مهاجر فراهي __ Muhajer farahi


Channel's geo and language: Iran, Persian
Category: Religion


Muhajer farahi

Related channels  |  Similar channels

Channel's geo and language
Iran, Persian
Category
Religion
Statistics
Posts filter


را ټول شئ

مهاجر فراهي (زاهد زاده)



د توحید په کلمه سره راټول سئ
د قران په فیصله سره راټول سئ

د وحدت لاسونه ورکړئ مؤمنانو
د تکبیر په زمزمه سره را ټول سئ

افغاني غرور مو و ساتئ زلمیو
د جهاد په جذبه سره را ټول سئ

د نفاق کرکې تخمونه کرل بس دي
لر او بر واړه همه سره را ټول سئ

د وطن د ابادۍ جهاد شروع کړئ
په مکتب او مدرسه سره راټول سئ

مهاجر زاهدزاده کړي سپارښتنه
لکه سترګې او باڼه سره راټول سئ


جهادي خاطرې


خدایه! کاشکې دي شهید کړی وای

مهاجر فراهي

١٣٨٤/ لمریز کال

د امریکایې اشغالګرو په خلاف مجاهدینو تازه خپل بریدونه پیل کړي وو، دوی خورا په خپل ټکنالوژۍ غره او مغرور وه، مجاهدین هم ډېر کم وه، د وروستیو کلونو په څېر عمومي جګړې نه وې پیل شوي. یوه بله جدي ستونزه چې مجاهدین ورسره مخامخ وه هغه د اشغالګرو د ټکنالوژۍ او جګړیېزو تکتیکونو سره د مجاهدینو نابلدتیا وه.
په هر حال د ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره مجاهدین لګیا وه خپل اسلامي او افغانې وجېبه او دنده یې سر ته رسول.
هو! زه نن تاسو ته د جهاد د لومړیو شپو ورځو یوه خاطره لیکم، د یوې سختي ورځي خاطره ددې څخه نو تاسو اټکل کولای سئ چې د جهاد د پیل ورځي او لومړۍ مرحله څومره له ستونزو او ناخوالو ډکه وه.

راځم اصل مقصد ته مولوي عبدالمالک معتصم چې زموږ کلیوال او زما شاګرد هم دی راته داسي کېسه وکړل.

د هلمند د سنګین ولسوالۍ د یوه جهادي شخصیت مولوی سعدالدین صیب سره مي جهادي خدمت پیل کړ زما په شمول څوارلس کسان دفراه ولایت نور مجاهدین هم راسره وه او په دې وخت کې
د جنګ قومندان اتل قهرمان فضل الرحمن احسان وو چې بیا وروسته دواړو قهرمانانو د امریکا داشغال په وخت کې د ډرون په واسطه د شهادت جام نوش کړ تقبلهم الله.
معتصم وایې: په دې وخت کې
د سنګین ولسوالۍ مجاهدینو د اشغالګرو سره کمربندونه یا د جګړې د فاعې کرښې لرلې زموږ کمربند د چرخکیانو مانده کې د حاجي فتح محمد اکا د پېچ سره وو سهار مهال څلور بجې وې یو ناڅاپه د طیارو په غرهار راویښ سوم که ګورم داسمان مخ طیارو نیولی، پیره دارته مي ورږغ کړل چې څه کېسه ده، راته کړل یې چې مشکل نسته او خیر خیریت دی.

معتصم مولوي صاحب زیاته کړه:
خو موضوع داسي وه چې زموږ په ناخبرۍ
کې د شپې پر یولس بجو امریکایانو ټوله ساحه مکمل تر خپل کنترول لاندي نیولې وه او موږ هیڅ پوه سوي نه وو.
معتصم وایې: جنګې الوتکو زموږ پرخوب ځای باندي بمبار وکړ خو الحمد لله څوک زخمیان یا شهیدان نه سوه، په دې وخت کې پلي عسکرو جنګ راسره شروع کړ زموږ یو ملګری ملابهاوالدین اخوند چې د فاریاب ولایت استوګن وو د مسجد په دروازې کې شهید کړ.
معتصم مولوي دوام ورکړم: نور موږ او امریکایان سره ګډ او جنګ مو لاس په لستوڼې سو نو ځکه طیارو بمبار هم نه شو کولای. د ورځي تر نهو بجو وضعیت همداسي روان وو، وروسته مجاهدینو د شاتګ ږغ وکړ.

