تاریخ زړه کې لرم
افتخارې یم افتخار غوندي تاریخ لرمه

بلې ډېوې مې د شهید په وینو بلي ساتم
رنګ په سرو وینو کې سنګار غوندي تاریخ لرمه

داچې تر ټولو خلکو لوړه زندګې کومه
مهاجر داسي شمله دار غوندي تاریخ لرمه


بسته دریاب اوښکې لرم سترګوکې
د ځوانیمرګ ده هجرانه له در ده

مهاجر


. العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
دا ځل موبیا یوه نوي په زڔه پوري
ترانه ستاسو درانه حضورته وڔاندي
کڔه هیله ده چي خوښه موشي
اوتنده مو پري خڔوبه شی

کســر

هسکی غاړی ګرځو دهیــواد په هرڅنډه کی
تیز ورنه کفار او غلامان ولاړل په منډه کی

اواز:حافظ محب الله اغا حماد
شـاعــر:محتـــرم مهاجر صاحب
#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_012


نن مې پر زړګې باندي بې حده ورېدي
ښه وشو چې راغلې ولا ډېر مې یادېدې

ستا د بیلتانه په درد اخته ومه چې نه ولې
اوښکې به مې غلي وګریوان ته تویه دې

تللی مسافر طالبه ستړی مشې ښه راغلې
دومره راته یاد ولې بیخې نه هېرېدې

پټ به مې له خلکو ژړل تاپسې غازي اشنا
سختې له مرګې نه شپې او ورځې تېرېدې

دنګه د چنار او د نښتر په شان ته دنګ یاره
ستا په فراقت کې به مې سترګې ژړېدې

ستړی د غزا طالبه ستړې غېږه پرانېزه
ته به مې په خیال کې زنګې دې رازنګېدې

غم به مې میلمه وو کړاوونو کې را ګیر به وم
زړه د مهاجر کې سرې لمبې به بلېدې


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

کسر

دفـتـحــوپـسـرلـی اوآزادي بـه سـره لمانځو
په ټولوهوادوالوداخوه ښي به سره لمانځو

آوازونه
مولوي نثاراحمدالیاس
حافظ نقیب الله همدرد

شاعــــر محترم مهاجر


مشفق امارتی ډیزاینر dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
دستړي ژوند په سلسله کي د رنځور زړه په نامه خوږ جالب ترنم

کسر
پرېږده چې دغسي رنځور زړګی مین مړ شم
پرېږده چې ټوک ټوک دي په مینه کي خوږمن مړ شم

ترنم 》سید منصوراغا شهاب
شاعر 》عبدالباقي مهاجر

مشفق امارتی ټلیګرام چینل تاسو ته وخت په وخت ښکلې ډیزاین ترانې نشروي له مونږ سره ملتیا وکړی

چینل لینک 👇

مشفق امارتی ډیزاینر
https://t.me/Mushfiqemarti


لیزري سترګې


ډېرې راته ګراني دي ستا ښکلې قیمتې سترګې
ورکې له محفل مشه اشنا ستا لیزرې سترګې

جګه غاړه ګرزه د فاتح افغانستان غازي
رب درکړې څومره رعب لرونکې اثرې سترګې

هیڅ مې دا خمار نظر داستا له څیرې نه اوړې
ستا بلا پو ماشه رب در کړې جنتي سترګې

زما د زړه شیشه کې ستا د قدر وړیادونه دي
ځکه دې له رب محفوظه غواړم جهادي سترګې

تل دې بریالی دهرمیدان یې په تا ویاړمه
زړه کې همیشه ساتم جانانه ستا غازي سترګې

دومره رانږدې یې لکه دوه باڼه د دوو سترګو
تل و مهاجر ته دې پر زړه ستا غیرتي سترګې


طالب عاصم dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
د مهاجر صیب شکلي کړﺉ راسره واورﺉ عجیبه شي لګېږي له عصره سره برابري کړﺉ دي هېله ده چې خوشي به مو شي.


