غزل
ــــــــ
لۀ انګازې نه یې د ستر قدرت پېژانده کېږي
لۀ یوې شاړې جزیرې نه قرأت اؤرمه
کیف بدل شوی دی، کېدایشي کومه پېښه وشي
د زړۀ لۀ ډکې هدیرې نه قرأت اؤرمه
ما د کعبې څنګ ته د اور عزیزان هم ولیدل
قسم پخدای لۀ میکدې نه قرأت اؤرمه
نۀ چې زما نه د آدم د کیسې نقل وشي
زۀ د غنمو د دانې نه قرأت اؤرمه
زۀ د دوؤ سترګو د ټکر پۀ حادثه کې مړ یم
شهید یم؛ لاندې د خازې نه قرأت اؤرمه
کؤم د مینې د مذهب پیغمبري احمده
ځکه د هر بزرګ د خولې نه قرأت اؤرمه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــ
لۀ انګازې نه یې د ستر قدرت پېژانده کېږي
لۀ یوې شاړې جزیرې نه قرأت اؤرمه
کیف بدل شوی دی، کېدایشي کومه پېښه وشي
د زړۀ لۀ ډکې هدیرې نه قرأت اؤرمه
ما د کعبې څنګ ته د اور عزیزان هم ولیدل
قسم پخدای لۀ میکدې نه قرأت اؤرمه
نۀ چې زما نه د آدم د کیسې نقل وشي
زۀ د غنمو د دانې نه قرأت اؤرمه
زۀ د دوؤ سترګو د ټکر پۀ حادثه کې مړ یم
شهید یم؛ لاندې د خازې نه قرأت اؤرمه
کؤم د مینې د مذهب پیغمبري احمده
ځکه د هر بزرګ د خولې نه قرأت اؤرمه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