جهادي خاطرې
خدایه! کاشکې دي شهید کړی وای
مهاجر فراهي
١٣٨٤/ لمریز کال
د امریکایې اشغالګرو په خلاف مجاهدینو تازه خپل بریدونه پیل کړي وو، دوی خورا په خپل ټکنالوژۍ غره او مغرور وه، مجاهدین هم ډېر کم وه، د وروستیو کلونو په څېر عمومي جګړې نه وې پیل شوي. یوه بله جدي ستونزه چې مجاهدین ورسره مخامخ وه هغه د اشغالګرو د ټکنالوژۍ او جګړیېزو تکتیکونو سره د مجاهدینو نابلدتیا وه.
په هر حال د ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره مجاهدین لګیا وه خپل اسلامي او افغانې وجېبه او دنده یې سر ته رسول.
هو! زه نن تاسو ته د جهاد د لومړیو شپو ورځو یوه خاطره لیکم، د یوې سختي ورځي خاطره ددې څخه نو تاسو اټکل کولای سئ چې د جهاد د پیل ورځي او لومړۍ مرحله څومره له ستونزو او ناخوالو ډکه وه.
راځم اصل مقصد ته مولوي عبدالمالک معتصم چې زموږ کلیوال او زما شاګرد هم دی راته داسي کېسه وکړل.
د هلمند د سنګین ولسوالۍ د یوه جهادي شخصیت مولوی سعدالدین صیب سره مي جهادي خدمت پیل کړ زما په شمول څوارلس کسان دفراه ولایت نور مجاهدین هم راسره وه او په دې وخت کې
د جنګ قومندان اتل قهرمان فضل الرحمن احسان وو چې بیا وروسته دواړو قهرمانانو د امریکا داشغال په وخت کې د ډرون په واسطه د شهادت جام نوش کړ تقبلهم الله.
معتصم وایې: په دې وخت کې
د سنګین ولسوالۍ مجاهدینو د اشغالګرو سره کمربندونه یا د جګړې د فاعې کرښې لرلې زموږ کمربند د چرخکیانو مانده کې د حاجي فتح محمد اکا د پېچ سره وو سهار مهال څلور بجې وې یو ناڅاپه د طیارو په غرهار راویښ سوم که ګورم داسمان مخ طیارو نیولی، پیره دارته مي ورږغ کړل چې څه کېسه ده، راته کړل یې چې مشکل نسته او خیر خیریت دی.
معتصم مولوي صاحب زیاته کړه:
خو موضوع داسي وه چې زموږ په ناخبرۍ
کې د شپې پر یولس بجو امریکایانو ټوله ساحه مکمل تر خپل کنترول لاندي نیولې وه او موږ هیڅ پوه سوي نه وو.
معتصم وایې: جنګې الوتکو زموږ پرخوب ځای باندي بمبار وکړ خو الحمد لله څوک زخمیان یا شهیدان نه سوه، په دې وخت کې پلي عسکرو جنګ راسره شروع کړ زموږ یو ملګری ملابهاوالدین اخوند چې د فاریاب ولایت استوګن وو د مسجد په دروازې کې شهید کړ.
معتصم مولوي دوام ورکړم: نور موږ او امریکایان سره ګډ او جنګ مو لاس په لستوڼې سو نو ځکه طیارو بمبار هم نه شو کولای. د ورځي تر نهو بجو وضعیت همداسي روان وو، وروسته مجاهدینو د شاتګ ږغ وکړ.
کله چې زموږ او کفارو ترمنځ فاصله پیداسوه او څه اندازه سره لیري شوو نو ددښمن الوتکو ډېره سخته بمبارې شروع کړه، معتصم مولوي صاحب وایې: زه اودرې نور ملګري د ویالې پر غاړه روان وو چی جیټ طیارې واری وکړ، زه بی هوښه سوی وم په داسي وخت کې مي سر را پورته کړ چې زخمي شوی وم، که ګورم ترڅنګ مي یو بل زخمي مجاهد هم پروت دی ددې مجاهد نوم ملا محمد شفیق او د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د سیاځنګل د کلي استوګن وو.
زه چې دې ژوبل مجاهد ته متوجې شوم که ګورم د مغزې یا د غاړې او د پښو رګونه یې پرې سوي دي او ویني ترې بهېږي. معتصم وایې: ما ږغ پر وکړ ملا شفیق اخونده! را پورته سه سترګې خلاصې کړه.
خو ملا شفیق اخوند سترګې پرانیستلې او د اسمان خواته یې وکتل او همدا یوه خبره یې وکړل: یا الله ج کاشکې دي زه شهید کړی وای.
معتصم کېسې ته دوام ورکړ چې ما دویم ځل پر ملا شفیق اخوند ږغ وکړ چې را کښېنه ډېر نه یې ژوبل شوی، خو ده بیا هم سترګې د اسمان خواته ونیولې، په همدې حال کې چې سترګې یې همداسي د اسمان پر طرف خلاصي نیولي وې د شهادت جام یې نوش کړ. انا لله وانا الیه راجعون.
محترم معتصم وایې:
زموږ ترڅنګ چې د اوبو کومه ویاله وه هغه د اوبو نه ډکه بهېدل په دغه ورځ زموږ د سپېڅلو شهیدانو ویني هم ورسره ګډي سوي وې داچې په دې ورځ شهیدان ډېر وه، نو د ویالې اوبو مکمل د شهیدانو د وینو رنګ خپل کړی وو.
معتصم وایې: زه چې لا هم بیداره او په هوښ کې وم
ږغ مي وکړ کوم څوک ژوندی سته؟
یوه مجاهد ځواب راکړ هو زه ژوندی یم هغه مجاهد مولوی محمد فاضل ابوطلحه وو، همدا ډول یو بل مجاهد مولوی حبیب الله د خاکسفید ولسوالۍ د خوست د کلي استوګن وو هم ژوندی وو.
موږ هم شهیدان د ویالې د غاړې را پورته کړل او څادران مو پرې واچول، الله ته مو وسپارل او موږ ورنه روان شوو.
دې جګړې د ماسپښین پوري دوام وکړ چې زما د معلوماتو له مخې پکې یوولس مجاهدین په شهادت ورسېدل.
او همدا ډول د امریکایانو لسګونه مړي په کوڅو کې پراته وه چې بیا د سره صلیب په توسط د دښمن مراکزو ته وسپارل شوه.
(نور بیا)