Фильтр публикаций


کله چې د فتوحاتو وروسته په لومړیو وختونو کې د ننګرهار ښار او شااوخوا سیمې یو ځل بیا نا ارامه او خوارجو پکې ځیني تحرکات پیل کړل نو بیا هم د اسلامي امارت مشرتابه محترم ملا محمد داؤد مزمل ددې فتنې د کنټرول لپاره ننګرهار ته د والي په توګه ولیږی چې الحمدلله په ډېره لږه موده کې یې د خوارجو ټول فعالیتونه صفر ته راټیټ کړل، او وروسته یې د بلخ ولایت د والي توګه مقرر کړ.

شهید ملا محمد داؤد مزمل تقواداره، پاک نفسه، متدین، متواضع او ویښ انسان وو، د هغه یواځینۍ هدف او آرزو د الله تعالی پر ځمکه د الله د نظام قائمول وو، او په دې لاره کې یې هر راز ستونزي او مشکلات تحمل کول او زغمل.

موږ بشپړ یقین او باور لرو کومه لار او مسیر چې مزمل شهید پرې روان وو او شپه او ورځ یې ددې لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کول، همدا حق او رشتینی مسیر دی او په دې لاره کې اېثار او قربانې په دنیا کې د عزت او سرلوړی او په آخرت کې د تل پاتې سعادت او فلاح موجب ګرځي.

د الله تعالی په لار کې یې سپېڅلی شهادت د ژوند ټاپ هدف وو چې بالآخره دې هدف ته ورسید او په ١٤٤٤/٨/١٦/ هجري قمري چې د ١٤٠١/ لمریز کال د حوت د میاشتې د ١٨ نېټې سره سمون خوري په یوه برید کې په شهادت ورسید.

روح یې ښاد او یادونه یې تاند


*یو لوی سړی وکوچېد*

*شهید ملامحمّد داود مزمل ,تقبله الله,*

*مهاجر فراهي*



اخلاص، صداقت، اسلامي نظام ته ژمنتیا او د هیواد سره بې کچه مینه دده د ژوند بارز صفتونه وو، د خارجې اشغالګرو سره یې د جګړو په ډګر کې قوي هوډ او فولادي عزم لاره.

د خوارجو او فتنګرو په وړاندي یې جګړه بهترین عبادت باله ماته یې په ځلونو ویلې وه چې: د خارجې یرغلګرو سره په ډېرو جګړو کې مخامخ شوی یم، خو زه تل خپل خدای ته هغه جګړه چې د خوارجو سره مي د هلمند په یوه سیمه کې کړې واسطه ګرځوم.

هغه د مدرسې یو پاک زړی طالب العلم وو، د کندهار په مرکزې جهادي مدرسه کې زما د کافیې تکرار ته کښېناستلو، کله چې د میزان پر ١٥/ کال ١٣٨٠/ لمریز کې امریکایې یرغلګرو زموږ پر ګران هیواد افغانستان یرغل وکړ، دی هم په شمال کې موجود وو او زموږ سره یو ځای په زخمې حالت کې د شبرغان په زندان کې بندي وو. شهید ملا محمد داؤد مزمل در یادوم.

هوکې ! مزمل شهید چې اصلاً د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د نورزو د کلې استوګن او په لمریزکال ١٣٥٨ کې زیږیدلی وو، یو جامع الکمالات انسان وو هغه د جګړې د ډګر یو پیاوړی او په نظامي تاکتیکونو پوه جنرال وو تابه فکر کاوه چې د کوم نړیوال حربې پوهنتون نه یې په لوړو نمرو دوکتورا اخیستلې.

کله چې د امریکایې یرغلګرو په خلاف جهادي خوځښتونه پیل شوه شهید مزمل هم د هغو لومړنیو کسانو نه وو چې برخه یې پکې واخیستل او هغه د خپل جګړه یېز مهارت، زړه ورتیا او فوق العاده خدای ورکړي استعداد له برکته د مجاهدینو تر منځ ډېر ژر مشهور شو.

شهید مزمل مي بیا ځلې کال ١٣٨٦ لمریز کې هغه وخت ولید چې ګرشک ولسوالۍ کې د ده آدم خان او زمبلې په سیمو کې مجاهدینو د دښمن سره جنګې کرښې ساتلې.

