محمد عليم بسمل


Гео и язык канала: Иран, Фарси
Категория: Религия


دغه چینل د مولانا محمد علیم بسمل په اجازه د هغه د مخلصو ملګرو له خوا پر مخ وړل کیږي.

Связанные каналы

Гео и язык канала
Иран, Фарси
Категория
Религия
Статистика
Фильтр публикаций


Репост из: قاري نعمت الله کامران
داسلامي چينلانو اول نمبر لسټ 👇👇👇
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

قاري نعمت الله کامران👇👇🌷☞
https://t.me/kamranashna

عُشَّاقُ الْجَنَّةِ Eashaq Aljan👇
https://t.me/EashaqAljana

اکرام الدين مفتون👇
https://t.me/maftontalib

شاعر"مخبت وردگ👇
https://t.me/Mukhbetwardak

الخيرخواه خپرندويه اداره👇
https://t.me/alkhairkhwa

شاعر"محمد نسیم ریاض👇
https://t.me/taiabgoollab

الاماره نيوز 👇
https://t.me/alem_arah

عزم نيوز👇
https://t.me/azammnews

قاري عاجز اشنا👇
t.me/QariAjizAshna

'شاعر حقاني کوثر👇
https://t.me/Haqanikosar

نسيم منصور طالب👇
http://t.me/ghazalghazalmasham

ستوري دادب په لمن کي👇
https://t.me/sotore25

مولوی سیدفیضانی آغا👇
https://t.me/sayabfaizaniaghaa

نن ټکی اسیا👇
https://t.me/nann20

دنصرالله نصرت دترانوکور👇
https://t.me/NasrullhNasrat

حجره دشعرو څانګه)👇👇🌷☞
https://t.me/hjraah123

شاعر"عُمر نوري 👇👇🌷☞
https://t.me/noori0343

امارت زموژ کوردي👇👇🌷☞
https://t.me/emaratislami

حافظ حنفي شپون👇👇🌷☞
https://t.me/Shpon1212

شاعر" غازي انګار👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/R-n6m_JOYdzyGEr3

شاعر" عـابـد ځـلانـد👇👇🌷☞
https://t.me/abidzaland

مولوي امان الله مستغفر 👇👇🌷☞
https://t.me/mstagfr

قاري امين الله روحاني 👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/AAAAAFcdBprY_di3rviHJw

اسلامي فکر 👇👇🌷☞
https://t.me/lslamifikar

حَسّٰان کوچی👇👇🌷☞
https://t.me/Hassankochi22

جالبه معلوماتي ټولګه 👇👇🌷☞
https://t.me/Gaalebatoolghh

قاري علامحمد اسير 👇👇🌷☞
https://t.me/alla_mahmmd

ديني عبرتناکه قيصي 👇👇🌷☞
https://t.me/edranaacoqisi

شاعر"حافظ کامياب 👇👇🌷☞
https://t.me/Kamiabsa

فکـــــــري درسونه 👇👇🌷☞
https://t.me/fikree_darsona2

استاد احمد ظاهر اسلمیار👇👇🌷☞
https://t.me/ahmad_zahir_aslamyar

الشيخ رحيم الله حقاني 👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/SY8Bx8rifvJCrnxl

فاتح ځواک 👇
https://telegram.me/Padgjdvjee

شيخ مولوي عبدالبصير صاحب👇
https://t.me/sheekhsahiib

شاعر" غــــمــــجن بـــهير 👇👇🌷☞
https://t.me/ghmgan

ثاقب خپلواک 👇👇🌷☞
https://t.me/httSaqibKhpalwak

فکري درسونه دويم ګروپ👇👇🌷☞
https://t.me/ustaz_yasir_darsona

حافظ عصمت اللہ جھادمل 👇👇🌷☞
https://t.me/jahadmal

شاعر"ھلال مھاجر 👇👇🌷☞
https://t.me/muhajirhilal

الزمزم خپرندويه اداره 👇👇🌷☞
https://t.me/ALZAMAZAM22

قاري روح الامین 👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/Us43B0H5B3k4M2Q1

