حاجي شریف Haje Sharif


Channel's geo and language: Iran, Persian
Category: not specified


محترمو ملګرو:
دحاجي شریف مخکينی چينل بعد له څلورو کلنو بلاک شو!
نور به آینده کې دلته نوي چینل کې نشرات کوو ان شاءالله
دا چینل کې به تاسو ته اسلامي،تفریحي،دافغانستان او نړۍ ريښتيني تازه خبرونه، ویډیوګاني،تراني،بر وقت خپرېږي.
https://t.me/subaubsub

Related channels  |  Similar channels

Channel's geo and language
Iran, Persian
Statistics
Posts filter


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
‏پستو چوکیو لږ بېغوره کړلو
هغه د غرونو عبادت نــــشته

ـــــــــــــــــــــ
حاجي شریف نشراتي واټساپ ګروپ🤝
https://chat.whatsapp.com/IXcndPXaOuyGNdBofESTs9


‏د حماس او اسرائیلو تر منځ هوکړه کې څه دي؟

د حماس او اسرائيلو ترمنځ هوکړه به د يکشنبې په ورځ پلې شي، په دې هوکړه کې څه دي؟

اسرائيلي رسنيو خبر ورکړی، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ هوکړه په وروستيو شېبو کې ده او د يکشنبې له ورځې به د درېيو اسرائيلي بنديانو په خوشې کولو پلې شي.

د اسرائيلو ۱۲ چېنل تازه خبر ورکړی، چې د هوکړې په لومړۍ مرحله کې به په اوو ځلونو کې ۳۳ اسرائيلي بنديان خوشې شي او دا به په ۴۲ ورځو کې وي.

له راپور سره سم د هوکړې په اوومه ورځ به حماس ۴ نور اسرائيلي بنديان، په ۱۴مه ورځ ۳ نور او په ۲۱ مه ورځ به ۳ نور خوشې کړي. په ۲۸مه او ۳۵مه ورځ هم د درېيو درېيو بنديانو او په وروستۍ اوونۍ کې د ۱۴ اسرائيلي بنديانو د خوشې کېدو وړاندوينه شوې ده.

د اسرائيلو ۱۲ چېنل ليکي، چې د هوکړې له پلي کېدا سره سم به اوربند هم پلی شي او د يادو اسرائيلي بنديانو په بدل کې به په لومړي پړاو کې ۱۰۰۰ تنه فلسطيني بنديان د اسرائیلي له زندانونو ازاد شي.

دې خبري چېنل زياته کړې ده، چې اسرائيلي پوځ به په لومړۍ مرحله کې د غزې په منځ کې له نتساريم تنګي وځي او ورپسې به ټول اسرائيلي سرتېري جنوب کې له فلاډلفيا تنګي هم وځي.

دغه راز به په ورته وخت کې غزې سره په بشري مرستو کې هم زياتوالی راځي، چې د ورځې به تر ۶۰۰ پورې بار لاريو ته د تګ اجازه ورکول کېږي. په دې سربېره به د غزې د شمال اوسېدونکو ته اجازه ورکول کېږي، چې خپلې سيمې ته ورستانه شي.

د الجزيره عربي له راپور سره سم حماس د دې ضمانت هم غوښتی، چې د غزې د بيا ابادۍ لپاره به معلوم زماني جدول چمتو کېږي او دا چې اسرائيل به بياځلي جګړه نه پيل کوي. ويل شوي چې د حماس دا غوښتنې هم منل شوې دي.

په ورته وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن په دې اړه ويلي، چې هوکړه کې به اوربند وشي، اسرائيلي پوځيان به له غزې په شا کېږي، حماس سره اسرائيلي بنديان به راخوشې کېږي او غزې ته به په بشري مرستو کې زياتوالی راځي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائيلي ورځپاڼې «معاريف» د دې هوکړې له امله د اسرائيلي حکومت د چارواکو ترمنځ له سختو اختلافاتو پرده پورته کړې او ويلي يې دي، چې د نتنياهو په ګډون ګڼ شمېر وزيرانو په هيڅ صورت نه غوښتل دغه هوکړه ترسره شي.

دغې ورځپاڼې نن د چهارشنبې په ورځ په خپل يوه راپور کې د اسرائیلو د امنيت وزير، د ماليې وزير، د اسرائيلو لومړی وزير او د استوګنې وزيره د دې هوکړې له سرسختو مخالفينو بللي دي. د اسرائيلو د امنيت وزير دا هوکړه «حماس ته تسليمېدا»، «د وژل شويو اسرائيلي پوځيانو له وينو سره خيانت» او «د حماس په وړاندې د اسرائيلو د دريځ کمزوري کېدل» وبلل.

ورځپاڼې زياته کړې ده، چې اسرائيلي حکومت کله هم دا هوکړه ترسره کول نه غوښتل، خو داخلي فشارونو پای هم دې ته اړ کړ، چې حماس سره خبرو اترو ته کښېنې.

