د ګلبڼ زمزمې


Гео и язык канала: Иран, Фарси
Категория: не указана


درنو ملګرو! له دې ځایه به وخت پر وخت (د اسلامي ادب ګلبڼ) د بلبلانو ښکلي او معیاري شعرونه خپرېږي. زموږ هدف دا دی چې تاسې له ښه شعر او شاعرانو سره اشنا کړو. ملتیا مو وکړئ!
واټساپ چینل کې هم راسره شئ!👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaRuZuH47XeBTAbS4o1v

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Гео и язык канала
Иран, Фарси
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


غزل: پیر محمد کاروان

شاعران يو په نغمو يادوو خدای
ښکلي ګورو ، په لېمو يادوو خدای

خدای بلد کړو د توبو په ماتولو
غړپ کوو له پېمانو يادوو خدای

شېخ د کاڼو په تسپو يادوي خدای
موږ د اوښکو په تسپو يادوو خدای

د ژوندون په ګوتو برګی تسپې وايو
هم په ورځو هم په شپو يادوو خدای

يم هيرجن چې هير مې نه شي راته خانده
ستا له شونډو اننګو يادوو خدای

ايا تونه دې په سترګو کې موسکي دي
ستا له سترګو پښتنو يادوو خدای

موږ کاروان د لېونو ازادي غواړو
په کړۍ د زولنو يادوو خدای

د ګلبڼ زمزمې. (320)


غزل: پروېز بهسودوال

وډار شم چې تا زما د نيت ازار ونه وهي
دا کوږ شوى بار به تر منزله لار ونه وهي

ستا خوبصورتي مې د نظر له قابو واوخته
دا د خوشبويۍ سېلاب زموږه ښار ونه وهي

چپ شئ ارمانونو ګنې ځانته زندۍ اچووم
چيغې دې زما درون کې يو بيمار ونه وهي

هسې نه چې خاورې دې په خوله شي بهسودواله
پام کوه چې سترګې دې په سر د دار ونه وهي

د ګلبڼ زمزمې. (319)


غزل: کړاو منګل

نزدیکت ته به د ډېرو کړي شا خلک
که خبر مې شي د زړه په درزا خلک

دا د کوم یوه پاچا هوا خورۍ دي؟
پرې کوي یې چې تر ننه بها خلک

اعتماد به وي په خدای باندې څرنګه
ګدایان نه دي شاهانو بلا خلک ؟

دا له ستورو څخه ډک اسمان ته ګوره
په تیارو کې هم موجود وي رڼا خلک

د کړاو په حق کې څنګه روا بولي
د دنیا هره یوه ناروا خلک

د ګلبڼ زمزمې. (318)


غزل: غزل مومند

لۀ زړۀ دې ووتمه بيا لۀ نظر پرېوتمه
زما کۀ څومره وۀ قامت لکه غر پرېوتمه

ستا د کوڅې نه بې ديدنه تلمه مړ نۀ شومه
شېندلې مالګه شوم د زړۀ پۀ پرهر پرېوتمه

ما لۀ ناکامې مينې وروسته بله مينه وکړه
لکه يؤ ځلې خوزېدلی کمر پرېوتمه

تۀ مې پۀ سر لکه ختلې سپوږمۍ وځلېږه
زۀ دې پۀ غېږ کښې لکه ستړی نوکر پرېوتمه

د کتابونه نه څنډلی غبار والوتمه
د خوبولي قام زلمو ته پۀ سر پرېوتمه

غزله زۀ د شپې پۀ ضد د رڼو ستورو پۀ څېر
د شپې راوختمه بېرته سحر پريوتمه

د ګلبڼ زمزمې. (317)


غزل: ریاض تسنیم

يخې شپې د دسمبر، واورې بادونه
زړونه رېژي کۀ د شګو کمرونه

دا پۀ لېچو مو د چا ايښي سرونه
مونږ به وژني هم دا خپل محبتونه

زړۀ د کوم دېوال چنې ته ځان دمه کړي
چرته کوز کړي لۀ بڼو درانۀ بارونه

څۀ بې ځايه، څۀ ارزان - ارزان مې وېشي
دا زما واړۀ - واړۀ ضرورتونه

دي زما د شوګيرو اؤ اَواره شپو
ګواهان د کراچۍ ټول سړکونه

د خپل قد په سيوري کښېنم او دمه شم
پۀ تسنيم نشته د ونو احسانونه

د ګلبڼ زمزمې. (316)


غزل: سبیل ساد

کړم دې بدنامه، داسې نه وه په کار
ورک شې الزامه! داسې نه وه په کار

زه دې د خوش له دایرې وویستم
د سترګو جامه! داسې نه وه په کار!

