دزړه درد😭
بیګاه دیارتصویر ته مۍ له ځان سره ژړل
دهوښکـو امېلو می له ګریوان ســره ژړل
زړګی مۍ دی چودلې داشنا په فراقت کې
دغم ماتم په ټال کی مۍ ارمان سره ژړل
راپاته دی سنګر دی تورټوپک او مدرسـه
اخ زړه مۍ ناقرارستاله حجران سره ژړل
نیم لوستې کتابونه دی راپاته سول شهیده
ترســــهاره می ستا ده غم درمان سـره ژړل
که ســــــوله ازادی ده لاهم زړونه ناقرار دی
ایتیم بچی له خپل پلارقبرستان ســره ژړل
چنارچنارځوانې دی له پاک دینه صدقه کړه
ملګرودی حجـره کې له چشمان ســــــره ژدل
دعلم ډیوی مړی شوی راحصار تورماتمونه
ګلاب دی که نرګیس دی هرغوان ســــره ژړل
پرزړه زخمی زخمی دبیلتانه په فراق سوځی
نادرانګارغازۍ له خپل داستان ســـره ژړل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شاعر محمدنادرانګارغازۍ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
https://t.me/Gfhghghhjhg999