کله چې زموږ او کفارو ترمنځ فاصله پیداسوه او څه اندازه سره لیري شوو نو ددښمن الوتکو ډېره سخته بمبارې شروع کړه، معتصم مولوي صاحب وایې: زه اودرې نور ملګري د ویالې پر غاړه روان وو چی جیټ طیارې واری وکړ، زه بی هوښه سوی وم په داسي وخت کې مي سر را پورته کړ چې زخمي شوی وم، که ګورم ترڅنګ مي یو بل زخمي مجاهد هم پروت دی ددې مجاهد نوم ملا محمد شفیق او د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د سیاځنګل د کلي استوګن وو.
زه چې دې ژوبل مجاهد ته متوجې شوم که ګورم د مغزې یا د غاړې او د پښو رګونه یې پرې سوي دي او ویني ترې بهېږي. معتصم وایې: ما ږغ پر وکړ ملا شفیق اخونده! را پورته سه سترګې خلاصې کړه.
خو ملا شفیق اخوند سترګې پرانیستلې او د اسمان خواته یې وکتل او همدا یوه خبره یې وکړل: یا الله ج کاشکې دي زه شهید کړی وای.
معتصم کېسې ته دوام ورکړ چې ما دویم ځل پر ملا شفیق اخوند ږغ وکړ چې را کښېنه ډېر نه یې ژوبل شوی، خو ده بیا هم سترګې د اسمان خواته ونیولې، په همدې حال کې چې سترګې یې همداسي د اسمان پر طرف خلاصي نیولي وې د شهادت جام یې نوش کړ. انا لله وانا الیه راجعون.
محترم معتصم وایې:
زموږ ترڅنګ چې د اوبو کومه ویاله وه هغه د اوبو نه ډکه بهېدل په دغه ورځ زموږ د سپېڅلو شهیدانو ویني هم ورسره ګډي سوي وې داچې په دې ورځ شهیدان ډېر وه، نو د ویالې اوبو مکمل د شهیدانو د وینو رنګ خپل کړی وو.
معتصم وایې: زه چې لا هم بیداره او په هوښ کې وم
ږغ مي وکړ کوم څوک ژوندی سته؟
یوه مجاهد ځواب راکړ هو زه ژوندی یم هغه مجاهد مولوی محمد فاضل ابوطلحه وو، همدا ډول یو بل مجاهد مولوی حبیب الله د خاکسفید ولسوالۍ د خوست د کلي استوګن وو هم ژوندی وو.
موږ هم شهیدان د ویالې د غاړې را پورته کړل او څادران مو پرې واچول، الله ته مو وسپارل او موږ ورنه روان شوو.
دې جګړې د ماسپښین پوري دوام وکړ چې زما د معلوماتو له مخې پکې یوولس مجاهدین په شهادت ورسېدل.

او همدا ډول د امریکایانو لسګونه مړي په کوڅو کې پراته وه چې بیا د سره صلیب په توسط د دښمن مراکزو ته وسپارل شوه.

(نور بیا)


د مهاجر فراهي لنډه پیژندګلوي



حیات الله زاهد زاده (مهاجر فراهي)
د محمد زاهد اخونزاده زوی، د مولوي سید محمد صاحب لمسی او د ملا صهاف خان اخوند کړوسی د فراه ولایت، فراه رود ولسوالۍ د وریې د کلي استوګن په خټه نورزی پښتون په کال ١٣٥٨/ لمریز کې زیږېدلی.
لومړنۍ او منځنۍ زده کړي یې په بېلا بېلو مدرسو کې کړي او د فراغت اسناد یې د کندهار په مظهر العلوم فضلیه او د کندهار د مرکزي جهادي مدرسې څخه په کال ١٣٧٨/ لمریز کې تر لاسه کړي.
مهاجر فراهي د اشغال په وړاندي په شل کلنه جهادي مبارزه کې خپله جهادي ډلګۍ لرل او په دې موده کې یې بېلا بېل مسؤلیتونه سرته رسولي.
ښاغلي فراهي څو کتابونه لیکلي چې لاندي یې د یادولو وړ دي. جهادي خاطرې لومړی ټوک چې تر دې مهاله په درې، انګلیسي او ترکې ژبو ژباړل سوی.
د اسلامي امارت دوه کلن او درې کلن مزل. اوسني حالات د نبوي احادیثو په رڼا کې او قرآني علاج ژباړي.
خپلواک د شعرونو ټولګه، امیرالمؤمنین چې زه یې پیژنم ناچاپ.
مهاجر فراهي د جهاد په موده کې د فراه د استخباراتو مسؤل، د نظامي کمېسیون مسؤل، د دعوت ارشاد ولایتي مسؤل، د فرهنګي چارو ولایتې مسؤل، د هرات کندهار د حلقوي سړک د ابوبکر صدیق د ګمرک مسؤل او بیا د غرب زون د اقتصادي کمېسیون مرستیال، او د اناردرې د ولسوال په توګه دندي اجراء کړي.
له فتوحاتو وروسته یې د هرات په ګمرک کې او وروسته د هرات د ښاروال په توګه وظیفه اجرا کړي.
همدا اوس د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د نشراتي معین او د هرات ولایت د مرستیال والي په توګه دنده مخته وړي.
همدا شان مهاجر فراهي په پنځو ژبو خبري کولای سي.