سید منصور اغا شهاب dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
د پورتني شعر دوهمه ویډیو چي خوارا په ښه کیفیت جوړه ده

دستړي ژوند په سلسله کي د رنځور زړه په نامه خوږ جالب ترنم

کسر
پرېږده چې دغسي رنځور زړګی مین مړ شم
پرېږده چې ټوک ټوک دي په مینه کي خوږمن مړ شم

ترنم:سید منصوراغا شهاب
شاعر : عبدالباقي مهاجر

زموږ د ټلیګرام ادرس👇
https://t.me/mansooraghashaab


د مشاعرې یوڅوبیتونه

رقیبان ګرزی ګوره پام کوه محتاط وسېږه
په عام محضر کې به د مینې پوخ اظهار نه کوې

نور ضرورت نشته خبروته په غور واوره
هسې بې ځایه به دښمنه نور ګفتار نه کوې

پر ملا رامات شې په پښو شل شې ترګړنګ ایله شې
سړیه اوس چې هم صفت د غازي یار نه کوې

مایې تر سیورې لاندي دوې لسیزې خوب کړی دی
ماته غیبت به زموږ د کلې د چنار نه کوې

مهاجر ډېر پرې خپه کېږمه او زور راکوي
بس اهانت به زما دسپین ښکلي دستار نه کوې


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish




د العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

دستړي ژوند په سلسله کي د رنځور زړه په نامه خوږ جالب ترنم

کسر
پرېږده چې دغسي رنځور زړګی مین مړ شم
پرېږده چې ټوک ټوک دي په مینه کي خوږمن مړ شم

ترنم:سید منصوراغا شهاب
شاعر : عبدالباقي مهاجر

#دالعصر_ترانو_مرکز
https://t.me/alasar_012


عبدالباقي مهاجر dan repost
غــــــزل

ما دخپګانه په حال کې مه پرېږ ده
ما د بیلتانه په حال کې مه پرېږ ده

زړه له زړه مې مه باسه قربان دي شم
ما د هجرانه په حال کې مه پرېږ ده

ستا د جدایې درد مې ناروغه کړي
ما د ساخاته په حال کې مه پرېږ ده

ژوند به مې په لویه بلا واړوې
ما د ارمانه په حال کې مه پرېږ ده

خیال کوه له زړه سره مې خیال کوه
ما د غم درانه په حال کې مه پرېږ ده

اوښکې اوښکې شوې د مهاجر سترګې
ما د بارانه په حال کې مه پرېږ ده


غـــــزل


لاس تر زنه ناست یمه ژړېږمه
ډېر له دا ناسور زخمه کړېږمه

زړه مې ډک را وړی له ارمانه دی
ستا د در په غېږکې حصارېږمه

بس د زړه مشکل لرم ناروغه یم
ډېر پر یوکوشنې شي خپه کېږمه

ګله یاره لاس را کړه بیمار یمه
غورځمه مړکېږمه ړنګېږمه

ستا په محبت کې مې حال وګوره
ورځ په ورځ زورېږم رنځور کېږمه

زما د روغ صحت لپاره ته دوا
صِرف ستا په یو دیدن رغېږمه

ورک له خپله ځانه او جهانه یم
هسې د هجران په اور سوځېږمه

بسته رانه لاړشه اخیر پوخ دي کړم
غمه لادې ولي نه هېرېږمه

تاته وایم تاته مهاجر غریب
بې لتا قسم ده تباکېږمه


الحکمت خپرنیون چینل dan repost
الحکمت خپرنیون وړاندي کوي
نوې ترانه

په جنګ درته رامه شه په دعوه درته رامه شه
هيـــواده داځــل بلــــه جـــګړه درته رامه شه

غږ مولوي غازي محمد کټوازی
شاعـــر
عبدالباقي مهاجر
نوی کمپوز
خوند تری واخلی

👇👇👇👇
https://t.me/AlHikmatkhaparanyuion


د مشاعرې بیتونن

رقیبه لاس دې خلاص د جنګ میدان دې راته ښیه
اوس لاس په لاس کې هر طرف ته یار راسره ځي

جانانه ستا یادونه لکه غرونه راسره دي
ماخیال د مرګ تر غېږي انتظار راسره ځې

له اوښکو مې د سترګو تور او سپین سره ګډ شوې
ناترسه غم د یار به څو خمار راسره ځي

پر شونډو چې خپره مې نن خندا ده ړژا نشته
پر څنګ مې ها څښتن د سپین دستار راسره ځي

له رنګه غنمرنګ جانان مې خدایه نظر مکړې
عجیبه دنګ په خلکو کې سرشار راسره ځي

نن ځکه مهاجر لاهو په سیند د خوشحالو یم
پر څنګ مې نن د زړه درمل قرار راسره ځي


په جنګه درته رامشه په دعوه درته رامشه
هیواده دا ځل بله جګړه درته رامشه

نوې تازه ترانه د مولوي غازي محمد کټوازي په اواز شاعر مهاجر



20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

595

obunachilar
Kanal statistikasi