غزل
عزم مې ټينګ دی ستاپه باب هره خبره ټينګه
د زړه اړېکه لرم تا سره دلبره ټينګه
چې مې جانان ته ده ستم په نظر چاکتلي
څپېړه وخورې هغه مخ ښه برابره ټينګه
په حال کې ډېر خدمت کومه له ماضي وطن ته
اوس مې تڼاکه ده پر لاس لکه ډبره ټينګه
چې دوه مخي وکي پر دوه سترخوانه وخوري خواړه
مرانده بې نشې دایمان زما له نظره ټينګه
خدایه په سوال د ده او دی ایمان کامله غواړم
کړه پر ایمان باندې الماس او ملغلره ټينګه
لادې دغرونو دجنون خاورې پر مخ پرتې دي
ښکاري اسحاقه اراده دې وه له سره ټينګه
صالح محمد اسحاق
عزم مې ټينګ دی ستاپه باب هره خبره ټينګه
د زړه اړېکه لرم تا سره دلبره ټينګه
چې مې جانان ته ده ستم په نظر چاکتلي
څپېړه وخورې هغه مخ ښه برابره ټينګه
په حال کې ډېر خدمت کومه له ماضي وطن ته
اوس مې تڼاکه ده پر لاس لکه ډبره ټينګه
چې دوه مخي وکي پر دوه سترخوانه وخوري خواړه
مرانده بې نشې دایمان زما له نظره ټينګه
خدایه په سوال د ده او دی ایمان کامله غواړم
کړه پر ایمان باندې الماس او ملغلره ټينګه
لادې دغرونو دجنون خاورې پر مخ پرتې دي
ښکاري اسحاقه اراده دې وه له سره ټينګه
صالح محمد اسحاق