مُناجات
اول شـکر دی پیـدا دې چـې انسان يم
او بـیا شـکر دی چـې خدایه مسلمان يم
اِنس و جِــن دې پیـــداکړي دې خالقه
ســتا و دې عظـیم قدرت لره حیران یم
مغــفرت غــواړم لـــه تـــانه ذوالجـــلاله
ای غفوره ســـتا بنـــده ډک له عُصیان یم
د ستا څـومره لوی احسان دی پر ماباندي
اُمتـــي چـــې د نبـــي اخیــر زمان یم
لتا ډیر په دې راضي یم او خوشحال یم
چـــي روان پـــه پـــاکه لاره د نُعمان یم
په رضا که دې کامل او تام سِنګــار سم
بیا به څومره ګران پر حورو او غِلمان یم
له لحده تر محشر چې سپین مخ درشم
په ځـــانګړي حیث په دغسي ارمان یم
ما معاف کړه ما عاصي ته بخښه وکړه
ستا بنده ستا ګُنهکار محسن احسان یم
اول شـکر دی پیـدا دې چـې انسان يم
او بـیا شـکر دی چـې خدایه مسلمان يم
اِنس و جِــن دې پیـــداکړي دې خالقه
ســتا و دې عظـیم قدرت لره حیران یم
مغــفرت غــواړم لـــه تـــانه ذوالجـــلاله
ای غفوره ســـتا بنـــده ډک له عُصیان یم
د ستا څـومره لوی احسان دی پر ماباندي
اُمتـــي چـــې د نبـــي اخیــر زمان یم
لتا ډیر په دې راضي یم او خوشحال یم
چـــي روان پـــه پـــاکه لاره د نُعمان یم
په رضا که دې کامل او تام سِنګــار سم
بیا به څومره ګران پر حورو او غِلمان یم
له لحده تر محشر چې سپین مخ درشم
په ځـــانګړي حیث په دغسي ارمان یم
ما معاف کړه ما عاصي ته بخښه وکړه
ستا بنده ستا ګُنهکار محسن احسان یم