د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت مستند اسناد او کره شواهد په لاس کې لري، چې داعشي خوارج بلوچستان او د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې فعالیت لري او له هغه ځایه تخریبي فعالیتونه ترسره کوي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمدالله فطرت رسنیو ته په استول شوي غږیز کلپ کې ويلي، داسې شواهد هم شته کې د داعشي خوارج د پاکستان حکومت په اجازه د دوی تر چتر لاندې فعالیت کوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان کې هیڅ وسله واله ډله شتون نه لري او نه هم د فعالیت اجازه ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د دفاع وزیر یو ځل بیا تور پورې کړی، چې د ټي ټي پي په ګډون ځیني ډلې د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي هغه ادعا چې اسلامي امارت په وار وار رد کړې.
#حریت_راډيو
ویب سایټ لېنک: https://hurriyat.net