د مازیګر د شغلو خون دې واخېست
تیاره ماښامه! داسې نه وه په کار

کاکا په شرنګ پیسو دې وپلورلم
شومه غلامه، داسې نه وه په کار

د زړګي ور دې را ټک، ټک کړ لاړې!
د یار سلامه! داسې نه وه په کار

د راز خبرې دې دنیا ته وکړې
د ساد کلامه! داسې نه وه په کار

د ګلبڼ زمزمې. (315)


غزل: مهاجر شاکر داوړ

د فِراق تاو ته نیولی مې دی خام ، رنګ
زما مخ اخیستی سَوی د ماښام ، رنګ

زۀ دې داسې ګُزارونو ته ولاړ یم
چې زخمونو مې نیولی د اِلزام ، رنګ

د دونیا د اخِري ګړنګ پۀ ژیو
ډکې سترګې غړاوَمه د ناکام ، رنګ

پرهرونه مې د سترګو د زغم نۀ دي
بدل شوی دی د ښکلي اِحترام ، رنګ

راکړه غیږ د مُقدسې مینې حد دی
ستا لۀ سترګو مې څټلی د اِلهام ، رنګ

نۀ وزیر شوې نۀ پاچا د زمانې شوې
شیخه! هسې دې بدرنګ کړ د اسلام ، رنګ

پرې به نښې د شاکر داوړ پراتې وي
پۀ دې لارو به یې وینې د انجام ، رنګ

د ګلبڼ زمزمې. (314)


د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله په یاد کې د مولوي عبدالدیان تکل شعر.

دلته ناست دی خو په تن سړی شهيد دی
د جرګو او د وطن سړی شهید دی

فاتحه يې د حرم کوتري اخلي!
په زمزم باندي مين سړی شهيد دی

چې وهلې يې مرۍ د ښکېلاکونو
د هغو تورو د فن، سړی شهيد دی

نن دمه کوي د هجر له مزلونو
يوې لقاء ته ارمانجن سړی شهيد دی

مهاجر مرغان دي نه شي تش ججوري
لپه سره ده، نشته ږدن، سړی شهيد دی

له لمبو نه چې راوتی و تکله!
يو خليل او بت شکن سړی شهيد دی

د ګلبڼ زمزمې. (313)


غزل: محمد حسن عمري

د تروږمیو مسافر سبا ته ورسېدل
وږمه، وږمه لکه د ګل هوا ته ورسېدل

دوی په ډېوو پسې روان د ازادۍ پتنګان
د مرګ په غاړه د ژوندون رڼا ته ورسېدل

د ازادۍ پولۍ یې غلې، غلې ماتې شولې
او په ژړا، ژړا، ژړا خندا ته ورسېدل

پۀ ابریهه یې لکه غرونه کاڼي وغورځول
د ابابیل لښکر ، د وخت بلا ته ورسېدل

له بدرنګیو نه یې ښکلی بغاوت کړی وو.
ښکلا پلوي، اخر هم ښکلا ته ورسېدل

د جبر سرې غرمې یې طی کړې، یبلې پښې حسنه!
دا لارویان څه په تکلیف معنا ته ورسېدل

د ګلبڼ زمزمې. (312)


غزل: پیر محمد کاروان.

د څاڅكو په لېمو مې سمندر ليدلى دى
په ټولو آئينو كې مې دلبر ليدلى دى

شهيد مازيګرى كوي شغلې لكه حسين
شفق مې سور په غشو د شمر ليدلى دى

له زړه مې چې كړي جوړه وچو شوندوته كوزه
ورځم پسې چا داسې كوزه ګر ليدلى دى؟

دا مستې مستې اوښكې چې جوپې جوپې راځي
دې پېغلو مې په سترګو كې ګودر ليدلى دى

بتګر د تخيل مې جوړه وي بت د جانان
په روح كې زما كان يې د مرمر ليدلى دى

ته پوې يې چې دا څنګه شو كاروان غزل، غزل؟
دا نن يې ايله يو نظر خيبر ليدلى دى

د ګلبڼ زمزمې. (311)


