حافظ محسن احسان


Гео и язык канала: Иран, Фарси
Категория: не указана


"شاعر هغه څوک دی چې د کلمو له لارې د زړه ژورې خبرې نړۍ ته واوروي."

Связанные каналы

Гео и язык канала
Иран, Фарси
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Репост из: العصر بصري څانګه
نعت شریف

مینه عالم ستا له ښکلا زده کړې
رڼا لمر هم ستا له رڼا زده کړې

ته د خلقت د شرف لوړ دلیل یې
لـه تا ملـکو هــم دعا زده کړې

مدني ګل یې په مسکا ځلېدې
ګل دې له مخ ځنې مسکا زده کړې

حبیب الله ص ته رحمت د عالَم یې
په کائناتو دې سخا زده کړې

په تار د زلفو کي دې نښلي زړونه
ښکلو له تا مینه وفا زده کړې

محسن احسان چې پر تا زړه بایللی
اوس یې ستا مینه په رښتیا زده کړې

محسن احسان


یو څو ټپې

دا ستا په غم کې مې ژړلي
زړه مې دا ستا له بېلتون ټوک ټوک دی مینه

داستا بېلتون مې زړه مات کړی
هره شیبه د خیال زندان کي تیرومه

یاره ما کومه ګناه کړې
چې د هجران په لمبو تل ما سوزوینه

ستا د وصال په تمه ناست یم
سترګې مې ستا دښکلا سیند نیولي دینه

بېلتون دې زه بې وسه کړمه
د ژوندون هیله مې بایللې ده مینه

دا ستا یادونه مې ملګري
یواځې تېرکړمه پرځان زه هجرانونه

پخپله ژمنه ټینګ ولاړیم
لامې هم تاته دي لالیه اومیدونه

ستاسو له کلي به زه نه ځم
که مې هرڅو بېلتون کې وسوزې مینه

که د جانان زیری دي راوړې
داستاقدم به زه رویباره ښکولومه

چي ته راغلی یې دلبره
سوپسرلی ژوندمې نیولي دي ګلونه

ستا محبت ماته شربت دی
جانانه ستا د خولې مسکاخوند راکوینه

د میني باغ مو نور وران شوی
سره ګلابونه رژېدلي دي ازغي راټولومه

محسن احسانه یاره واوره
تړون د میني یاره بیا تازکوینه


دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي

کسر
که د جانان زیری دي راوړی
داستا قدم به زه رويباره ښکلومه

آواز
قاري امین الله روحاني
شاعر
محسن احسان
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
نوی نعت شریف

څنګ کي د روضې دي په سکون په قرار تېرې شوې
دلته مي څو شپې ستا د وصال په سهار تېري شوې

ویونکی حافظ احسان الله وثیق
شاعرحافظ محسن احسان
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
کسر

د سپوږمۍ رڼا کې غلي شول آهونه
ژړوي مې ارمانونه ستا یادونه

اواز قاری محمدامین اعزاز
شاعر محسن احسان
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




Репост из: العصر بصري څانګه
ختم بخاري

نن د علم نور پر زړونو راج او پروازي کوي
شان ته د شملو هم اسمانونه سلامي کوي

ځکه پر حرم د مدرسې کوي خوښۍ طواف
صف ده ملایکو نندارې کړي خوشحالي کوي

بیا یې کړې فضاوي معطري لونګیني شوې
دا علمي ګلبڼ دي لالزار وي خوشبویي کوي

ختمه بخاري شوه منور د زړه ماحول ښکاري
پړک د علم خپور په لر او بر دی رڼایي کوي

نور یې د مزل بېړۍ رسانده تر ساحله شوه
پای مومي سپېڅلې طالبي خدای پاماني کوي

د محسن احسان قلم دي تاند په دعاګانو شي
هــر قلــم دعــا دعــا ژباړه عاطــفي کوي

محسن احسان


غزل

د سینې درشل کې بل د جذبې اور ساتم
د جمادات په څېر خاموش خو تاند مي شور ساتم

د ستړي ژوند هیلي چي ګل شي څانګي وسپړیږي
د زړه ګلشن مي د جانان په نوم سمسور ساتم

سپینه جامه چي مي په تن د چي داغداره نشي
زه مي دا سپین لباس له داغ او له پیغور ساتم

