د ګلبڼ زمزمې


Kanal geosi va tili: Eron, Forscha


درنو ملګرو! له دې ځایه به وخت پر وخت (د اسلامي ادب ګلبڼ) د بلبلانو ښکلي او معیاري شعرونه خپرېږي. زموږ هدف دا دی چې تاسې له ښه شعر او شاعرانو سره اشنا کړو. ملتیا مو وکړئ!
واټساپ چینل کې هم راسره شئ!👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaRuZuH47XeBTAbS4o1v

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Kanal geosi va tili
Eron, Forscha
Statistika
Postlar filtri


را ټول شئ

مهاجر فراهي (زاهد زاده)

نشر کونکی شعيب شینډنډوال

د توحید په کلمه سره راټول سئ
د قران په فیصله سره راټول سئ

د وحدت لاسونه ورکړئ مؤمنانو
د تکبیر په زمزمه سره را ټول سئ

افغاني غرور مو و ساتئ زلمیو
د جهاد په جذبه سره را ټول سئ

د نفاق کرکې تخمونه کرل بس دي
لر او بر واړه همه سره را ټول سئ

د وطن د ابادۍ جهاد شروع کړئ
په مکتب او مدرسه سره راټول سئ

مهاجر زاهدزاده کړي سپارښتنه
لکه سترګې او باڼه سره راټول سئ


غزل: نظم الدین ندرت

د رنګ پۀ محوه شوي کیفیت نۀ وایي څۀ
سایه خو د وجود پۀ حقیقت نۀ وایي څۀ

نه! نۀ ده خاموشي د نۀ ویلو پۀ معنی
دریاب به د موجونو پۀ شدت نۀ وایي څۀ

زۀ ولې هوش لۀ سره پۀ وتلو کړم بدنام
ګلاب چې د وږمو پۀ حرکت نۀ وایي څۀ

بې تا مې ناتکمیله افسانه غواړي تکرار
دنیا پۀ قضاوت د نیم صورت نۀ وایي څۀ

تۀ کینه! چې پۀ سترګو کې دې وګورمه فال
تقدیر مې د تندي پۀ تلاوت نۀ وایي څۀ

ندرته! دلته کار د قافیه چینو دی روان
هیڅوک هم د غزل پۀ نزاکت نۀ وایي څۀ

د ګلبڼ زمزمې. (291)


غزل: محمد حسن عمري

پاتې څۀ دي پۀ باور او اعتبار کې
آئینه څۀ وي د کاڼو پۀ بازار کې

مومن لاره طی کوي د خدای د مینې
څه که پښې یبلې روان وي په انګار کې

د اقصـ.ـی له منارو نه حیا راشي
د لونګو بوټي نه ږدمه دستار کې

اذیت د بیلتانه کډه لېښلې
مینه ورکه شوه، د ښکلو په دیار کې

پسرلي د فکر دښته کې ودان کړه
ځان به وګورې د ګلو په قطار کې

شیطاني فکر به اور واخلي حسنه!
که زاهد زُهد ثابت کړي په کردار کې

د ګلبڼ زمزمې. (290)


غزل: انس حقـ.اني

نظر به د جانان پرېوت مدام په دېوالونو
‏موږ ځکه باید وکاندو اوس پام په دېوالونو

‏منمه چې بدن به یې ټول خاورو وي خوړلای
‏خو موږ یې لا تر اوسه وینو نام په دېوالونو

‏جلوې د خدای د فضل شي حلقې د سکون جوړې
‏موندلای نه شي ځان ته څوک ارام په دېوالونو

را لوېږي په پردیو اوږو بر ختلي خلک
‏تر څو به ځان بالا وساتي بام په دېوالونو

‏صحرا ځکه محبوبه ده چې هر سړی ورتلای شي
‏محل که ښایسته دی، دی ناکام په دېوالونو

‏کیسې د محبت به مو انسه ښاپېرۍ شي
‏لیکلې مو په وینو د باګرام په دېوالونو

د ګلبڼ زمزمې. (289)


ګرانو مینوالو!