شاعر"جاوید حیدر👇👇🌷☞
https://t.me/javedhaidar

شاعر" بدري طالب👇👇🌷☞
https://t.me/Badritaleb130

شاعرسعادت مهاجر👇👇🌷☞
https://t.me/Sadatmuhajir

مولوي سيد سبحاني آغا👇👇🌷☞
https://t.me/a09054075838

ولي زمان (رضــــاء وزير)👇👇🌷☞
https://t.me/razawaziir

محمد عليم بسمِل 👇👇🌷☞
https://t.me/bismilbismil

شاعر"قاري مسرور وفا👇👇🌷☞
https://t.me/qaremasroorwafa

دی عاشقانو منبع 👇👇🌷☞
https://t.me/khawrinikmal22

حماسي شعرونه 👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/AAAAAFT8auGfjLMA0CDpUQ

شاعر"چنار ټکور👇👇🌷☞
https://t.me/chinartakoor

شاعر"حافظ احسان الله محسن 👇
https://t.me/mohsin1230987

م . عبدالناصر مظهري 👇
https://t.me/Abdulnasirmuzhari

نصيب الله خوش نصيب👇
https://t.me/naseeb00

دشيخ م عبدالبصير صيب ديوټيوب چينل 👇👇🌷☞
https://youtube.com/channel/UCV760vHnS6h3RvXsWUYNyNw
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لسټ ته دچينل داخلولو لپاره دلته رابطه وکي
👇👇👇👇
╔═━✥◈✥━═╗
@NaveedKhaan
╚═━✥◈✥━═╝


پښتو تا به نازوو چې کراري شي
تا ملا ته ودوو چې کراري شي

دغه ژوندمو د فاسد لمانځه په څيردى
دا به بيا راګرځوو چې کراري شي

امن نشته د کفن دکان هم بند دى
مرګه موږ خپله درځو چې کراري شي

موږ خپل زړونه امانت له ښکلو اخلو
بيا يې بيرته ورکوو چې کراري شي

پېښې باد او موږه څانګې يو بسمله!
چټي دا هيله کوو چې کراري شي


ځان دبل غلامول دي اوذلــــــــــــــت دي
ګرانه عشق څه دي يوښکلي حماقت دي

غږ"محسن احسان
کلام"محمدعليم بسمل


سلام په ټولو خويوچاته يو ځانګړي سلام
زما دزړه دملک باچا ته يو ځانګړي سلام


غږ"قاري محمد جمعه ساجد
کلام"محمد عليم بسمل


ټيليګرام چينل ته داخل شئ👇👇
https://t.me/bismilbismil


چې مې یا هېڅ نه لیدلی او یا هر وخت راسره وای
دغه لږ لږ دې چې وینم، بس همدې خراب خراب کړم


له ما ورکې نوی ژوند دې مبارک شه!
چې د چا شوې، بس همدا دې پر تا ګران شي

پروا نه لري، چې زه دې لېونی کړم
زما ژوند دې ستا له سترګو نه قربان شي


خوی د پی مخو به جفا وي خو وفا هم کوي
دردونه چاته چې ورليږي پرې دوا هم کـوي

ښکلي چې هرڅومره بزرګ شي او دخدای ولي شي
د ديدن لمونز قضا کوي د زړه غلا هم کوي

ظالمې مونږخو په حلواپسې خپل سر ماتوو
څه تعجب دی چې دخولې مينه ملا هم کوي

غريب ګردباد چې کله ومومي دخاورو کفن
دمرګي غيږي ته ورځي ورته نڅا هم کوي

خدايه که مينه ناروا وي بسمل عفوه غواړي
انسان عاجز دی کله کله ناروا هـــــم کوي

دغزل مطلع دبيدل دهمدې بيت ژباړه ده
خوب رويان جفا پيشه وفـا نيز کنند
به کسان درد بفرستند دوا نيـز کنند


خدایه! که مینه ناروا وي، بسمل عفوه غواړي
انسان عاجز دی، کله کله خطا هم کوي


زه به یمه وړی د مرګ خــوب، امن به راشي
مانه به يی خدايه دديدن لمونځ قضيٰ شي

آواز: بشیر احمد احمدي
کلام"محمد عليم بسمل


مزې خو هغو خلکو وکړې چې ساړه يې کيږي
ملګرو! خدای دې صبر ورکړي چې چا اور اخیستی

پروردګار خــــــو دې ژر راوله چې غېږه درکړي
لوګی مې ستا په انتظار دی، خو ما اور اخیستی