ملا محمد داؤد مزمل چې کله د فراه ولایت لپاره والي وو په دې موده کې داسلامي امارت مجاهدینو ډېر پرمختګونه وکړل، آن یو وار خو د فراه د ښار ځینې برخې د مجاهدینو تر ولکه لاندي راغلې.

همداشان کله چې د هلمند ولایت لپاره مرستیال وو په بیلابېلو سیمو کې یې پر دښمن کړۍ راتنګې کړلې، د ده ځانګړتیا داوه چې شخصا خپله به یې په عملیاتو کې برخه اخیستل تر دې چې په ډېرو جګړو او تهاجمې عملیاتو کې به تر نورو وړاندي روان وو.

هغه وخت چې د امریکایانو او کابل ادارې په شتون کې د ننګرهار ولایت ډېری ولسوالۍ دداعشې خوارجو لاسته ولوېدلې د اسلامي امارت مشرتابه ددې فتنې د کابو کولو لپاره ننګرهار ته ولیږه چې شهید مزمل هم په ډېر ښه ډول او بیخې کمو تلفاتو په ورکولو ددې فتنې رېښې وچې کړلې.

کله چې د ننګرهار د جګړو نه دی راستون سوی وو ما د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې ولید او ددې جګړو په اړه یې حیرانوونکې کیسې راته وکړلې یوه عجېبه خبره یې داوه چې راته کړل یې: خوارج ډېر وحشیان او د انسانیت له پولو اوښتې خلک وه ځکه کومو سیمو ته چې دوی راغلې وه حتا حیواناتو لکه (سپي او پیشوګان هم له هغو ځایو نه تللي وه او کله چې موږ ورغلو او فتنه ګر مو له سیمې وشړل نو دا حیوانات هم راپیداکېدل او راتلل.

مزمل شهید ته الله تعالی ښه حافظه او اېمانې فراست ورکړی وو، هغه د اسلامي امارت اصولو او اقدارو ته ډېر زیات وفادار وو، د خپلو امیرانو بشپړ اطاعت یې کاوه.

که څه هم نوموړی شهید تر ډېره په نظامي چارو کې بوخت وو خو بیا به یې هم هڅه داوه چې په یو نه یو ډول د درسونو او علمې برخې سره هم ښکېل پاتې وي.

ملا محمد داؤد شهید په ډېرو ستونزمنو او مشکلو حالاتو کې په هیواد کې اوسیدلو ته ترجیح ورکول، یو وخت کې ټول هلمند د امریکایې او انګلیسې یرغلګرو تر پوره پوښښ لاندي وو، شپنۍ چاپې او بمبارونه روان وه خو بیا هم د دې ټولو کړاوونو سره سره دی همالته اوسیدی.

شهید مزمل د یوې ورځي وضعیت راته داسي انځور کړ:

یو وخت په هلمند کې د دښمن له لورې هوایې عملیات او د ډرون الوتکو بریدونه ډېر زیات شول، یوه ورځ درې څلور نور ملګري هم راسره وه، فضا هم سخته خرابه وه، دوی ته مي وویل ددې ځای نه به ولاړ سو زه او یو بل ملګری پر یوه طرف پر پښو روان شوو، د سترګې تر کونج مي پاس اسمان ته وکتل چې په ډېر لنډ واټن کې درې ډرون (بې پیلوټه) تاوېدلې، پر دې مي یقین سو چې حتما به اوس برید راباندي کوي نو هغه د څنګ ملګري ته مي وویل تاسو ته هم اجازه ده زه یواځي هغه فلان ځای ته ځم.

ملګری مي ځکه رخصت کړ ځکه دامي یقین سو چې حتما به ډرون الوتکه واری ( ټک ) راباندي کړي سړې زه خو د دښمن د لوري کشف شوی یم نو دا بل ملګری ولي په مرګ ورکړم نو ځکه مي رخصت کړ.

د مزمل شهید بله ځانګړنه داوه چې کله به مجاهدین ملګري ورسره وه، د شپنیو چاپو خطره او وېره به موجوده وه او ده سره به څلور پنځه ملګري ورسره وه نو ده به هم د ملګرو سره حتما خپل نوم په پیره کې ولیکی.


*د جنرال عبدالرازق د وحشتونو مستند داستان*

*مهاجرفراهي*


کال ١٣٥٨/ لمریز د کندهار ولایت اړوند بولدک ولسوالۍ د کونچي کلي د محمدخان په کاله کې یو ماشوم دنیا ته سترګې وغړولې، د کلي ملاصاب یې په غوږ کې اذان وکړ، نوم یې عبدالرازق ورته کښېښود.