له دې وروسته به په د ګلبڼ زمزمې کانال کې یوازې لیکلي شعرونه نه، بلکې وخت نا وخت غږیز آنلاین لنډکي ترنمونه هم درته نشروو. ستاسو له پاملرنې او ملاتړ سره به دا نوښت لا بریالی شي. مهرباني وکړئ، زموږ صفحه تعقیب او نشر کړئ ترڅو نور هم له دې ښکلي هنر څخه برخمن شي.

په درنښت،
د ګلبڼ زمزمې ټیم

زمونږ لینک!👇👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaRuZuH47XeBTAbS4o1v


غزل: محمد علیم بسمل

زه د خدای په رنګ کې رنګ يم؛ د یوې ډلې هم نه یم
که نا اشنا يم مؤمنانو! یو دې داسې هم په کې وي

د رقیب کړنې به زغمو، په مرګي مو پېرزو نه دی
دا خو ژوند دی ای يارانو! یو دې داسې هم په کې وي

ما به خدای بخښي شېخانو! خالي لاس به ځم جنت ته
خدای به وايي جنتيانو! یو دې داسې هم په کې وي

دا به هم د خدای تقدیر وي؛ چې دا کوږ لرګی سيخ نه شو
بسمل پرېږدئ ملايانو! یو دې داسې هم په کې وي

د ګلبڼ زمزمې. (288)


جهادي عمري dan repost
د جنازې خبرتیا !

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د اسلامي امـ.ـ.ـارت د ترنم ځلاند ستوري او نوموتي ترانه خوان الحاج ملا فقیر محمد دروېش مېرمن او د خوست د اطلاعات او کلتور رئیس ملا شبیر احمد عثماني خور د اجل داعي ته لبیک ووايه او وفات شوه.
جنازه یې نن، دوشنبه د ماسپښین په دوه بجې د خوست ولایت اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په دوه سرکه عیدګاه کې اداء کیږي.

ټول دوستان او ملګري دې خبر وي.

إنا لله وإنا إليه راجعون


غزل: جیلاني جلان

په لمن یې ستا لپاره پاکومه
لار له کلي نه تر ښاره پاکومه

د کور خلک مې بیا بل څه بل څه وایي
پیغامونه دې له ډاره پاکومه

درد په درد باندې له خپل وجوده باسم
دا مرداره په مرداره پاکومه

تودې اوښکې مې په مخ درتویومه
په لمدو ګلو هېنداره پاکومه

داسې وخت دې په جلان باندې رانشي
چې له زړه نه به دې یاره پاکومه

د ګلبڼ زمزمې. (287)


غزل: نظم الدین ندرت

که لازمي نۀ وه پۀ ما پورې سایه ولې بیا
وه پۀ خلل د تنهایۍ کې راسره ولې بیا

زۀ خو یې مخ ته د ولاړ ساعت پڅیر وم ولاړ
لکه لمحه راسره نۀ ایساریده ولې بیا

مونږ خو دعوه د کوم شعور پۀ ارتقاء کوله
تایدیده د عادتونو نظریه ولې بیا

رایګاني ده د شهرت، ښه نو خرڅیږي لا هم
پۀ دکانونو کې هندارې سرچپه ولې بیا

چې پۀ زوال یې د امکان یمه خبر ندرته!
پۀ هغه لار مې ځان ته ورکړله دوکه ولې بیا

د ګلبڼ زمزمې. (286)


غزل: محمد علیم بسمل

د یو بل و لاس ته لوېږي لکه خښتې
په یوه ګوزار ماتېږي لکه خښتې

د دې وخت منافقین دوه مخي نه دي
په شپږ اړخه څرګندېږي لکه خښتې

دې بې سر او پښو مخلوق ته زه حیران یم
چې په هر طرف درېږي لکه خښتې

ضمیر وژني په لوی لاس ورته ماتېږي
چې کوم قد کې نه ځایېږي لکه خښتې

نه پوهېږم سړی څه فتوا پرې ورکړي
څټ او مخ يې نه ښکارېږي لکه خښتې

د خپل ذهن او د فکر په قالب کې
خرڅېدلو ته جوړېږي له خښتې

په دنیا کې خو خام پاتې شول بسمله!
په دوزخ کې به پخېږي لکه خښتې

د ګلبڼ زمزمې. (285)


