♡رحمان بابا دیوانه♡


Гео и язык канала: Иран, Пушту
Категория: Религия


زه رحمان د رب بند یم تا مه حال دی
بند چۍ د بل بند شې سه په ېې حال ش

Связанные каналы

Гео и язык канала
Иран, Пушту
Категория
Религия
Статистика
Фильтр публикаций


زړونه ورکوی دوستانو هیل کوم




پخوانۍ کرښې!
ـــــــــــــــــــــــــ

د خپل پرهر پۀ شونډو ږدمه شونډې
نور دې راوچې کړلې غمه شونډې

ساقي دا جام دې پېرته ډک واپس کړه
زۀ د جانان لږې څکمه شونډې

مینې انګار درته په ژبه سوړ کړم؟
لکه پتنګ چې ږدي پۀ شمه شونډې

ځینې ارمان د پای نامه نۀ اخلي
ویل کۀ ژوندئ وم درکوؤمه شونډې

ګیله به نۀ کوئ یارانو خیر دی
ګرم یم چې داسې خوځوومه شونډې

لکه چې بیا د احمد نوم رسموې
پۀ کتابچه چې ږدې قلمه شونډې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


کـــــــــه جـامـې مـې د بخمـل دی خـو د بـل دی
انـدامـــــــــونـه پـکښـې خپـل دی خـو د بـل دی

د ملګــــــــــــــــــــرو نـه پټيـږم پـۀ اختـر کښـې
قیمتـی زمــــــــــــــــــــا چپـل دی خـو د بـل دی

زمـا نـوم ســـــــــــره ئـې هسـې نـوم بـدنـام دې
شنـۀ بـاغــــــــــــــونـه د کابـل دی خـو د بـل دی

بنګـړی ګـــران دی کـه ارزان دی خـو ستـا نشتـه
کـه پـۀ شــــل دی کـه پـۀ سـل دی خـو د بـل دی

او منـــــــــــــــم چـې د ليـلا ستـرګـې کمـال دی
بـې مثـالــــــــــــــــه بـې بـدل دی خـو د بـل دی

کـــــــــــه کاتـۀ ئـې پـۀ تـرتيـب دی د رقيـب دی
کـه ويښتــــــۀ ئـې ول پـۀ ول دی خـو د بـل دی

زۀ شلیـدلـی کـټ کښـــې سملـم ستـوری شمـارم
کــــــــــه خـوبـونـه پـۀ څنـګل دی خـو د بـل دی

کـه اوربـل کښـې ئـې سپـرلـی دی خو پـردی دی
کـــــــــــــــــه لبـان غـزل غـزل دی خـو د بـل دی

منظـــــــــــــــر هسـې د سـاقـی لاسـو تـه ګـوری
کـه پـۀ جــــــام کـه پـۀ بـوتـل دی خـو د بـل دی


☆ده دنیا په چارو هر سړی عاقل دی☆


☆چی سړی په سړی کیږی عقل بل دی ☆

♡رحمان بابا♡


☆په خپل ځان کی خوند پیدا که☆

☆ چی خوند واخلی له دنیا نه☆

☆داسی مه وایه رحمانه چی بی خونده زمانه شوه☆


چی اشنا یی ستمگر شی نو بہ سہ کا
چی زخمی سوک پہ زگرشی نو بہ سہ کا

چی ٹول عمر بیی تیر کڑے پہ پالنگ وی
سہ چی زمکہ یی بستر شی نو بہ سہ کا

چی پہ عمر کخی یی غم لیدلی نہ وی
چی دغم سرہ یی سر شی نو بہ سہ کا

انتظار چی د وصال پہ کومہ شپہ کڑو
دہ بیلتون چی پری سحر شی نو بہ سہ کا

کہ دیدن د یار موندی پہ ڈیرہنر شی
چی غماز د چا رہبر شی نو بہ سہ کا

زہ خاطر خو ہمیشہ دغسی وایم
چی اشنا یی مرور شی نو بہ سہ کا


♡رحمان بابا څه ښايسته ویلي♡


☆خپل فردي پکی معلوم شي ای رحمانه!☆


☆کله کله د غمونو باران ښه وي ☆


نشته په دا ښار څوک چې نه وي خريدار ستا
څه بلا ډير ګرم چې مې وليده بازار ستا

څوک دي چې تا وويني په تا به مين نه شي!؟
هر لوري ته ډير دي که يي ګورې مينه دار ستا