هغه وخت هیواد ته روسان راغلل، افغان ولس په یوه ږغ ورسره جهاد شروع کړ، ١٣٦٧/ لمریز کال کې روسان له هیواد نه په ګونډو سول، د دوی له تېښتي څخه څلور کاله وروسته د کمونیستانو رژیم هم سقوط وکړ.

ددې پرځای چې جهادي رهبران لاسونه سره ورکړي او یو قوي، مرکزي، واحد او د شهیدانو د ارمانونو ممثل نظام رامنځته کړي، بدبختانه پخپلو کې سره ونښتل د جهادي ګوندونو ترمنځ جګړې پیل سوې، په لویو لارو کې پاټکونه او ځنځیرونه واچول سول، د هېچا مال، ناموس او ځان خوندي نه وو.

د نور هیواد په څېر د کندهار ښار او اطراف هم د قومندانانو تر منځ وېشل شوي وو، ملوک الطوائفي او ټوپکسالاري حاکمه وه.
په هیواد کې روان حالات مؤمنو هیواد والو ته هيڅ د زغملو او تحمل وړ نه وو. هماغه وو د الله تعالی یو مخلص بنده، د حجرې یو طالب ملا محمدعمر اخوند راپاڅېد او یو څو تش لاسي نور ځوانان هم ورسره مله سول.
په لنډ وخت کې یې د کندهار ولایت ډېري سیمي ولکه کړې، ډېری قومندانان د خبرو له لاري اماده سول او خپل اسلحې یې تسلیم کړي. د کندهار بولدک پر لویې لاري هم ګڼي پوستې پرتې وې، یوه پکې د منصور په نوم د یوه ظالم قومندان وه چې مجاهدینو ته یې له تسلیمېدا نه ډډه وکړه، کله چې طالبان ورته راورسېدل دوی د رېګ خواته د تېښتي هڅه وکړل، مجاهدینو تعقیب کړل او ویې نیول.
منصور  یې دده د شومو اعمالو او ظلمونو له کبله چارماري کړ د منصور سره په موټر کې یو زلموټی هم وو چې لا یې د ژوند اتلس کلونه نه وه پوره کړي، هغه یې خوشي کړ، هو دا زلموټی عبدالرازق نومېده.

څه وخت وروسته دا زلموټی په بولدک کې د سعدالدین میرګي سره پر باوړۍ مزدور سو، څه موده وروسته یې د وېش باډر پر دروازه لغړیتوب کاوه، څه وخت بعد د یو بل کس سره شریک سو په ګډه یې د موټرانو د ماشینانو (انجنو) کار شروع کړ له وېش څخه یې چمن او له هغه ځایه یې کوټي ته ماشینونه لیږدول.

د خدای تعالی کارونه دي وختونه تیریدل، امریکا راپیداسوه پر افغانستان یې هوايې یرغل پیل کړ، د ځمکي له لاري هم ګڼ شمېر اجیر افغانان د امریکایې نیواکګرو په بدرګه او ملاتړ د پاکستان د ګلستان، چمن او نورو سیمو څخه د ګل اغا په مشرۍ د هیواد مرزونو ته داخل سول. په دې ډله کې یو په تنه نسبتا جګ، په بدن ډنګر او توربخن ځوان چې ٢٢ کلن وو، هم ملګري وو.

دوه ویشت کلن عبدالرازق خپله لومړنۍ دنده په سرحدي پولیسو کې د یوې پوستې د قومندان په توګه پیل کړه، وروسته د کندهار د سرحدي پولیسو قومندان وټاکل سو.

په دې موده کې یې په بولدک کې د مجاهدینو سره سختي جګړې وکړي، په سلګونو خلک یې د طالب په تور زنداني او په شهادت ورسول. کله چې د حمل پر ٢٦ کال ١٣٩٠/ لمریز کې د کندهار امنیه قومندان خان محمد د یوه استشهادي برید په نتېجه کې ووژل سو، عبدالرازق یې پرځای و ټاکل سو.

مل پاسوال عبدالرازق په دې موده کې د مجاهدینو په وړاندي دده د سخت دریځ، ظلم او وژنو لامله خورا مشهور سو تردې چې د ولسي جرګې د غړو لخوا ورته د زړه ور جنرال لقب ورکول سو.

