#امریکا
د امريکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کلفورنيا په لاس انجلس کې پراخې اورلګېدنې ته په لومړي غبرګون کې د دغې اورلګېدنې زيانونه له اټومي بريد سره پرتله کړي دي.
نوموړي ويلي، ما همدا اوس ډېر پټ، ډېر ساتل شوي عکسونه ليدلي دي، وضعیت د هغه څه په پرتله ډېر بد دی چې په ټلویزیون کې ښودل کیږي. په دې صحنو باور کول ګران دي.
ټرمپ زياته کړې: «زه باور لرم هغه زیان چې دې اورونو رامنځته کړی، له هغه زیان څخه ډېر دی چې اټومي برید يې دې سیمو ته رسولی شي. ما هېڅکله داسې څه نه دي لیدلي. کیلومټرونه کورونه په بشپړه توګه سوځیدلي دي، هېڅ شی یې نه دي پریښي. ډېر د مړو جسدونه به وموندل شي.»
نوموړي د دغه اور په وژنه کې انساني هڅې ناکامې يادې کړې دي او زياتوي، یوازې د لټون سپي، په ځانګړې توګه (جرمن شپون سپي) به وکولی شي دا جسدونه ومومي. دوی تر ایرو لاندې د لټون حیرانوونکې وړتیا لري. له بده مرغه، ډېر دمړو جسدونه به وموندل شي.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ t.me/subaubsub