حقاني: افغانستان اوس متحد دی
حاجی شريف : د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان اوس مدغم شوی دی.
خلیفه حقاني دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د سنبلې ۱۴ مه د کابل ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند د یوه جومات د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې د هېواد د خلکو ترمنځ رامنځته شوي یووالي ته زیان ورسوي.
هغه د هر ډول لانجې پر نه کولو د ټینګار په ترڅ کې زیاته کړه چې هېواد یې له څو کلنو جګړو او ستونزو وروسته اوس متحد دی.
حقاني په ۱۱مه حوزه کې د اسلامي امارت له ځواکونو وغوښتل چې له خلکو سره ښه تعامل پیل کړي.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅
https://t.me/NDGNN