ډير طبيبان راغلل ، لکه راغله هسې لاړل
راشه حال يي ګوره چې څه حال لري بيمار ستا

خوشحال بابا


غزل
ـــــــــــ
کلکه غیږه مې تری واخسته غوصه شوه
ګل ځوانې مې د غمونو سلسله شوه

زندګې می د هغې په نوم قربان کړه
هغه لاړه اوس د بل چا په نامه شوه

نه هیریږې نه خپلېږې حق خیران یم
محبته ستا کیسه خو یو په دوه شوه

اذانونه د چرګ بانګ راباندې اوشو
غم لړلې شبګیره څومره اوږده شوه

تعویذ ګره جادوګره خوښ مې نشوی
ستا جادو ستا په تعویذ هم هیره نه شوه

خیرخواه بس که زندګې دې که راجوړه
ښه پوهیږې چې بدرنګه دی واده شوه

"
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ


روژه مبارک میاشت د34 ورزه بادی دی


Репост из: للأججر.⚚


غزل

څه دې په مخ راخور کړل،څه دې په اوږو واړول


زندۍزندۍ شــــــــومه، ويښته دې په اوږوواړول


نن دې په قنـــــــدو په شکـرو باندې پوه نه کړمه


لاړې! خـــــــاشاک د تنـــــــاره دې په اوږو واړول


زما بې وسه ارمــــــــــانونه دې په ځاى پريښودل


نه دې راټـــــول کړلـــــــو او نه دې په اوږو واړول


يو ليـــــــونى دې هر قــــــــــــدم سره سينه ټپوي


يو ناقـــــــراره غونــــــــدې زړه دې په اوږو واړول


لاهــــــــم د جنګ ترشاه ولاړه يې دمرګ پريښتې


څومــــــــره بې شمېره پښتانه دې په اوږو واړول


د چـــــــا ديــــــــــــــاد قدرداني دې بلا ډېره وکړه


يه کابلی! ميلمانه دې په اوږو واړول


زړونه خو ورکوی 💔


غزل
ــــــــ

غشی لمر او وچه خولۀ، میرات مزل
تا پسې مې کړی دی، ډېر زیات مزل

ستا پۀ یادښت! هر قدم او ساه ثواب
داسې لکه اوږد تر یو جومات مزل

دواړه ننګرهار! او پېښور سره
یؤ دی لۀ کنړ څخه تر سوات مزل

دا پۀ کږلیچونو ستنه، ستنه لار
وو پۀ ماتو ماتو لارو، مات مزل

ستا د سترګو امر راته شوی و
ځان ته مې پخپله کړ سؤغات مزل

چوپ د رقیبانو پۀ کوڅه تېر شه
وه احمده کانده پۀ احتیاط مزل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـــــــــــــــــــــ


غزل

راسره یې په خــــیالونو کې زمــــا یې
لــه قسـمـته نــاخــبره چې دچـــــا يې

زمــــــا زړګیه ډېـر نــادان یې لېــــونیه
هر یوښکلي ته خــــوشاله په هـــوا يې

تا چې ووینمه درد مې دزړه کـــــم شي
ته ملحم یې هــــر پرهــر له مې دوا یې

زمـــــــا زړګیه زمـــــــا واوره مین نشې
وس کــــه خاندې بیا به ګوره په ژړا یې

زه حـېران یم ستا سبا به څنګ سبا شي
مـــــــــدام پـــاتي په راتلـو کې دسبا يې

ځواکه ته چې تل کامیاب په هر ډګر یې
راته ښــــــکاري چې له موره په دعا یې

شاعر..?


غزل
ارواښاد خاطر افريدی

دا ستا په سترګو کښې به څه پاتې شي

رقيبه يار که مې په خوله پاتې شي


يو ځلي نېغ په دې لار تېر شه اشنا


چې دې کاږه واږه کاته پاتې شي


پردی مزدور سحر وختي پاڅېږي


د شوګيرو مئين اوده پاتې شي


افسوس چې ستا په خيال به څه ښکارمه


دغه ارمان به مې په زړه پاتې شي


وستايه تل د يار ترخه خاطره


چې په کتاب کې دې خواږه پاتې شي


غزل
ــــــــ

لۀ انګازې نه یې د ستر قدرت پېژانده کېږي
لۀ یوې شاړې جزیرې نه قرأت اؤرمه

کیف بدل شوی دی، کېدایشي کومه پېښه وشي
د زړۀ لۀ ډکې هدیرې نه قرأت اؤرمه

ما د کعبې څنګ ته د اور عزیزان هم ولیدل
قسم پخدای لۀ میکدې نه قرأت اؤرمه

نۀ چې زما نه د آدم د کیسې نقل وشي
زۀ د غنمو د دانې نه قرأت اؤرمه

زۀ د دوؤ سترګو د ټکر پۀ حادثه کې مړ یم
شهید یم؛ لاندې د خازې نه قرأت اؤرمه

کؤم د مینې د مذهب پیغمبري احمده
ځکه د هر بزرګ د خولې نه قرأت اؤرمه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


♡عبدالرحمن بابا♡

●چا د ځان سره اعمال قبر ته یوړو ●

☆ چا د ځان سره خپل مال قبر ته یوړو ☆

●دا دگل غوندې مخونه به پناه شي اې رحمانه●

☆مرگ یوسف غوندې جمال قبر ته یوړو☆


https://t.me/DurovCapsBot/caps?startapp=7202003783

گرانو دوستانو دغه در سه جاین کړی مفته گټه وکړی 8 ورزه وخت لری

Показано 20 последних публикаций.