غزل: پروېز بهسودوال

ځکه خو له ياده مې وتلى نوم په خوله راغى
نن راته د ډکي په ځاى چايو کې وېښته راغى

مينې نه منکر د محبت ښار کې ايمان راوړو
کاڼى کاڼى تللى وو اوبه اوبه اوبه راغى

روح په ما کې دومره په عذاب دى ترې پازاب يمه
غړو نه مې ساه وخته ستوني ته مې زړه راغى
۰
پريښى خداى زه هم چرته تش لاسونه نه يمه
ماهم ځکه وبخښه دښمن مې په کاله راغى

نشته بهسودواله څه احسان د مرګ په ما باندې
ما لمر پرېواته غوښتى وو دا په لمر خاته راغى

د ګلبڼ زمزمې. (310)


غزل: عصمت تمیم

لمر به له غرونو، نه غورځېږي کله
مزل د ستړو به لنډېږي کله

ته به له ما په کوم انداز تللی یې
هغه صحنه مې نه یادېږي کله!

ما د خپل ذات د مینې رنګ درکړی
ستا په رګو کې به خورېږي کله

د الفتونو دعوېدار راغلي
دی به محفل ته رارسېږي کله

زه خو پرې ناز د خپلې مینې کوم
هغه په ما باندې نازېږي کله

تمیمه هېر به یې کړم ورو، ورو مګر
د زخم داغ به مې جوړېږي کله

د ګلبڼ زمزمې. (309)


غزل: محمد الله درد

نه پيدا کېږمه که لارې که کوڅې لټووم
داسې دې ورک کړم چې تمامې دروازې لټووم

د کوم موسی مخې ته ودرېږم وژاړم او
د بېخودۍ په ساز به څومره هديرې لټووم

ته خو پرادي ماښام ته کېناستې دودونه کوې
زه به مې زنې ته د کوم زیارت کيسې لټووم

زما په حال باندې دې نه سوزېږي نه دې ژاړي
که هديرو کې غرغړې کړم که ايرې لټووم

زما په سترګو پسې درده زیاتي مه توېږه
نه دې رانجه راټولوم نه دې آئینې لټووم

د ګلبڼ زمزمې. (308)


غزل: هلال عیان

ګلاب شـ..هيد شو، وينو دارې وکړې
شعر مې زخمي زړونو ته لارې وکړې

له مانه مه له خداى نه و شرمېږه
خوب کې نارې راته هندارې وکړې

زما بېلتون کړلې خرابه شايد
چغې دې ځکه بې اختيارې وکړې

زړګى مې اوس هم بې قراره دى جوړ
پېښې مې ډېرې ګنهګارې وکړې

ستا د ښايست عيانه! ښه دوران ٶ
ټولې کيسې راته وريندارې وکړې

د ګلبڼ زمزمې. (307)


غزل: شفق اپرېدی

نـيم نیم مې وژني دَ پـــــوره لمـحې قـــضا اِلـٰهي!
چـــيغې وهي دَ مـــــنـظرونو نـــيمگــــړتــيا اِلـٰهي!

روح دَ روان عـــصر پـــوشاک دَ بېزارۍ اغوستی
دَ مـــــظاهِــرو له څـــــــهرو څاڅي سـتـړیا اِلـٰهي!

د خــــالي کــــــور دَ تــــنهایۍ وحـشت ونۀ وژلم
خو دَ وجــــــود کـمي تصویر کړم دَ صحرا اِلـٰهي!

لمس د لـمدې مالگینې غاړې مې حواس اخستي
عرقِ‌گــــلاب مې سېزي خــوږ خوږ سر آ پا اِلـٰهي!

خو دَ سپين سترگو گُمانونو تماشه یې خوښ یم
دَ تـــــــعالۍ ســر ته دې خېژي اســـــــتغنا اِلـٰهي!

ولې زموږ تر میان جومات شي د اړیکې خُـونه؟
ولې زموږ تر میان بـــچي راوړي خــــــــلا اِلـٰهي؟

دَ نــــالیـکلې صــدمې درد ښـکاري وژلی شـــفق
لکه غــزل دی خـالي سپــين کاغـذ گـــــويا اِلـٰهي!

