احسان الله عُزیر


Гео и язык канала: Иран, Фарси
Категория: не указана


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خوږو ملګــرو دلته راسره پاتې شی
زما دقلم څه ګوډ مات غزلونه به درسره
شریکوم په درنــــاوي

Связанные каналы

Гео и язык канала
Иран, Фарси
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций






النبوي اداره یي وړاندي کوي

کسر...
ديوي حجري اوسنګریاره
راځه مي ترمزاره چي هيرمی نه کړي
که تيری دي په بره لاره راځه مي ترمزاره
چي هيرمي نه کړي


آواز :
مولوي سید رحمت سعید
شاعر : احسان الله عزیر
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131




د یوې حجرې او سنګر یاره راځه مې تر مزاره
چې هېر مې نه کړې
کـــه تېرېدې پــه بَـــره لاره راځه مې تر مزاره
چې هېر مې نه کړې

پـــه مـاشـومـانـو مـې تـل پـام کوه
په مـــور او پـلار مې هم سلام کوه
ګـــوره بـدل نه شې سالاره راځه مې تر مزاره
چې هېر مې نه کړې

پــام کــړه زړګیه چـې پاګل نه شې
دِ بیت المال د مال چې غل نه شې
ځـان به ساتې له هر بَدکاره راځه مې تر مزاره
چې هېر مې نه کړې

چې درنه لار او مسیر ورک نه شي
زړه د له بغض او کینې ډک نه شي
هـــره خبر به کـــړې هواره راځه مې تر مزاره
چې هېر مې نه کړې

د ژونــــدانــــــه د ختمېدو ورځې
زمــــــا او ستـــــا د بېلېدو ورځې
احـسـان الله عزیره شماره راځه مې تر مزاره
چې هېر مې نه کړې

احسان الله عزیر


دا چې رپي په قبرو یې جنډې سپینې
دوی توی کړې دي په دین او وطن وینې

دوی د ژوند له رنګینیو وو تېر شوي
کباب کړې یې په اور ځوانۍ حسینې

احسان الله عزیر


#بختور_دی

چې آګاه له اَبدي خوندو کوم ځوان شي
ښـایستـونـه د دنیا پـرېـږدي روان شي

چې الله ته ورنږدې شي ترې راضي شي
نو بیا مَـل د شُهداوو د کاروان شي

پـه خندا او پـه رضـا وړي سـر تـر داره
دچا ویښ چِ مړضَمیر،اِحساس،وِجدان شي

څوک چِ ټوک ټوک په دفاع ددین وطن شي
بختور دی بس پوره یـې لوی آرمـان شي

کوم چې زړه ته رانږدې کړو اې عُزیره
هغه واخلي هغه حورو باندې ګران شي

احسان الله عزیر


النبوي خپرندویه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر...
شو زرغون زرغون هیواد
ښکلی شو څو چنده چی
راووت لا ازمون هیواد

آواز رحمن الله زیار
شاعر احسان الله عزیر
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131


النبوي اداره یې وړاندي کوي
ځکه یې ما سوی بوټ ساتلی دی.
ــــــــــــــــــــــــ
نوی غمجن نظم

کـسـر ،

چیرته مې چې خوږ یار ډرون ویشتلی دی
جـوړ په هـغـه ځای بانـدې لـوی څـلـی دی


آواز ، سیحان ملنګ غزنوي ،
کلام ، احـســان اللّه عــزیـر ،
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131




#نوی_غـزل

که د تعلیم دروازې وازې نه شي
د اُخوت رسۍ به درازې نه شي

که له رڼا مو خلک را وګرځول
بیا به مو هیڅ اړیکې سازې نه شي

مظلوم ته لاس ورکړئ راپورته یې کړئ
چې منزوې نه شي یوازې نه شي

د مینې تخم ښه ډیر وشیندی پام
دا پرګنې مو چې غمازې نه شي

وېرېږم زه احسان الله عزیر
چې بیا جګړې دلته آغازې نه شي

احسان الله عزیر


Репост из: العصر بصري څانګه
غــزل

جګړه چې ختمه شوله حس مو کړلو خوند د حریت
آرام ویده شوو سـر مـو کېښود په مړوند د حریت

