ستا په شونډو کې سندرې شوې خبرې
چې مسکۍ شـوې ملغلرې شـوې خبرې
چې له نازه ډکې سترګې دې کړې برندې
تـاو راتـاو شـوم رانـه لـرې شـوې خبـرې
زمـا د اوښـکو بــدرګـه شوه سـتا خبرې
نـن دې ځـکه بختــورې شـــوې خبــرې
نن مې ستا نامه په شونډو تېریدله
نن مې خوله کې خوندورې شوې خبرې
د بیلتون د قېصو زغم مې زړه کې نشته
درنـه ګـوره زورورې شـوې خبـرې
پرې مقصد ته دې لالیه نه رسیږم
درنه تاندې او ژورې شوې خبرې
چې د ستا د حسن مخکې غږیدلم
رانه بیرته مهاجرې شوې خبرې
چې یې غوږ کیښود کلیم الله ذاکره
پرې ډاډه شه ستا خبرې شوې خبرې
چې مسکۍ شـوې ملغلرې شـوې خبرې
چې له نازه ډکې سترګې دې کړې برندې
تـاو راتـاو شـوم رانـه لـرې شـوې خبـرې
زمـا د اوښـکو بــدرګـه شوه سـتا خبرې
نـن دې ځـکه بختــورې شـــوې خبــرې
نن مې ستا نامه په شونډو تېریدله
نن مې خوله کې خوندورې شوې خبرې
د بیلتون د قېصو زغم مې زړه کې نشته
درنـه ګـوره زورورې شـوې خبـرې
پرې مقصد ته دې لالیه نه رسیږم
درنه تاندې او ژورې شوې خبرې
چې د ستا د حسن مخکې غږیدلم
رانه بیرته مهاجرې شوې خبرې
چې یې غوږ کیښود کلیم الله ذاکره
پرې ډاډه شه ستا خبرې شوې خبرې