جنرال د امریکایانو تر سترګو لاندي ځانته شخصي زندانونه لرل، د ښار د حوزو او ولسوالیو قومندانانو یې خپل مرکزونه د انسانانو قصابۍ جوړي کړي وي.
په دې موده کې د لوی کندهار زرګونه وګړي شکنجه، زندانیان او شهیدان کړل سول، د یوه تخمین له مخي درې زره اووه سوه کسان تري تم دي چې خپلوانو یې جنازې او جسدونه نه دي ترلاسه کړي او یا نه دي پیژندل سوي.

د میزان میاشتي اووه ویشتمه کال ١٣٩٧/ د شنبې ورځ د کندهار ولایت په مقام کې د امریکایې ځواکونو د عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر او کندهار ولایتي چارواکو ترمنځ غونډه وه، د امریکایې پلاوي د رخصتېدا په مهال یو افغان سرتیري خپل د ماشین نونی راواړوه لومړی یې جنرال عبدالرازق و واژه او بیایې د ماشین ججوری پر نورو کسانو تش کړ چې پکې د ملي امنیت رئیس جنرال مؤمن او یو بل خبریال هم ووژل سو، همداشان  د کندهار والي او په جنوب لویدیځ کې دامریکایې قواوو قومندان جنرال جفري اسمیلي ژوبل سوه.

جنرال عبدالرازق د نه دېرشو کالو په عمر و مړ او تر شایې درې میرمني او دیارلس اولادونه پرېښودل.

د کتاب په راتلونکو پاڼو کې به هڅه وکړم چې تاسو ته د جنرال عبدالرازق د کړنو، ظلمونو، وژنو، شخصي زندانونو او دده د ژوند  سره د بیلابېلو تړلو موضوعاتو اړوند کره، مستند، پر حقائقو او واقعیتونو ولاړ معلومات شریک کړم تر څو زموږ اینده نسلونه د یوه قاتل، ظالم، اجیر، غلام، د پردیو د لاسپوڅي او ازاد، خپلواک، حقیقي او اتل افغان ترمنځ تفاوت وکولای سي.


*جهادي خاطرې*

*د لړمانو مېنه*

*مهاجر فراهي*


١٣٩٤/٥/٢٠/ لمریز کال


دا سپېرې،خړي پړي او کنډواله ودانۍ چې وینی فکر به وکړئ چې ګواکي کلونه  ادمزاد استوګنه پکې نه ده کړي او نه به هم د اوسېدا لپاره جوګه وي
خو زه به یې په اړه لږ وضاحت درته وړاندي کړم.
۱۳۹۷/ لمریز کال د روان اشغال په وړاندي د جهادي خوځښت مهم پړاو وو، د اسلامي امارت او امریکا تر منځ په دوحه کې خبري اتري شروع وي دلته په هیواد کې دننه توده جګړه روانه وه دښمن د دې لپاره چې زموږ پر مذاکراتي ټیم فشار وارد کړي له هیڅ راز وحشت نه یې ډډه نه کول شپنۍ چاپې،بمبار او د ډرون هدفي ګوزارونه ورځنی معمول او عادي چاره ګرځیدلي وه.
   فراه ولایت هم د نور هیواد په څېر د یوه قوي او مستحکم مورچل په حیث د دښمن په وړاندي په پیاوړي هوډ ولاړ وو.