د ګروپ درنو ګډونوالو!
هیله ده روغ او جوړ به یاست.
دلته به تاسو ته د مهاجر فراهي صیب شعرونه، لیکنې، جهادي خاطرات، مرکې او دده په قلم لیکلي بېلا بېل موضوعات تاسو ته راوړل کېږي. هیله ده خپل نور ملګري هم دې ګروپ ته را وبلئ او د محترم مهاجر فراهي له ویناوو، لیکنو او مرکو څخه مستفید سئ.
باید ووایو مهاجر فراهي صیب همدا مهال د هیواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین او د هرات ولایت مرستیال والي دی.

په درنښت




تيار تيار لښکر لښکر سرغوڅوي له هر شمر
فوځ دخلیل وژني ازر فوځ دعمر

غګ م شمس الرحمن مستغفر
او م عبد الواسع صميم
شاعر غاویر


Video is unavailable for watching
Show in Telegram




Forward from: الخالد احطیاتی چینل
الخالد اداره یی وړاندی کوی
د نوی ترانیو البوم

(اسلامي دستور)

د الخالد ادارې ګرانو مينوالو تاسو ته
مو بیا د نوی نعتنو او حماسی ترانو البوم چمتو کړي دی اللّٰه دي وکړي چي ستاسو  دخوښي وړ وګرځي

په درنشت.الخالد اداره
#الخالد_ترانو_سترمرکز
https://t.me/Al_Khalid_com


Forward from: الخالد احطیاتی چینل
یو سعت ①باد د الخالد اداری لخوا
ادرس
https://t.me/Al_Khalid_com


الخالد خپرندويه اداره لخوا وړاندي کیږي

نوی ترنم  :
له خدای سره د وصل وسیلې دي مدرسې

ترنم : مولوي شمس الرحمن مستغفر
شعر : راشد مشفق


#الخالد_ترانو_سترمرکز
https://t.me/Al_Khalid_com


الخالد خپرندويه اداره لخوا وړاندي

نوی نعت :
قدردان د مدینې نبي سلطان د مدینې

ترنم : مولوي شمس الرحمن مستغفر
شعر : مطیع الله کاکړ


#الخالد_ترانو_سترمرکز
https://t.me/Al_Khalid_com


الخالد خپرندويه اداره لخوا وړاندي

نوی ترنم---
کسر
نه خوب نه تصور ده او نه خیال ده دنیاوالو
دا ځوان د حرمینو کلیوال شو حقاني

ترانه ویونکي: مولوي محمدامین حیدري
قاري محمدمنصور غزنوي
شاعر: م بدرالدین حقاني


#الخالد_ترانو_سترمرکز
https://t.me/Al_Khalid_com




Forward from: الخالد احطیاتی چینل
الخالد خپرندويه اداره لخوا وړاندي کیږي

نوی ترنم
کسر
‏ودان په ابادیو پټ په څه خوږه ښکلا یې وطنه زړه زما یې
په خړو تږو ځمکو څه خوږه آب و هوا یې
وطنه زړه زما یې

ترانه ویونکی: مولوي عبدالصمد صمیم
شاعر: حماس خپلواک

#الخالد_ترانو_سترمرکز
https://t.me/Al_Khalid_com


Forward from: الخالد احطیاتی چینل
‏د نیکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی د مبارکۍ پیغام

alemarahdari.af/?p=124690

justpaste.it/a4vtn


الخالد خپرندويه اداره لخوا وړاندي کیږي

نوی ترنم :
د شیخ صاحب فرمان دی

کسر
دشیخ صاحب فرمان دی
اولسه ته خلاص دروازی ګړی
لکه عمر به شبکیری کړې

ترنم : مولوي شمس الرحمن مستغفر
شعر : نعمت لېونی


#الخالد_ترانو_سترمرکز
https://t.me/Al_Khalid_com






الخالد اداره یې وړاندي کوي

نوی نعت :
اخیري شپه ده روان یمه سبا ته
سوې سوې چیغي کړمه مصطفی ته

ترنم : مولوي شمس الرحمن مستغفر
شعر : جواد حکیم الله


#الخالد_ترانو_سترمرکز
https://t.me/Al_Khalid_com

20 last posts shown.