#بېړنی-خبر
خیبرپښتونخوا کې ولسي خلکو د پاکستاني رژیم پر ضد د جهاد اعلان کړی
تېره ورځ د خیبرپښتونخوا لکي مروت سیمه کې ولسي خلکو د پاکستاني رژیم پر ضد د جهاد اعلان کړی او له ټوپکونو سره سړکونو ته راوتي دي.
د لکي مروت مشر انعام خان مروت دا اعلان کړی او ټول پښتانه قومونه یې د پاکستان پوځ او پولیسو پر ضد وسلوال پاڅون ته بللي دي.
انعام خان ویلي، چې پاکستانی حکومت یې حقوق نه ورکوي، دوی مجبور شوي چې د جنګ اعلان وکړي او د دوی پر وړاندې جهاد فرض دی. نوموړي خیبرپښتونخوا کې پر ټولو پښتنو قومونو غږ کړی چې جنګ ته تېار شئ، وینې به تویوو او شهادتونه به ورکوو.
ځايي سرچینې وايي، چې لکي مروت کې د وسلوال پاڅون دا اعلان وروسته له هغې کېږي، چې تېره ورځ پاکستاني پولیس د انعام خان نیولو پسې راغلل او ولسي خلک یې پر وړاندې وسلو سره راووتل.
د یادونې وړ ده، چې پاکستاني رژیم وروستیو کې خیبرپښتونخوا کې پر پښتنو قومونو ظلمونه ډېر کړي دي او له خپلو اساسي حقونو یې محروم کړي دي، چې تازه وحشت کې وړمه شپه پاکستاني الوتکو وزیرستان کې د ملکي خلکو کورونه بمبار کړل او ګڼو ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.