داچې کابو ټوله سیمه د مجاهدینو تر بشپړ واک او تسلط لاندي وه نو امریکایې غلیم تر ډېره چارې د هوا له لاري څارلې کرۍ ورځ به بنګنې(ډرون الوتکې) په تشیال کې بنګېدلې چې بیابه شپنۍ چاپې او بمبارونه هم ترسره کېدل.
داچې زموږ د سیمې ابادي تیت او پرک او ګڼه ګوڼه یې کمه وه نو د ډرون الوتکو نه ځان او خپل مراکز پټ ساتل هم ستونزمنه چاره وه مجاهدین به تر ډېره د ولسي وګړو په کوټو (میلمستونونو) کې اوسیدل او وخت په وخت به یې خپل ځایونو ته تغیر ورکاوه په لومړي ځل موږ د فراه رود ولسوالۍ د تودنک په کلي کې په ١٣٩٤/٥/٢٠/ لمریز کال کې مرکز (اتاق) فعاله کړ په دې معنا چې د استوګنې ځای مو مشخص وو، خوب او خوراک به مو پر یوه ځای کاوه.
منظمه پیره او ګزمه مو لرل ولسي خلک هم دې چاري ته خوښ برېښيدل او زموږ سره به یې تر وسه مالي کومکونه کول وروسته نورو مجاهدینو هم همدا کار وکړ.
خو کله چې د قطر هیواد په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت او امریکایې لوري ترمنځ د سولي مذاکرات پیل شول نو ورسره د دښمن شپنیو چاپو، ډرون بریدونو او بمبارونو زور واخیست. یو ځلي دښمن زر ساعته هوایې عملیات اعلان کړل چې په ګڼو ساحو کې یې درانده بمبارونه وکړل د خلکو استوګنځایونه، مدرسې او مساجد یې په ډېر قساوت سره وران کړل.
د اشغالګرو جټ او ډرون الوتکو به په یوځل څو ځایونه په نښه کول بمبار به اکثر وخت ماځیګر او ماښام مهال کېده کله چې به بمبار شروع سو په کلي کې به د ماشومانو او ښځمنو یوه واویلا خپره سوه هرچا به پر خپل مخ ځغستل شروع کړل.
کله چې به زيړی ماځیګر شو مجاهدین به د شپه تېر لپاره د ځای موندنې په لټه او فکر کې شول اکثر به د کلې نه د دښتو په لور د شپه تېر لپاره تلل.

ما شخصاً تر ډېره هڅه کول چې داخل په کلي کې پاتې اوسم ځکه ګټه يې داوه که خدای مکړه کومه چاپه وهلې کيږي نو تر یو حده د دښمن سره د جګړې شونتيا وي.
موږ به تر ډېره بريده هڅه کول چې کله به حالات ترینګلي وه د چاپې خطر به وو او یابه ډرون تاوېدل داسي یو خوندي پټنځای او د شپه تېر ځای ولرو چې د خلکو له نظرونو وتلی او چپ وي د فراه رود ولسوالۍ اړوند د تودنک د لويې کوڅې څنګ ته یوه بله تنګه او فرعی کوڅه هم وه چې د خلکو تګ راتګ پکې لږ وو، دلته د صادق مولوي صاحب کور هم وو (مولوی امام الدین صادق چې اوسمهال د هرات الفاروق قول اردو عمومي مالي مسؤل دی او صادق صاحب ډېر کلونه د فراه لپاره د فرهنګي کمیسیون مطبوعاتي مسؤل او همداشان د غرب زون د حلقې مالي وو. (یو شی چې باید د صادق په اړه یې درته اضافه کړم دادی چې نوموړي له الف نه تر یا پوري ټول سبقونه له ما څخه ویلي وه ).

د کوڅې شمالې پلو دده اتاق وو، لویه مخابره د ارتباطاتو د تامین لپاره پکې اېښې وه او اکثر وخت به مشران مسؤلین همدلته راتلل او د مجاهدینو سره یې مجالس کول.
د ده د ځای مخامخ یو بل وړکی کور وو چې زموږ ملګرو به ترې استفاده کول.

دې وړکې سرای دوې خونې، تشناب او کوچنی غولی (صحن) لاره د ورځې به سرای ته قلف اچول شوی وو چې خلک فکر وکړي چې ګواکې سرای خالي او څوک پکې نه اوسیږي.
په هر حال د صادق مولوی صاحب ځای هم تر ډېره د مسؤلینو د تګ راتګ ځای وو او د فراه له والیانو هر یوه مولوي حزب الله افغان، شهید ملا محمد داؤد مزمل،ملا محمد نعیم (حاجي صاحب ګل محمد) او د حلقې له مسؤل حاجي فیض الله اکا نه واخله بیا تر نورو هیئتونو پوري همدلته راتلل.
زما او د صادق تر منځ ددې ځای مستعار نوم د لړمانو ځای وو، رشتیا هم دا یوې بشپړي کنډوالې ته ورته ځای او لړمان به هم پکې ډېر وه.

