لالیه ستا د حسن زور دی
زړه مې د غم پر نیلی سپور دی
کاروان د هیلو مې نسکور دی
پر تا مې باندي د زړه پور دی
کله پریږدم دي تا مې زړه وړی مئینه
که مسافر که مهاجر دی
ربه خوشحال که مرور دی
دی د کوز کلي که د بر دی
مودو مودو نه در په در دی
نور یې راستون کړه زه دعا درته کومه
ژیړکی لمر د مازدیګر دی
لمر دی ولاړ د غره پر سر دی
ربه راستون کړه مهاجر دی
پردي وطن کې در په در دی
هر مسافر ته کړه نصیب خپل وطنونه
مسافري د بل وطن ده
خواره خواري د بل وطن ده
سخته ګرمي د بل وطن ده
څه فردیسي د بل وطن ده
کله به اخلمه له خپل کلي خوندونه
سترګي راپور ته کړه لالیه
دیدن دي غواړمه زړګیه
د ښایستونو سکنیه
د وخت اتله مېړنیه
پاک الله کړي دي پر تا ډیر احسانونه
وه زېړی لمره ته ګواه شه
ورک مهاجر بیرته را شه
یاره راځه نور را پخلا شه
لاسونه پورته په دعا شه
محسن احسان دي یاره زه ډېر یادومه
زړه مې د غم پر نیلی سپور دی
کاروان د هیلو مې نسکور دی
پر تا مې باندي د زړه پور دی
کله پریږدم دي تا مې زړه وړی مئینه
که مسافر که مهاجر دی
ربه خوشحال که مرور دی
دی د کوز کلي که د بر دی
مودو مودو نه در په در دی
نور یې راستون کړه زه دعا درته کومه
ژیړکی لمر د مازدیګر دی
لمر دی ولاړ د غره پر سر دی
ربه راستون کړه مهاجر دی
پردي وطن کې در په در دی
هر مسافر ته کړه نصیب خپل وطنونه
مسافري د بل وطن ده
خواره خواري د بل وطن ده
سخته ګرمي د بل وطن ده
څه فردیسي د بل وطن ده
کله به اخلمه له خپل کلي خوندونه
سترګي راپور ته کړه لالیه
دیدن دي غواړمه زړګیه
د ښایستونو سکنیه
د وخت اتله مېړنیه
پاک الله کړي دي پر تا ډیر احسانونه
وه زېړی لمره ته ګواه شه
ورک مهاجر بیرته را شه
یاره راځه نور را پخلا شه
لاسونه پورته په دعا شه
محسن احسان دي یاره زه ډېر یادومه