غزل: محمد نور قانع
چې ستا په شتون یې په محفل کې لګولی څراغ
څه سادګان دي راڼه لمر ته یې نیولی څراغ
تڼاکې پښې به قافلې وي تيرې شوي دلته
کنه په وړاندې د توپان چا دی ليدلی څراغ
ښه! رڼاګانو به پر کومه خوا وای مخ نيولی
که د تورتم له وحشتو وای وېرېدلی څراغ
کوم پر ورغوي، کوم تاخچه کې، کوم په لاره بل و
سپيدو هر هر يو ځانته ځانته پېژندلی څراغ
هیڅ خبر نه دي چې لمنې به یې لولپه کړي
د زمانې له توپانو چې چا ساتلی څراغ
ورو ورو کورونه لرې کېږي او ورکېږي يو يو
لکه چې يو هم نه لري دغه ټول کلی څراغ
له دغو درو پرته نور هر څه افسانه وګڼه
توره تياره، د جانان ياد او بل سپېڅلی څراغ
د زړه په وينو بلومه نورقانع! په لاره
د هغه تلليو پر هر پله د وفا څلی څراغ
د ګلبڼ زمزمې. (274)
چې ستا په شتون یې په محفل کې لګولی څراغ
څه سادګان دي راڼه لمر ته یې نیولی څراغ
تڼاکې پښې به قافلې وي تيرې شوي دلته
کنه په وړاندې د توپان چا دی ليدلی څراغ
ښه! رڼاګانو به پر کومه خوا وای مخ نيولی
که د تورتم له وحشتو وای وېرېدلی څراغ
کوم پر ورغوي، کوم تاخچه کې، کوم په لاره بل و
سپيدو هر هر يو ځانته ځانته پېژندلی څراغ
هیڅ خبر نه دي چې لمنې به یې لولپه کړي
د زمانې له توپانو چې چا ساتلی څراغ
ورو ورو کورونه لرې کېږي او ورکېږي يو يو
لکه چې يو هم نه لري دغه ټول کلی څراغ
له دغو درو پرته نور هر څه افسانه وګڼه
توره تياره، د جانان ياد او بل سپېڅلی څراغ
د زړه په وينو بلومه نورقانع! په لاره
د هغه تلليو پر هر پله د وفا څلی څراغ
د ګلبڼ زمزمې. (274)