د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته روزنيز سمينار پيل شو
یکشنبه( ۱۸ درجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په مرکز کابل کې د اسلامي امارت د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته څلور ورځنی روزنيز سمينار پيل شو.
د ياد روزنيز سمينار د پيل په مراسمو کې د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي صاحب، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال، د وزارتونو، مستقلو او مرکزي ادارو ویاندویانو برخه اخستې وه.
د سمينار د پرانستې او ښه راغلاست وينا اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال وکړه او ويې ويل: د رياست الوزرا عالي مقام له حکم سره سم په هرو دريو مياشتو کې له ویاندویانو سره د همږغۍ غونډه جوړېږي، دا ښوونيز سمينار به څلور ورځې دوام وکړي، چې هره ورځ به د مختلفو استاذانو له لوري د وياندويۍ او رسنيزې برخې اړوند دوه درسونه او د يو لوړپوړي مسؤل له لوري د پاليسۍ اړوند وينا کېږي.
همدا راز د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي صاحب د سمينار ګډونوالو ته وينا وکړه او ويې ويل: مطبوعاتي برخه په نظام کې ډېره مهمه برخه ده د نظام کاري ژمنتيا، تعهد، فعاليتونه او لاسته راوړنې د ویاندویانو په واسطه تر ولسونو رسېږي، اسلامي امارت د ډېرو محدوديتونو سره هم په تېرو شاوخوا دريو کلونو کې سترې لاسته راوړنې لري، چې تر خلکو رسول يې زمونږ او ستاسې مسؤليت دی.
ښاغلي مهاجر فراهي زياته کړه؛ د هرې ادارې وياند بايد د خپلې اړوندې ادارې او فعالیتونو په اړه مکمل معلومات ولري، هر وياند بايد د خپلې اړونده ادارې معلومات رسنيز کړي، دقت او سرعت بايد په نظر کې ونيسي او له رسنيو او خبريالانو سره صمیمانه