واقعا دا مېنه چې یوې بشپړې کنډوالې ته ورته وه، خو زموږ لپاره به دومره زیات سکون پکې وو چې ما شخصا په کوم مجلل قصر او ماڼۍ کې نه دی حس کړی.
د جهاد د شپو ژوند که څه هم له فیزیکې پلوه ستړی او ستونزمن وو، خو له روحې او روانې اړخه خورا مطمئن او آرام وو، فکر نه کوم زموږ په لنډکې ژوند کې به هماغه ډول سکون او خوښي د بیا لپاره وګورو.
الله تعالی دي د مجاهدینو ستړیاوي او ستومانۍ په خپل عالي دربار کې قبول وګرځوي. آمین یارب العالمین


امریکایې لوری د یو قوي سیاسي او نظامي ایئتلاف د جوړولو په لټه کې وو، همدا شان یې خپلو الوتک وړونکو بیړو ته د جګړې لپاره د فارس خلیج خواته د خوځېدا امر کړی وو.
امریکا وتوانېدل په ډېره کمه موده کې زموږ په خلاف د جګړې لپاره یو لوی اتحاد جوړ کړي، چې په دې برخه کې یې د پاکستان د هوایې او ځمکنې حریم اجازه هم تر لاسه کړي وه.

*نوربیا*


*--- د شمال غمېزه ---*

*مهاجر فراهي*

١٣٨٠/٧/١٥/ لمریز کال

ما نه غوښتل په دې اړه څه ولیکم، حتا ډېر کلونه د دې ټول داستان په هکله خاموش پاتې وم، فکر مي کاوه چې د داسي موضوعاتو څېړل او د دې جنایاتو بربنډول د افغانانو ترمنځ د دښمنیو او غچ اخیستلو لړیو ته لا دوام ورکوي.
خو د ډېر ځنډ او فکر کولو وروسته دې پایلې ته ورسېدم چې دا حقایق باید وسپړل سي، ولیکل سي او د تاریخ حافظې ته په امانت شکل د تل لپاره وسپارل سي.

هغه معلومات چې تاسو ته په دې کتاب کې وړاندي کیږي ټول کره، سم، له مبالغې څخه خلاص، دقیق، پر واقعیت بنا او له هر راز سمتي، ژبنې او منطقوي تعصب نه پاک دي.

زه د یوه مسلمان په توګه دروغ او له حقیقت نه لیري موضوعات خپرول او تر خلکو رسول لویه ګناه بولم، د ګران محبوب صلی الله علیه وسلم هغه حدیث باندي چې وایې: کفی بالمرء کذبا ان یحدث بکل ما سمع (ژباړه: یو چاته دومره دروغ بس دي، چې د هر اورېدلي شي کېسه وکړي)
بشپړ باور او پوره عقیده لرم.

زه شخصا په کتاب کې د راوړل شوو ډېرو پېښو عینې شاهد پاتې شوی یم او نورې پېښي بیا د هغه ملګرو نقل قول دي چې دوی هم عملا هلته موجود او د سر په سترګو یې دا هرڅه لیدلي.
زه به هڅه وکړم چې لومړی هغه موارد راوړم چې د امریکایې ټلوالي د بمباریو د شروع وروسته په شمال کې د اسلامي امارت مسؤلینو او قومندانانو د خپلو مجاهدینو او افرادو د ژغورلو لپاره څه وکړل؟، د جنګ سالار دوستم سره یې څه ډول تړون وکړ؟، هغه کوم عوامل وه چې دوی ددې راز تړون د لاسلیکولو لپاره اماده شوه او بالآخره د اسیرانو د انتقال د پروسې، پر دوی باندي د شوو ظلمونو تفصیل او بیا د ژوندي پاتو کسانو د را خوشې کېدلو بهیر، زه به ددې پورته ذکر شوو مواردو په اړه په پوره تفصیل ستاسو په اختیار کې معلومات کښېږدم.

درنو لوستونکو!

کله چې د امریکا پر غبرګو سوداګریزو اسمان څکو برجونو د الوتکو په مټ برېدونه وشول او پکې شا او خوا درې زره امریکایې وګړي ووژل شوه، هغه ماښام زه د بلخ ولایت د دولت اباد په ولسوالۍ کې وم، هغه مهال موږ د کندهار د مرکزي جهادي مدرسې څو تنه طالبان دې ولسوالۍ ته رالیږل شوي وو.
ولسوالۍ کې زما او د ملګرو زړه تنګ سوی وو، د شمال د تنظیمه رئیس او د بلخ د والي ملا نورالله نوري څخه مو اجازه غوښتې وه چې موږ نور په ولسوالۍ کې خدمت کول نه غواړو.

