د یوې حجرې او سنګر یاره راځه مې تر مزاره
چې هېر مې نه کړې
کـــه تېرېدې پــه بَـــره لاره راځه مې تر مزاره
چې هېر مې نه کړې
پـــه مـاشـومـانـو مـې تـل پـام کوه
په مـــور او پـلار مې هم سلام کوه
ګـــوره بـدل نه شې سالاره راځه مې تر مزاره
چې هېر مې نه کړې
پــام کــړه زړګیه چـې پاګل نه شې
دِ بیت المال د مال چې غل نه شې
ځـان به ساتې له هر بَدکاره راځه مې تر مزاره
چې هېر مې نه کړې
چې درنه لار او مسیر ورک نه شي
زړه د له بغض او کینې ډک نه شي
هـــره خبر به کـــړې هواره راځه مې تر مزاره
چې هېر مې نه کړې
د ژونــــدانــــــه د ختمېدو ورځې
زمــــــا او ستـــــا د بېلېدو ورځې
احـسـان الله عزیره شماره راځه مې تر مزاره
چې هېر مې نه کړې
احسان الله عزیر