شاعر طالب العلم کليم اللّه ذاکر


Гео и язык канала: Иран, Фарси
Категория: Книги


ما به مې خپل زړه درنه آخېستی ؤو
زه که پوهېدی چې بېرته نۀ راځې😢

Связанные каналы

Гео и язык канала
Иран, Фарси
Категория
Книги
Статистика
Фильтр публикаций


دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
فارغینو ملګرو ته !

دا نن د عصر امپراطور یادیږي
دا چې پۀ سر سپینۀ پګړئ زنګوي
هر وَل یې بار له ایماني غـرورۀ
دا عــادي مـۀ ګڼئ نړئ زنګوي

اواز ،، حافظ فرمان الله فرمان
شعر ،، ط ،، کلیم الله ذاکــــر
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




دا فراغت ناا مسؤلیت وګڼئ
بې پامه نۀ شی او غفلت وۀ نکړئ
دا د جانان ده مقدسه تُحفۀ
دې وراثت کې خیانت وۀ نکړئ


عجیبې مبارکې / له رحمتونو ډکې شپې ورځې دي هره ورځ زیات شمیر ملګری له کالونو پس خپلو ارمانو ته رسیږي او دجنان ﷺ مبارک وراثت ورپه برخه کیږﺉ

د وراثت تر څنګ دستار بندي یو لوی مسؤلیت هم دی
خدای تعالی دې ټولو فاضلانو ته د خپل مسؤلیت په ښه شان د ترسره کولو توفیق ورکړي خدای دې ورته مبارک وګرځوﺉ

دې د سپین دستار یوسف مخو ته مو څو ماتو ګوډې کرښې چمتو کړي / او ترنم شوي دي ډېر ژر به یې ورته ډالۍ کړو خدای تعالی دې وکړي چې د دوی حق مو ورباندې ادا کړی وي


ستا په شونډو کې سندرې شوې خبرې
چې مسکۍ شـوې ملغلرې شـوې خبرې

چې له نازه ډکې سترګې دې کړې برندې
تـاو راتـاو شـوم رانـه لـرې شـوې خبـرې

زمـا د اوښـکو بــدرګـه شوه سـتا خبرې
نـن دې ځـکه بختــورې شـــوې خبــرې

نن مې ستا نامه په شونډو تېریدله
نن مې خوله کې خوندورې شوې خبرې

د بیلتون د قېصو زغم مې زړه کې نشته
درنـه ګـوره زورورې شـوې خبـرې

پرې مقصد ته دې لالیه نه رسیږم
درنه تاندې او ژورې شوې خبرې

چې د ستا د حسن مخکې غږیدلم
رانه بیرته مهاجرې شوې خبرې

چې یې غوږ کیښود کلیم الله ذاکره
پرې ډاډه شه ستا خبرې شوې خبرې




النبوي اداره يي وړاندي کوي

ګرانو مینوالو د( ستړي انتظار )البوم پاته ترانې 👇

ترانه ویونکي
مولوي نصرت الله نصرت
حافظ ابراهیم همدرد
حافظ فرمان الله فرمان
یارمحمد قلم یار
حافظ فضل ځدراڼ

شاعر : کلیم الله ذاکر👇


Репост из: مولوی محمد خان مشال
Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
النبوي اداره یې وړاندي کوي
نوی خوندوره ترانه
ډیر زړ
ړنا یی پریخی ده هلال روان دی
څه ترږمی ده څه جمال روان دی

ترنم م نصرت الله نصرت
او حافظ ابراهیم همدرد
شاعر کلیم الله زاکر
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131




النبوي اداره يي وړاندي کوي
د نويو ترانو البوم څخه

ستړي انتظار



ذوالجلال به د رحمت راباندی در وتړی
مسؤلین که په اولس دربار او ور وتړی
کلیم الله زاکر

ترانه ويونكی

انس حیدري
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131




النبوي اداره يي وړاندي کوي

د *( ستړي انتظار )* البوم څخه ② ترنم واورئ..

کسر:

د زړګي ســـــــتړي انتظار تماموم لالیه
د ارام ژوند لپاره ځم درپسی مرم لالیه

ترنم : مولوي عبدالواسع صمیم
شعر : طالب العلم کلیم الله ذاکر👇


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
النبوي اداره یې وړاندي کوي
نوی ترانه
دستړی انتظار:البوم څخه

کسر
د زړګی ستړي انتظار تمامه وم لالیه
د ارام ژوند لپاره ځم درپسی مرم لالیه

غږ.مولوي عبدالواسع صمیم
شعر،، طالب العلم کلیم الله ذاکـــر
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131




ملګرو نوی البم مو د ستړي انتظار په نامه درته چمتو کړی دی وخت په وخت به یې درته نشر وو

نن یې لومړی ترنم واوارﺉ 👇

لـوړ لــري جلال زلمي
حُسن او جــمال زلمي
ستوري او هلال زلمي
شُجاع بامُـــرال زلمي

غږ ،، شمس الرحمن مستغفر
شعر ،، کلیم الله ذاکر


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram


ستړی انتظار ،، البم څخه 1 ترنم

النبوي اداره یې وړاندي کوي
نوی ترانه
دستړی انتظار:البوم څخه

کسر
لـوړ لــري جلال زلمي
حُسن او جــمال زلمي
ستوري او هلال زلمي
شُجاع بامُـــرال زلمي

غږ ،، مولوي شمس الرحمن مستغفر
شعر،، طالب العلم کلیم الله ذاکـــر
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat13


السبا سټوډیو یې وړاندې کوي

دسنګر له کږلیچونو راوتلی
لاروی دامن خوله کې بلا وخوړ

ترنم کوونکی
وحیدالله وحیدي
شاعر کلیم الله ذاکر
ایدیټ السبا سټوډیو

https://t.me/WahidiandAbid




Репост из: دوحیدالله وحیدي او طالب حذیفه عابد دترانو چینل
Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
شهید حقاني تقبله الله

دسنګر له کږلیچونو راوتلی
لاروی دامن زړه کې بلا وخوړ

ترنم وحیدالله وحیدي
شاعر کلیم الله ذاکر

https://t.me/Alsbaislamicstudio


پۀ حقیقت مې سترګې پټې کړلې
پۀ حقیقت کې مې تاوان وکړو

نن له یو چا سره ضِد وۀ نېولم
یاني غیرت کې مې تاوان وکړو

د وړتیا ناا د چاپړوسۍ کار ؤو
پۀ دِیانت کې مې تاوان وکړو

زما د باور یاران بدل ولې شول!؟
پۀ صداقت کې مې تاوان وکړو

د یار پۀ هره ناروا به چُپ شوم
پۀ دې عادت کې مې تاوان کړو

پـــــــــۀ تهمتونو د دنیا ککړ یم
پۀ اَمانت کې مې تاوان وکړو

زما د سترګو وړاندې هر څۀ چُور شول
پۀ قناعت کې مې تاوان وکړو

کلیم الله ذاکر بیا هلته پړ یم
که قیامت کې مې تاوان وکړو

Показано 20 последних публикаций.