رسنيو څو ورځې وړاندې هم د اسرائيلو د يوه پخواني وزير خبرې راخيستې وې، چې نوموړي په کې اسرائيل د حماس په وړاندې ناکام بللي وو. هغه دې ته اشاره کړې وه، چې سيمه لا هم د حماس په ولکه کې ده، اسرائيلي پوځ درانه تلفات ګالي او له غزې لا هم په اسراييلو توغندي ورول کېږي، چې دا او نور واقعيتونه ښيي؛ چې حماس مات شوی نه، بلکې لا پياوړی شوی دی.

بل پلو حماس لا د وروستي ځل خبرو له پيله ويل، چې دوی د هوکړې نهايي کولو ته چمتو دي، خو د اسرائيلو لومړی وزير نه غواړي دا هوکړه ترسره شي.

د اسرائيلي زندانونو دننه دا مهال نږدې ۱۰۴۰۰ فلسطيني وګړي بنديان دي، چې مېرمنې او ماشومان هم په کې دي. بل پلو انګېرل کېږي، چې غزه کې ۹۹ تنه اسرائيليان له حماس سره بنديان دي، خو حماس وايي چې له دوی څخه لسګونه تنه د اسرائيلو په بې درېغه بمباريو کې وژل شوي دي.

غزه کې د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهيسې اسرائيلي پوځ د درنو بمباريو په ترڅ کې د بې ګناه فلسطيني وګړو ټولوژنه پيل کړې ده، چې تر دې دمه يې له ۱۵۰ زرو ډېر فلسطينيان شهيدان کړي او ټپيان کړي دي. په دې سربېره ۱۱ زره تنه نور تري تم دي، چې په غالب ګومان هغوی به هم خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. امريکا په دې جګړه کې د اسراييلو بې قيد او شرطه مرسته کوي، چې د اسرائيلي چارواکو په وينا که دا مرسته ودرېږي؛ اسرائيل به دغه جګړه په مخ يو نه وړی شي.

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub




Video is unavailable for watching
Show in Telegram
د غزې اوسېدونکو چې 465 ورځې یې د اسرائیلو وحشتونه، ظلمونه او بمبارۍ زغملې دي د اوربند د موافقې لمانځنه کوي.

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
صحنه های ویدیویی در رسانه ها شادی مردم فلسطین به ویژه در جنوب و مرکز نوار غزه در آستانه اعلام رسمی دست یابی به توافق آتش بس غزه میان حماس و صهيونيست اسرائیل را نشان می دهد.

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


#بيړنی-خبر
‏بېړنی خبر:
اسرائیلو ماته ومنله، له غزې وتلو او بندیانو تبادلې ته یې غاړه کېښوده!

د ۱۵ میاشتو جګړې او وحشتونو وروسته بالاخره اسرائیلي اشغالګرو د حماس جهادي غورځنګ غوښتنو او شرطونو ته غاړه کېښوده او د جګړې درولو، غزې څخه تېښتې او بندیانو تبادلې غوښتنې یې ومنلې.
د اسرائیلي اشغالګرو له لوري د دې شرطونو منلو خبر الجزیرې تلوېزیون او د اسرائیلو ۱۲ خبري چېنل تازه خپور کړی دی.

څو شېبې وړاندې حماس جهادي غورځنګ هم الجزیرې تلوېزیون ته منلې چې د بندیانو تبادلې او اوربند اړوند یې خپله موافقه د قطر او مصر چارواکو ته سپارلې ده.

عربي رسنۍ تمه څرګندوي، چې نن شپه یا سبا ورځ به د اسرائیلو حکومت په رسمي ډول خپله موافقه د قطر حکومت ته وسپاري.

اسرائیلي اشغالګر د اوږدې جګړې او پراخو وحشتونو سربېره ونه توانېدل چې کوچنۍ غزه کې د حماس جهادي غورځنګ له منځه یوسي یا د فلسطیني مجاهدینو له منګلو خپل بندیان ازاد کړي.

اسرائیلي اشغالګرو د حماس ټولو هغو شرطونو ته غاړه اېښې چې د جګړې په لومړیو کې یې په کلکه ردول.
د یرغل پای ته رسول، د غزې څخه د ټولو اشغالګرو ځواکونو ویستل او د بندیانو تبادله هغه شرطونه وو چې حماس پرې ټينګار کاوه او بالاخره اسرائیل یې منلو ته مجبور شول.

بلخوا د اسرائیلي یرغلګرو تر ټولو لوی ملاتړي امریکا هم د حماس جهادي غورځنګ ماتول ناشونی کار بللی. د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تازه ویلي، چې حماس ماته ناشونې ده او دا غورځنګ توانېدلی چې خپلې پوځي لیکې بیا منظمې او نوي جنګیالي خپلو لیکو ته جذب کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېر کال ویلي و، چې غزه کې به بیا حماس نه وي خو تېره ورځ یې وویل چې دوی د اوربند په هکله د حماس ځواب ته منتظر دي.!

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub




#خبر-مهم
خبرگزاری فرانسه به نقل از منابع خود اعلام می کند که گروه های جهادی حماس و جهاد اسلامی با طرح آتش بس در غزه موافقت کرده اند.

