غزل: محمد علیم بسمل
د یو بل و لاس ته لوېږي لکه خښتې
په یوه ګوزار ماتېږي لکه خښتې
د دې وخت منافقین دوه مخي نه دي
په شپږ اړخه څرګندېږي لکه خښتې
دې بې سر او پښو مخلوق ته زه حیران یم
چې په هر طرف درېږي لکه خښتې
ضمیر وژني په لوی لاس ورته ماتېږي
چې کوم قد کې نه ځایېږي لکه خښتې
نه پوهېږم سړی څه فتوا پرې ورکړي
څټ او مخ يې نه ښکارېږي لکه خښتې
د خپل ذهن او د فکر په قالب کې
خرڅېدلو ته جوړېږي له خښتې
په دنیا کې خو خام پاتې شول بسمله!
په دوزخ کې به پخېږي لکه خښتې
د ګلبڼ زمزمې. (285)
د یو بل و لاس ته لوېږي لکه خښتې
په یوه ګوزار ماتېږي لکه خښتې
د دې وخت منافقین دوه مخي نه دي
په شپږ اړخه څرګندېږي لکه خښتې
دې بې سر او پښو مخلوق ته زه حیران یم
چې په هر طرف درېږي لکه خښتې
ضمیر وژني په لوی لاس ورته ماتېږي
چې کوم قد کې نه ځایېږي لکه خښتې
نه پوهېږم سړی څه فتوا پرې ورکړي
څټ او مخ يې نه ښکارېږي لکه خښتې
د خپل ذهن او د فکر په قالب کې
خرڅېدلو ته جوړېږي له خښتې
په دنیا کې خو خام پاتې شول بسمله!
په دوزخ کې به پخېږي لکه خښتې
د ګلبڼ زمزمې. (285)