د ګلبڼ زمزمې. (306)


غزل: انعام الحق انصاري

د انصاف تله سېلاب وړې ده، آخره مو ده
په ډېرو چیغو مو راوختې په خوله تڼاکې

د ژوند شمال دی، خو نادره دی، څه سخته څپه!
د ځینو لاس تڼاکې، زموږ ور پکې زړه تڼاکې

ادا مې نه کړ د توبې حق، په معیار د بنده
څه پاړ د شونډو قبول، ومنه یو څه تڼاکې

کاڼي ور وار کړي او له غږه یې خوند هم اخلي
انسان خپل سات تېروي، درد کاندي اوبه تڼاکې

انصاري بوج د ژوند په شاه وړمه په دغه هیله!
چې په جنت کې به نه ستړې وي او نه تڼاکې

د ګلبڼ زمزمې. (305)


غزل: عرفان الله شرفزوی

خیرن شوي په دې ښار کې ایمانونه لکه زړونه
په خدای پاتې مونږ ته ندی زمونږ زړونه لکه زړونه

نه خپلېږي، نه سمېږي، نه ماتېږي، نه کږېږي
پښتانه لکه سیندونه لکه غرونه لکه زړونه.

د سـ..نګر یاران مې خدایه له دوه مخي ژونده ساته
خدایه مه کړې ښایستونه ګلابونه لکه زړونه

چې مو هر سړی کافر دی، چې مو هر سړی شهید دی
په یوه خوله زمونږ ندي کتابونه لکه زړونه

نېږدیوالی پیغورونه جدایي هم پیغورونه
واړه تور دي په دې چم کې ګومانونه لکه زړونه

د ګلبڼ زمزمې. (304)


غزل: اجل احمدزی

خدايزده چې باور به بيا د چا پر هغې پاتې وي
چانه چې نيمګړې خپلې ټولې وعدې پاتې وي

ستا د پښو په خاورو مې قسم دی که زه مړ هم شم
ستا د الله هو غږ به مې غوږ کې ادې!! پاتې وي

ماسره له خپلې شاعرۍ نه سېوا هېڅ نشته
مانه به میراث کې څو یتیمې مصرعې پاتې وي

دوئ دي، چې زما یې هر یو غم بدرګه کړی دی
نور به راته څوک له خپلو اوښکو نږدې پاتې وي

دا حسن پرست زړه د یوې خبرې چرته دی
دې نه د هر ښکلي پښو کې ماتې توبې پاتې وي

لاړ شئ څوک هغه مغرور ته ووایئ اجله! چې
ژاړې به خو بیا به درته تشې خازې پاتې وي

د ګلبڼ زمزمې. (303)


غزل: جمال ثاقب

خلک بوځي تر جنتونو، خلک دغسې وي
د پېغمبر د میراثونو خلک دغسې وي

نه انسانان شو، نه د خدای پر لاره سم روان شو
هو! د پنځه زره کلونو خلک دغسې وي

په نورو زړونو پاچاهي د زړه په وینو کېږي
لږ ځان ته وګورئ، د زړونو خلک دغسې وي؟!

د یو اغزي لپاره ټوله ډنډر نه‌ماتوي
چې وي مئین په ګلابونو، خلک دغسې وي

نه یار ته پړه وي، نه رقیب ته سترګې ټیټې نیسې
د محبت د کتابونو خلک دغسې وي

لکه پسونه په هر شنه پسې مخ نه‌اړوي
د پرمختللیو ملتونو خلک دغسې وي

ږیرې اوږدې شوې، پـ..ـګړۍ لکې په سرونو شولې
ثاقبه یاره! د وختونو خلک دغسې وي

د ګلبڼ زمزمې. (302)


غزل: محمد علیم بسمل

نه همنوا نۀ هم نظر وختې
او نۀ هم راز نۀ هم سفر وختې

ستا لۀ لکۍ نه پټېدی شوای سترګې
مشکله دا چې ښکرور وختې

خفه پۀ دې نه یم چې لتې وهې
خفه پۀ دې یمه چې خر وختې

کۀ قطمیر* هم شې سپیه، بیاهم سپی یې
کۀ جنتي او بختور وختې

جنت کې څۀ نۀ ؤ شیطانه خوتۀ
اېله آدم ته درد سر وختې

د ګلبڼ زمزمې. (301)

Показано 20 последних публикаций.