در همین حال شبکه 12 اسرائیل اعلام کرد که توافق آتش بس در غزه امروز امضا و فردا رسما اعلام خواهد شد.

این شبکه افزود: حماس روز یکشنبه هفته آینده اولین گروه از گروگان ها را آزاد خواهد کرد.

لازم به ذکر است طی دو روز گذشته تلاش ها برای حفظ آتش بس میان طرف های درگیر در غزه به میزبانی قطر انجام می شود و گفته می شود پیشرفت هایی در مذاکرات حاصل شده است.

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


#بهرنی_خبر
اسرائيلي رسنيو د پېغور په شکل ليکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د صهيونيستي رژيم لومړي وزير نتنياهو ويلي وو، چې د حماس په نوم به څه شی پرېنږدي او له منځه به یې يوسي؛ خو اوس د ۲۰۲۵ کال په لومړيو ورځو کې وايي، چې موږ له حماس غورځنګ سره د اوربند په اړه د هغوی د رد او يا هم هو په تمه يو.

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو تر مينځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمې ناستې ته د بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي صاحب وينا

ځای: د بهرنيو چارو وزارت، د تشريفاتو تالار

نېټه: ۲۶ جدی ۱۴۰۳ش، ۱۵ جنوري ۲۰۲۵م

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
غوره وينا (۸)
ويناوال: مولوي عنايت الله
علمي صاحب حفظه الله

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
‏د نن بحث
ــــــــــــــــــــ
غزه کې د اوربند ټینګښت هڅې؛ په تازه خبرو کې دواړه لوري وروستي پړاو ته نږدې شوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې قطر کې د غزې اوربند په تړاو د ښکېلو غاړو ترمنځ خبرې اترې وروستي پړاو ته نږدې شوې دي.

په همدې موضوع د حريت همکار د سیاسي چارو شنونکي عبدالحق حماد سره بحث کړی.

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


#امریکا
د امريکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کلفورنيا په لاس انجلس کې پراخې اورلګېدنې ته په لومړي غبرګون کې د دغې اورلګېدنې زيانونه له اټومي بريد سره پرتله کړي دي.

نوموړي ويلي، ما همدا اوس ډېر پټ، ډېر ساتل شوي عکسونه ليدلي دي، وضعیت د هغه څه په پرتله ډېر بد دی چې په ټلویزیون کې ښودل کیږي. په دې صحنو باور کول ګران دي.

ټرمپ زياته کړې: «زه باور لرم هغه زیان چې دې اورونو رامنځته کړی، له هغه زیان څخه ډېر دی چې اټومي برید يې دې سیمو ته رسولی شي. ما هېڅکله داسې څه نه دي لیدلي. کیلومټرونه کورونه په بشپړه توګه سوځیدلي دي، هېڅ شی یې نه دي پریښي. ډېر د مړو جسدونه به وموندل شي.»

نوموړي د دغه اور په وژنه کې انساني هڅې ناکامې يادې کړې دي او زياتوي، یوازې د لټون سپي، په ځانګړې توګه (جرمن شپون سپي) به وکولی شي دا جسدونه ومومي. دوی تر ایرو لاندې د لټون حیرانوونکې وړتیا لري. له بده مرغه، ډېر دمړو جسدونه به وموندل شي.

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي د اقلیمي بدلون ملي کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي، که‌چېرې موږ خپلې اوبه مهار او کنټرول نه‌کړو، له کنټرول پرته هرې خوا ته بهېدل به یې د دې لامل شي چې، یوه ورځ به موږ د څښلو اوبه هم ونه‌لرو.

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
‌‎#مهم‌ترین_خبرهای_روز
ارزش صادرات افغانستان در ربع سوم سال روان خورشیدی به ۶۶۹.۷ میلیون دالر می‌رسد.
‎#ملي‌تلویزیون

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
‌‎#د_نن_لنډ_او_مهم_خبرونه
د روان کال په درېیمه ربعه کې له هېواد څخه د ۶۶۹.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادارت شوي.
‎#ملي‌تلویزیون

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


تۀ! زخمي زخمي زړونو ته
د مرهم مرهم غوندې یې
يو ګل یې د فطري ګلشن
ته شبنم شبنم غوندې یې

نعت ویونکی:
مولوي عبدالصمد صميم
نعت ليکونکی : سید درمل

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


امتیاز آدمیّت تاخلایق درجهان
علم‌و دانش باشد و فرهنگ پویای روان

ترانه خوان: عبدالخالق ریحان
شاعر: عبدالودود راغب

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


نوی درس؛

موضوع :اسلامي نظام څه شی دی؟
وخت: 1:19:37
ویناوال : مولوي عبدالهادي مجاهد
نشرونکي :فکري درسونه

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
د خوږې حنجرې او قوي عزم څښتن ابوعبيده حفظه الله....
يوه زرينه او شجاعت څخه ډکه وينا:

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
t.me/subaubsub

20 last posts shown.