د یرموک درې زخميان صحابه کرام
حبیب بن ثابت (رضی الله عنه) وايي:
د یرموک په جنګ کې درې صحابه، حارث بن هشام، عکرمه بن ابو جهل او عیاش بن ابی ربیعه "رضی الله تعالی عنهم" له سخت جنګ کولو وروسته زخمیان شول او په ځمکه را پریوتل، هر یوه یې د اوبو غوښتنه کوله، یو صحابي په منډه اوبه ور وړې او لومړی یې حارث بن هشام ته ونیولې، هغه چې عکرمه ته وکتل صحابي ته یې وویل: هغه ته يې ور وړه، هغه په منډه عکرمه ته جام وروړ؛ خو عکرمه چې وکتل حضرت عیاش یې څنګ ته پروت دی او د اوبو جام ته راګوري؛ نو صحابي ته یې وویل: هغه ته یې وروړه، صحابي چې تر څو عیاش ته ورتللو هغه سا ورکړې وه، بیرته چې عکرمه او حارث ته راوګرځيده هغوی هم روحونه سپارلي وو
(رضی الله تعالی عنهم اجمعين).
مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې.
منقول