همدا ډول مو د جهادي مدرسې د مهتمم او د جهادي ډلګیو د مسؤل شهید قاري صاحب فیض محمد فیاض سره خبره شریکه کړي وه او هغه هم موافقه راسره کړي وه.
والي صاحب ملا نور الله نوري راته وعده راکړي وه چې تاسو تر هغو ولسوالۍ کې اوسئ تر څو بل ولسوال درته لیږو، موږ هم د بل کس راتلو ته انتظار کاوه چې دا پېښه رامنځته شوه.
د ګوتو په شمېر ورځي وروسته د دولت اباد ولسوالۍ بل مسؤل راولیږل سو او موږ خپل کډه ترې رابار کړه.

موږ د بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز او تخار څخه راتېر سوو او مخامخ د خواجه غار ولسوالۍ اړوند هزار باغ سیمي ته راغلو چې دلته د شمالي ټلوالې د ټوپکیانو سره د جګړې لومړۍ کرښه پرته وه او همدلته د جهادي مدرسې د طالبانو اکثر ډلګۍ د قاري صاحب فیض محمد فیاض په مشرۍ مېشت وې.

همدلته مو واړول، ما به همېشه د ځانه سره یوه وړه جیبې راډیو ګرځول او په خورا لیوالتیا او دقت به مي ورځني خبرونه او پېښي څارلې دامي د ډېر ماشومتوبه عادت ګرځیدلی وو، هاغه مهال د دنیا د حالاتو څخه د خبریدلو یواځنۍ لار چې موږ ورته لاسرسی در لود همدا راډیو وه چې اکثر به مو پکې د بي، بي، سي او امریکا ږغ خبرونه اورېدل.

د نیو یارک د چاودنو سمدستي وروسته د پړې ګوته القاعدې ته ونیول سوه او اسلامي امارت یې دوی ته په پناه ورکولو او ساتنې تورن کړ، کوچنې بوش اسلامي امارت ته ګواښ وکړ چې اسامه بن لادن چې د پېښي اصلې طراح او مجرم دی باید امریکا ته بلا قید او شرطه وسپارل سي تر څو عدالت ورباندي پلی او د ١١/٩/ د پېښي د قربانیانو غچ ترې واخیستل سي.

اسلامي امارت په خپل نوبت دا بې اساسه ادعا وبلل او وړاندیز یې وکړ چې امریکایې لوری دي شواهد وسپارې تر څو د افغانستان محاکم یې په رڼا کې فیصله وکړي او متهم اسامه بن لادن که مجرم ثابت سو نو سزا به ورکول سي.

امریکا دا د ځان لپاره لوی توهین او سپکاوی باله او اصرار یې داوو چې اسامه وسپارئ او یا جګړې ته تیار سئ. له بلې خوا د اسلامي امارت زعیم مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د علماؤ یوه لویه جرګه راوبلل تر څو د امریکا د احتمالې برید په صورت کې د هیواد او خاورې د دفاع لپاره د جهاد فتوا ځني وغواړي او همدا ډول د اسامه بن لادن د برخلیک په اړه د قران، حدیث او حنفي فقهې په رڼا کې پرېکړه وکړي.




مولوي مهاجر فراهي: د خبریالانو او وياندویانو په منځ کې همغږۍ شتون لري


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د‌ خپرونو چارو معین مولوي حيات الله مهاجر فراهي په دغه غونډه کې وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو او رسنیو سره مل دی او له دوی سره به د اطلاعاتو د لاسرسۍ په برخه کي مرسته کوي.

مولوي مهاجر فراهي همداراز دا زیات کړ چې د‌ وزارتونو او ټولو ادارو او رياستونو وياندویان باید د رسنیو او خبریالانو سره د اطلاعاتو د شریکولو په برخه کې همکار او همغږۍ کې اوسئ او اړینه ده چې د رسنۍ په منځ کې هم همغږۍ وي او په یو قوت او د خدمت او مسئولیت په احساس سره خلګو ته اطلاعات شریک کړي.

په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین وویل چې د افغانستان ملي او رسمي ژبه پښتو او دري ده او خبریالان دي هڅه وکړي چې د بهرنیو د اصطلاحاتو پر ځای په خپل خبرو کي د خپل هېواد د ملي ژبي څخه کار واخلي.