غزل: رفیق مهران

باید چې وساتي زما د زړه پروا هوا
نه دې لګیږي په تېزۍ سره په تا هوا

زما پر وړاندې د ګلونو پاڼې مه دوړوه
ما خو لیدلې د دردونو انتها هوا

په لونګين چې معطره شي نو يو ډوَل شي
دې کې شک نشته د جنت هوا او دا هوا

ما ويل خاوره دې خوږه ده راته ويې ويل
د دې وطن صفا اوبه دي او صفا هوا

بيلتانه وسومه مهران غم دې ايرې ايرې کړم
اوس يې رضا ده چې مې وړي په هره خوا هوا *

د ګلبڼ زمزمې. (284)


غزل: عبدالدیان تکل

زړه به دې نور شي نا ارامه ګیله نه وي پکار
له ځینو سترګو نه بې پامه ګیله نه وي پکار

بېرته له سره امکان نه لري چې پېل دې شي
د ژوند کیسه چې شي تمامه ګيله نه وي پکار

مونږ د سهار د لمانځه نیت تړلی خوبه صبر
په اقتدا کې له امامه ګیله نه وي پکار

له تانه مخکې دې سایه تر ما راورسېده
دومره نو مخکې له سلامه ګیله نه وي پکار

په هغه ورځ چې دېوالونه کاڼه نه وي د ښار
اول په زوره بیا له بامه ګیله نه وي پکار

تکله ښه دی څو شېبې د زړۀ د قبر عذاب
کله چې خاصه وي په عامه ګیله نه وي پکار

د ګلبڼ زمزمې. (283)


غزل: عصمت تمیم

د ژوند په لاره د ګامونو درک نه لږېده
ځکه زموږ د اوازونو درک نه لږېده

په سرو غرمو زه د غونډیو په سرو تاوېږم
ستا د نظر د سرابونو درک نه لږېده

د ډک سیګرت خمار مؤ مات کړو په وړوکې چټې
دلته نزدې د دوکانونو درک نه لږېده

یوازې ته نه یې ککړ ښکلیه په تور د مینې
پر موږ د ډېرو الزمونو درک نه لږېده

دا بې روخي د کوم حسین وه، چې چاپېر وه رانه
زما د ستړو اندامونو درک نه لږېده

د ګلبڼ زمزمې. (282)


غزل: همت کوچی

د بیلتانه د درد تأثیر به مې په سترګو کې وي
څو چې ژوندی یم ستا تصویر به مې په سترګو کې وي

ماته معلوم دی خپل قسمت د مرګ تر ورځې پورې
سخت انتظار ستړی شبګیر به مې په سترګو کې وي

ډېرې مودې کیږي چې ته مې پرې لیدلی نه یې
کیدایشي څه ناڅه تغیر به مې په سترګو کې وي

ستا له تګ وروسته به له ماسره نور هیڅ نه وي خو
چیغي،فریاد،اوښکې، او ویر به مې په سترګو کې وي

زه به په خوله دې تا په اړه چاته هیڅ نه وایم
ستا ده خوږې مینې تفسیر به مې په سترګو کې وي

هغه چې غرونه غوندې درد غزل غزل کړي هغه
هغه همت هغه شاعِر به مې په سترګو کې وي

د ګلبڼ زمزمې. (281)


غزل: پیر محمد کاروان

رایشه په زړه کې مې یو کیف و سرُور کېنوه
مسته جزیره په کې د مینې د نُور کېنوه

تکې شنې د ژوند اوبه لښتي لښتي ورتېرې کړه
روغ چې شي تر څنګ یې د نرګسو رنځور کېنوه

چیغه یې چې شنه لمبه د دار په کړۍ پورې کړي
بیا یې تماشې ته د مستانو منصور کېنوه

پرېږده د شپېلۍ په سوي غږ یې نړۍ ویښه شي
دا پښتون شپونکی هم پاس په سر کې د طور کېنوه

دوې ترلې چې خویندې او تربور هم شي په ورور بدل
زړه په زړه کې مینه د ترلې او تربور کېنوه

څاڅکي د رڼا له زرغونټاله پرې ور وشینده
ومینځه ارواوې ترې غبار د غرور کېنوه

هر څو که راغلی د کاروان پر شاعرۍ خزان
خوند یې په غزل کې د میزان د انګور کېنوه

د ګلبڼ زمزمې. (280)


