یوه ورځ یو کافر راغی او ابراهیم علیه السلام یې په څپېړه وواهه، ابراهیم علیه السلام ورته وویل:
زما د اللّٰه ﷻ سره وعده ده چې کله هغه ماته قدرت راکړي، نو زه به د خپلې څپېړې غچ درڅخه اخلم.
په دې وخت کې خلکو دې کافر ته وویل:
تاخو د اللّٰه ﷻ پیغمبر وواهه، اللّٰه ﷻ به درباندي په
قهر شي.
نو دا کافر سمدستي د ابراهیم علیه السلام کور ته ورغی، خپل سر یې د ابراهیم علیه السلام پښو ته
ټیټ کړ او ويې ویل: ما ډېر بد کار کړی دی، اوس
چې ته هر څه راسره کوې زه حاضر یم.
ابراهیم علیه السلام ورته بښنه وکړه.
په دې وخت کې اللّٰه ﷻ جبرئل علیه السلام ته وویل:
ورشه او ابراهیم علیه السلام ته ووایه چې اللّٰه ﷻ وایي:
تا خو له ما سره وعده کړې وه چې کله اللّٰه ﷻ ماته قدرت راکړي، نو زه به خپل غچ اخلم، ما خو د هغه
کافر سر ستا په پښو کې ټیټ کړ، نو ولې دې ورته څه ونه ویل ؟
ابراهیم علیه السلام ورته وویل:
اې د کائناتو مالکه! دا کافر د عذر لپاره زما کور ته
راغی، نو ځکه مې ورته بښه وکړه.
د ابراهیم علیه السلام دا خبره د اللّٰه ﷻ ډېره خوښه شوه، اللّٰه ﷻ ابراهیم علیه السلام ته وویل:
ته هم ماته د ځمکې په سر کور جوړ کړه، چې کله زما بندګان ډېر ګناهونه وکړي او زما کورته راشي، نو زه به یې داسې وبښم لکه هېڅ ګناه چې یې نه وي کړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
https://x.com/Haqparast313313?t=fQ_zVDGtln3OEEeCXIK2JQ&s=35