‏د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته روزنيز سمينار پيل شو

یکشنبه( ۱۸ د‌رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري په مرکز کابل کې د اسلامي امارت د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته څلور ورځنی روزنيز سمينار پيل شو.

د ياد روزنيز سمينار د پيل په مراسمو کې د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي صاحب، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال، د وزارتونو، مستقلو او مرکزي ادارو ویاندویانو برخه اخستې وه.

د سمينار د‌ پرانستې او ښه راغلاست وينا اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رئيس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال وکړه او ويې ويل: د رياست الوزرا عالي مقام له حکم سره سم په هرو دريو مياشتو کې له ویاندویانو سره د‌ همږغۍ غونډه جوړېږي، دا ښوونيز سمينار به څلور ورځې دوام وکړي، چې هره ورځ به د مختلفو استاذانو له لوري د وياندويۍ او رسنيزې برخې اړوند دوه درسونه او د يو لوړپوړي مسؤل له لوري د پاليسۍ اړوند وينا کېږي.

همدا راز د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي صاحب د سمينار ګډونوالو ته وينا وکړه او ويې ويل: مطبوعاتي برخه په نظام کې ډېره مهمه برخه ده د نظام کاري ژمنتيا، تعهد، فعاليتونه او لاسته راوړنې د ویاندویانو په واسطه تر ولسونو رسېږي، اسلامي امارت د ډېرو محدوديتونو سره هم په تېرو شاوخوا دريو کلونو کې سترې لاسته راوړنې لري، چې تر خلکو رسول يې زمونږ او ستاسې مسؤليت دی.

ښاغلي مهاجر فراهي زياته کړه؛ د‌ هرې ادارې وياند بايد د خپلې اړوندې ادارې او فعالیتونو په اړه مکمل معلومات ولري، هر وياند بايد د خپلې اړونده ادارې معلومات رسنيز کړي، دقت او سرعت بايد په نظر کې ونيسي او له رسنيو او خبريالانو سره صمیمانه


د رسنيزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون د خلکو شخصي حریم ته د درناوي په موخه لازمې پرېکړې کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين او د کمېسيون د مرستیال ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه کې د رسنیو لخوا د راپور جوړولو پرمهال د خلکو شخصي حریم ته د درناوي په موخه لازمې پرېکړې شوي او د خبريالانو له لوري پر یو شمېر رسنیو شوي شکايتونه هم څېړل شوي دي.


دښمن په دروغو ادعا کړې چې ګواکې په هرات کې پر مهاجر فراهي برید سوی، په داسي حال کې چې مهاجر فراهي فعلا په کابل کې شتون لري.








Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
د جدي د شپږمي په مناسبت د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې جوړي شوي غونډي ته د مهاجر فراهي د پرانیستنې لنډه وینا


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري مرکز کابل کې د مرکزي زون له ولايتي ویاندویانو او نشراتي مسؤلینو سره د همږغۍ دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه.




محصل او طالب

مهاجر فراهي (زاهدزاده)


طالب او محصل مو سره وروڼه دي خواږه
دوی واړه د یوه ګلبڼ ګلونه دي خواږه

ملا او معلم د نوي نسل مربیان دي
وخپل افغان ولس ته یې پلانونه دي خواږه

ماسټر او مولوي صاحب زموږ د سترګو تور دي
د دین او د دنیا مو مشالونه دي خواږه

دکتور شیخ الحدیث ددې ټولنې رهنما دي
تکیه یې پر یو بل ده ښه کدرونه دي خواږه

مکتب او پوهنتون او مدرسه مو ټوله یو دي
د علم او عرفان ټول مرکزونه دي خواږه

داکتر او انجینر مو قدرمن په ټول هیواد کې
په شپه او ورځ لګیادي نوښتونه دي خواږه

د کرکې او بیلتون تخم له بېخه ایستل شوی
ازبیک، تاجک، پښتون مو پیوندونه دي خواږه

هیواد به په قلم، علم صنعت باندي ودان شي
هر خوا د رغونې خبرونه دي خواږه.

دا هوډ دغه احساس د مهاجر زاهد زاده دی.
خدمت کې د ولس ټول زحمتونه دي خواږه

١٤٠٣/٨/٢٨
څلورنۍ فرهنګ وزارت

Показано 20 последних публикаций.