غزل: رفیق څارګر

ملامتي خو زما نه ده د هغې بې وسي
ما د هوا په وخت لیدلې د ډیوې بې وسي

ما دې د ټولو بې باکیو سره خدای ووهي
که به ګنا رامعلومیږي د توبې بې وسي

چا يې که خوب لیدلی هم و سر ته نه رسیده
دنیا د جبر په تبۍ شوه د ننې بې وسي

زمونږ د ژوند غوند ې کوتا یې خلک نه سنجوي
اوژده یې مه کړې لکه څه د آینې بې وسي

څارګره بیا به د چا وار ته سړی غاړه ورکړي
نه وه د عمر پاچاهي د یوې شیبې بې وسي

د ګلبڼ زمزمې. (279)


غزل: جانان خدرخېل

داسې په مات زړه، داسې په نیم زړه
خدایه څه وکړم، په دې يتيم زړه

په امتحان دې، څومره محکم کړ
هغه حلیم زړه، د ابراهیم زړه

در جاروو مې او درلېږه مې
خو تللی نه شي؛ لکه نسیم زړه

نه چا پسې شو او نه چا واخیست
نه مستقیم شو او نه تقسیم زړه

نور نو څه وکړي، ستا غلامۍ کې
ته خو يې وینې، زما تسلیم زړه

له دې بې مینې، خلکو "جانانه"
چېرته به وړمه، زه دا صمیم زړه

د ګلبڼ زمزمې. (278)


غزل: عبدالمنان اورښت

څنگه ناراضاوې مې د زړه په رضا وکړې
ستا په بورجلونو کې مې شپې په بيديا وکړې

فکر دې دی؟ څومره ډېر مخونه مو بدل کړل
څومره يارانې مو د يارۍ په ريا وکړې

ودې تخنول د ټول محفل لويدلي زړونه
گله دا څه چارې دې په نيمه موسکا وکړې

نه وای که نړۍ د ماديت خواره غريبه
ولې يې زما له کنډرونو نه غلا وکړې

خلکو زنده‌گي له سوداييو پټوله
موږه لېونو پکې يوازې سودا وکړې

وخت به مسخره د نن سبا په خلکو وکړي
خېر که نن سبا يې مسخرې په وفا وکړې

ما درته له نازه وې چې کوکې به دې باسم
تا د لېونو غوندې اورښته رښتيا وکړې

د ګلبڼ زمزمې. (277)


غزل: قاري عبدالستار سعید

له ډېرو سرابونو نه سېرابه څنګه يې
د سوي د ستومانه زړګي تابه څنګه یې

د ښار له ټيټو ټيټو دیوالونو نه پناه
د هسکو اسمانڅکو غرو عقابه څنګه یې

سپېره ښکارې کوم چا لکه چې کم درته کتلي
د کلي د خټين جومات محرابه څنګه یې

د اوښکو، د خولو او د سرو وينو په قيمت
چې پاته شوې، زموږ په تندي آبه څنګه يې

نه ته شولې ستومانه نه دې مونږه کړلو مات
د عمر همسفره انقلابه څنګه یې

سعيده د نجات له ساحل یو آواز لا غواړي
توپانه څه دې حال دی او ګردابه څنګه يې

د ګلبڼ زمزمې. (276)


غزل: هاشم ذاکر

موږ په لمر پسې روان وو موږ سپېدې پیدا کولې.
موږ د تورې شپې په زړه کې آیینې پیداکولې.

خلګو ځکه ملامت کړم زه چې ستا سترګو ته ځیر وم.
یاره ما په کې د مینې علامې پیدا کولې.

د ماښام په سیاهي کې د دې پورې غره لمن کې.
چې شپېلۍ مې غږوله ما نغمې پیدا کولې.

لیونی وم په لټون د شاپېریو پسې تلمه.
هغوی وې په کوه قاف کې ما دلې پیدا کولې.

اوس ذاکره په یوه جام او پیاله کې نه ځایېږي.
ما چې اوښکو ته د لپو پیمانې پیدا کولې.

د ګلبڼ زمزمې. (275)

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.