په ځان مـو کَش کـړ د سکون څادر دمه شوو پکې
عجیبه خـوږ دی او لـه کیفه ډک دی ژوند د حریت

تللي مـرغان هـم را ستانه شول خپلو ځالو ته ټول
وایـي نغمې ، نغمې ، نغمې، پـــه غـږ بلند د حریت

پـه پـاک مؤمن افغانستان کې ټولو سـاه واخیسته
چې لـه کلو پس شو آفتاب پرې راڅرګند د حریت

چـې راستــانه شــول مهاجـــر احسان الله عزیره!
تــه باور وکړه چې شو زیات لِذت څو چند د حریت

احسان الله عزیر


#کلونه_کېږي

کېني وره کې یوه مور کلونه کېږي
زوی یې تللی پټ له کور کلونه کېږي

چا ویلي ورته ولاړ هـا پورې غره ته
دقیق څــاري هغه لور کلونه کېږي

جوړې شوې یې په مخ د اوښکو لارې
بل په زړه یې دی سور اور کلونه کېږي

هغه څه شو مرګ او ژوند یې معلوم نه شو؟
دا پوښتنه کړي له ورور کلونه کېږي

په سینه کې یې زړګی وهي ټوپونه
اې عزیره!!! کــوي شور کلونه کېږي

احسان الله عزیر


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram


ساده ترنم!
چیرته مې چې خوږ یار ډرون ویشتلی دی.

غږ مدني آشنا
شاعر احسان الله عزیر


ځکه یې ما سوی بوټ ساتلی دی.
ــــــــــــــــــــــــ

چیرته مې چِ خوږ یار ډرون ویشتلی دی
جوړ په هغه ځای باندې لوی څلی دی

ټوک ټوک موټرګاټ ورسره څنګ کې پروت
نـوم یـې په ډبـره لـوی لیکلی دی

وخـت ناوخت ورځـمه رانـه هېر نه دی
هر یاد یـې زما زړه بـاندې ګنډلی دی

هـو چې ویده نه شم د غفلت په خوب
ځکه یې مـا سوی بوټ ساتلی دی

ګونګ تصویر یې ځان سره ښه کلک ساتم
څو ځل مې په اوښکو ښه وینځلی دی

نه وایم په خوله باندې هغه پسې
وران زمـا عزیر د زړه کلی دی

احسان الله عزیر


#ټرمپ_ته😜

پروا یې نه لرو زموږ لپاره
لکه پاخه سرک کې جمپ داسې دی

ټرا یې خېژي څه کولی نه شي
لکه ټکټر یا واټرپمپ داسې دی

هیڅ وخت په خپله خبر نه درېږي
عزیره! داسورمخی ټرمپ داسې دی

احسان الله عزیر


Репост из: دخونړي انقلاب غمجنې کيسې
الأبطال خپرندويه اداره يې وړاندې کوي.

د شهيد ملا امیرجان ''متقي'' تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

لیکوال:  احسان الله عزیر

درېیمه برخه:

الأبطال نشراتي اداره.
https://t.me/Alabtaaledarh313


Репост из: دخونړي انقلاب غمجنې کيسې
الأبطال خپرندويه اداره يې وړاندې کوي.

د شهيد ملا امیرجان ''متقي'' تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

لیکوال:  احسان الله عزیر

دوهمه برخه:

الأبطال نشراتي اداره.
https://t.me/Alabtaaledarh313


Репост из: دخونړي انقلاب غمجنې کيسې
الأبطال خپرندويه اداره يې وړاندې کوي.

د شهيد ملا امیرجان ''متقي'' تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

لیکوال:  احسان الله عزیر

لمړۍ برخه:

الأبطال نشراتي اداره.
https://t.me/Alabtaaledarh313

Показано 20 последних публикаций.