#د احد ننداره
جنګ احد کې زخمي رسول الله ﷺ دی. جنګ په لا اله الا الله دی.
نن تللي وو د احد غره ته، د شهیدانو میدان ته چې د تاریخ یوه ستره شاهدي ده. د احد غره مخې ته مې ځان د خیال نړۍ ته واستاوه. دا داسې وه لکه زه چې د رسول الله ﷺ او د هغه د ملګرو د میړانې په منځ کې یم.
د جګړې پیل
زه ګورم چې د احد د غازیانو مشري رسول الله ﷺ په خپله کوي. صحابه کرام ته لارښوونه کوي، ځایونه ورته ټاکي: "تاسو دلته پاتې شئ او تاسو هلته!" خپل لښکر منظموي او دېرشو صحابه کرام ته د هغه غره پر سر چې نن د "جبل الرماة" په نوم یادېږي، امر کوي: "که کامیابي مو په برخه شوه او که ماته، له دې ځایه مه ښکته کېږئ. زما د امر اطاعت وکړئ."
جنګ پیل شو. میدان د "لا اله الا الله" په نعرو ډک شو. صحابه لکه زخمي زمریان په مشریکینو ورمات شول، له هر لوري یې کفار شړل. د کفارو لښکر د شکست په حالت کې تېښته وکړه، او مسلمانانو د بریا شکر په سجده کې ادا کړ.
د امر سرغړونه او جګړې بدلون
کله چې کفار شاته شول، مسلمانانو د غنیمت ټولولو لپاره منډې کړې. هغه صحابه چې د رسول الله ﷺ د امر له مخې پر غره پاتې وو، په خپلو کې اختلاف وکړ. نیم یې ویل، "رسول الله ﷺ موږ ته د پاتې کېدو امر کړی دی." خو نور یې ویل، "بریا راغله، غنیمت راټولوو." بالاخره دوی هم له غره ښکته شول.
د دې چانس څخه خالد بن ولید، چې هغه وخت د کفارو په لښکر کې و، ګټه واخیسته. له شا یې د مسلمانانو پر لښکر برید وکړ. جګړه بېرته توده شوه، او مسلمانان درانه زیانونه وګالل. د احد میدان بیا د وینو په ویاله بدل شو. صحابه شهیدان شول، رسول الله ﷺ سخت زخمي شو، او د مبارکو غاښونو شهادت یې د ټولو زړونه ودردول.
د طلحه او ابو عبیده میړانه
طلحه بن عبیدالله رضی الله عنه د رسول الله ﷺ مخته لکه ډال ودرېد. د هغه پر بدن اویا زخمونه ولګېدل، خو په ځای ټینګ پاتې شو. د هغه مېړانه د وفادارۍ او قربانۍ بېلګه وه.
په همدې حال کې ابو عبیده بن الجراح رضی الله عنه منډې وهلې ترڅو د رسول الله ﷺ له شونډې د زغره کړۍ راوباسي. هغه خپل غاښونه وکارول او دومره سخت کش یې وکړ چې خپل دوه غاښونه یې مات کړل، خو د رسول الله ﷺ د شونډې کړۍ یې پاکه کړه. دا هغه وفاداري وه چې تاریخ به یې تل یادوي.
د حمزه شهادت
په دې جنګ کې د رسول الله ﷺ ګران تره حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه شهید شو. هغه د اسلام د بریا لپاره خپله وینه قربان کړه. د هغه شهادت یوه داسې غمجنې پېښه وه چې رسول الله ﷺ او ټول مسلمانان یې سخت ودردول.
د احد پیغام
د احد میدان نن هم د چیغو چیغو انعکاس کوي: "د امیر اطاعت وکړئ!" دا جګړه موږ ته دا درس راکوي چې د اتحاد او اطاعت په نه شتون کې کامیابي ناشونې ده. مسلمانانو که څه هم په دې جګړه کې موقتي ماته وخوړه، خو د قربانیو، میړانې او وفادارۍ هغه درسونه یې پرېښودل چې د اسلام د تاریخ زړورتیا یې د تل لپاره ژوندۍ وساتله.
د احد میدان یوازې یو ځای نه دی، بلکې دا د صبر، میړانې، او د الله د لارې لپاره د ځان قربانۍ یوه ستره بېلګه ده.
محسن احسان