له شفقت یې برخمن یمه محروم مي مکړې
زما د ژوند تکیه مي پلار هم ډاډ په ورور ساتم

ګوندې کامیاب او سرفراز شمه محسن احسانه
ځــکه آمــین پر دعاګانو مي د مــور ساتم


حبیبه

څنګ کي د روضې دي په سکون په قرار تېرې شوې
دلته مي څو شپې ستا د وصال په سهار تېري شوې

سترګې مې شوي روڼې دا ارمان مې د زړه وَختی
د رسول الله کلي کوڅو کي په لار تېرې شوې

سوم چې را روان درنه زه بیرته د عجم په لور
دا دبېلېدو شېبې خو سخت ناقرار تېرې شوې

وژني جدايي مې د دنیا رنګونه ورک شوله
ستا تر څنګ حبيبه څو لحظې په تلوار تېرې شوې

یا رسول الله! دعا ده بېرته چي راستون شمه
زړه کې مې جانانه دعاګانې بې شمار تېرې شوې

کله چي دیدن مي ستا په ښکلې روضه ولګید
اوښکې زمامحسن په ګريوان سمي قطار تېري سوې

له مدینې څخه رخصتي


د شهید سعید الحاج خلیل الرحمن"حقاني" تقبله الله یاد ته!

یرغلګرو، ظالمانو ته طوفان سړی شهیـد شو
د جهاد سړی شهید شو د میدان سړی شهید شو

د دنیا په کږلېچونو کـې روان وه مخ پر وړاندې
په غيرت کې لکه غر لکه اسمان سړی شهید شو

خوارجو/ داعشـیانو بـس یوه کارنامه وکـړه
چې د ننګ سمبول یې واخیست مسلمان سړی شهید شو

دا د وخت د فتنه ګرو او ظالم ستـرګو خار وه
د عثمان او د علـي په یون روان سړی شهید شو

دښمانو ته یې ټیټه نه ویله نر سړی ؤ
د رباط د لارې مل لکه سندان سړی شهید شو

وا محسن احـسانه ویاړ کوه په داسې نرو خلکو
د باتورو له جملې ؤ قهرمان سړی شهید شو


دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
کسر

نن مې نيت کړی درځمه مدينې ته
ما قبول کړه ستا وه پاکې شنې روضې ته

اواز :احسان الله مهمند
شاعر:محسن احسان
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




Репост из: العصر بصري څانګه
د سپوږمۍ رڼا کې غلي شول آهونه
ژړوي مې ارمانونه ستا یادونه

په څپو کې د باد ستا عطر محسوس شي
راژوندی مې کړي دردونه، ستا یادونه

هر یو څاڅکی د ژړا د زړه له تله
کړي رایاد ها تیر خیالونه ستا یادونه

چې له شپول د تورو شپو غیږ کې راټول شي
راسپړي زاړه زخمونه، ستا یادونه

دا په څنډه کې د وریځ ستا سیوری ښکاري
پاروي تللي وختونه ستا یادونه

د رڼو ستورو نڅا وي په اسمان کې
د یو بل کوي سیلونه ستا یادونه

در ولي مې ستا تر څنګ محسن احسانه
چې کوم دا ستا فکرونه ستا یادونه

محسن احسان


دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
نوی ترنم ڈیر ژر

په منځ کی د اذان او د لمانځه له سڑی واخلي
قرار قرار تیریژی وخت ھر څه له سڑی واخلي

غربت ھم عجیبه دی وخت ناوخته داسی وی چی
ملگري د کلو کلو پاخه له سڑی واخلي

اواز . عبدالبصیر ظھیراشنا
شاعر . محترم محسن احسان
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




النبوي خپرندویه اداره یې وړاندي کوي
نوي ترنم

کسر
سترګي مي نه ویني او نه مي مني زړه خبره
راســـره کــــړې ده پخــه ســتا بیلتانه خبره

اواز:فـــرهاد منصور
شاعر:محسن احسان
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131





Показано 20 последних публикаций.