ملګري او شناخت مو ١٤ کلن شو،لومړی ځل هرات کې په١٣٨٩ کې سره مخامخ شوو له هماغه وخت نه مو ډېري ښې اړېکې او تماسونه وه، الله تعالی ډېر ښه علمیت او سیاسي درایت ورکړی. د حکومتولۍ په چارو کې فوق العاده پوهه او ځیرکتیا لري، په معاصره فقه کې هم پوره معلومات، برلاسی او بلدتیا لري.
بیامو د هرات ولایت کې خدمت کاوه ما دښاروال او دوی د والي په توګه ډېر ښه مخته سره ولاړو او د اعتماد کامله فضا مو په منځکې حاکمه وه تردې چې د ولایت کارکوونکو ته یې ویلي وه چې پر هر مکتوب د مهاجر لاسلیک وي زه یې امضاء کوم او د کتلو اړتیا یې نه وینم.
دویم ځل مي د ولایت د معاون په توګه یو کال یوه میاشت او١٢ ورځي کار ورسره وکړ.په همدې ټوله موده کې مو تریو تندی نه دی سره راغلی او په مشوره مو کارونه مخته سره وړل او ماته یې پوره اختیارات راکړي وه، حتا دومره علاقه مو سره وه چې ورځ دوې کې مو نه وای سره لیدلي یو په بل پسې مو دېغت کاوه.
الله تعالي دي تر پایه همداسي د صمیمیت او ښې ملګرۍ ژوند راپه برخه کړي او د قیامت په ورځ مو دي هم الله تعالی همداسي یو ځای ولري آمین
مهاجر فراهي او د هرات محترم والي شیخ صیب اسلامجار