غزل
له نظرہ دې لوېدلی یم، زخمي یم
ستا د خال پر ماین ختلی یم، زخمي یم

د خپل ځان سرہ مې جنگ دی لہ مودو نه
خدایه مرسته، لګېدلی یم، زخمي یم

ستا له تورو تورو سترګو ډزې کیږي
د سینې مورچل کې غلی یم زخمي یم

ګرانه راشه چې په غېږه کې دې مړ شم
له جګړې څخه راغلی یم، زخمي یم

یم بېهوشه، خو پر ځان دومره پوهېږم
چې بسمل یو چا ویشتلی یم، زخمي یم


سل نفره تېر شي، سل نفره سلام واچوي
ته بس پکې ځانته یې، سلام دې ځانته خوند کوي


د (ګلبشرې نظم)

غږ "بشیر احمد احمدي

کلام" محمد عليم بسمل


ګلبشرې ته پرانيستی ليک
—------------------------------—
ګلبشرې! زما همېش تاته سلام دی
چې دې یاد کړم، ګلبشرې سلام مې واخله
د وران کلي او د کور سلام مې واخله
د جومات او د حجرې سلام مې واخله

ګلبشرې د بمبار شوي کور په شان يم
نړېدلي مې د زړه ټول دېوالونه
لوټې لوټې يم، په خپل وجود کې ښخ يم
کفن کړي مې د خپل وجود ګردونه

اوس هغه د پنجشنبې ماسپښين نه دی
په وطن د ډب ډبنې پېريان ناست دي
شوله خپله ښکلا غم افغانستان ته
په دې ښکلي د بنګنې پېريان ناست دي

د جمعې شپه کې چې ستا د مخ تأثير وو
هغه شپه اوس د وصال په وینو رنګ ده
عشق زخمي دی او جمال په وينو سور دی
ټپه هم د خد و خال په وينو رنګ ده

ګلبشرې! يو داسې ورور مې شهيد شوی
چې ښايسته لکه د ستا د ټپې بند وو
ګلبشرې! زما د ورور ښکلو لېمو کې
د حافظِ شېرازي د غزل خوند وو

هديره کې مې د ورور د څڼو بوی دی
که د ورور غوندې ښکاريږي د ورور قبر
د ورور ياد به په زخمي زړګي کې ساتم
که په سترګو نه جوړيږي د ورور قبر

هغه سپین دسمال زما په وينو رنګ شو
چې بسمل دې پرې ليکلی وو حسينې!
په يو کونج کې يې زخمي زړګی انځور وو
او له غشي راتلې ټکی ټکی وينې

خپلې ماتې دروازې ته خفه نه يم
ګلبشرې! ستا په دسمال پسې خفه يم
په بسمل د قسم حق نه لرې ګرانې!
خدای منې چې د يو کال پسې خفه يم


نوی ترانه

جنګي روزنتون

دغشو ویشتل زده کول کړي تیار دي تیاردي الله اکبر الله اکبر

جنګي روزنتون کړي دځان ازمویل په لوړ ابتکار دي الله اکبر الله اکبر

غږ : مولوي محمد امين حيدري
شاعر : محـترم بدري تکل


‏انا لله وانا اليه راجعون😭😭😭😭
د نامتو او وتلي نعتخوان او ترانه ویونکي ‌الحاج ملا فقیر محمد درویش مور له اوږدې ناروغۍ وروسته په حق ورسېده.
رب دې جنت الفردوس ورته نصیب کړي
او رب دې حاجي صاحب او ټولې کورنۍ ته صبر جمیل او اجر عظیم په نصیب کړي.


نوې ترانه. د شهادت سفر ....
اواز- مولوي محمدامین حیدري


#الحکمت نشرياتې_اداره
https://t.me/AlhikmatNaat
*•┈┈••🌿🌺🌿•✾••


الحکمت خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کيږي
نوې ترانه

روح مي ستا دعشق ترسوري پوري راوړ
دهجران لمبې وهلی دی بيمار دی

ویـونـکی : مـولـوي مـحـمـد امـیـن حـیـدري
شــاعــر: بـدري تـکـل

👇👇👇👇👇👇
https://t.me/AlhikmatNaat
•┈┈••🌿🌺🌿••┈┈•


شرف کړي هېر له انسان


اواز: مولوي محمدامين حیدري
شاعر: انس حقاني


ټيليګرام چينل ته داخليدو دپاره👇👇
https://t.me/maminhaidarii


محبت به دی په هیڅ څه بدل نه کړم

قاري محمد جمعه ساجد
شاعر امین حیدري
*•┈┈••🌿🌺🌿••┈┈•*


ټيليګرام چينل ته داخليدو دپاره👇👇
https://t.me/maminhaidarii

Показано 20 последних публикаций.

944

подписчиков
Статистика канала