جهادي خاطرې
له وحشته ډکه شپه
مهاجر فراهي
۱۳۹۷/ هجري لمریز کال
نه پوهېږم څنګه يې تشريح کړم او ددې ظلم انځور په کومو الفاظو هغوی ته وکاږم، چې د غرب اشغالګر ورته د بشـريت عَلمداران او د امن پرښتې ښکاري؟!
دا داسې يو حالت دی چې يو دردمن او هوښيار انسان يې د تحمل برداشت نه شي کولای! توکل پر الله زه به يې وليکم او قضاوت به تاسو لوستونکو او سامعینو ته درپرېږدم.
هوکې! د پخوا په شان د مني يوه عادي شپه وه، ماخستن مهال و زموږ د بالابلوک ستړيو وګړو چې کرۍ ورځ يې بنګنو اسمان يرغمل کړی و، لګيا وو د خوب لپاره يې تياري کول چې يو ناڅاپه يې تر غوږونو د ډبډبنو (چېنوک) چورلکو غرهار شـو...
خو د پخوا په څېر "چې په اکثرو چاپو کې به يې شمېر دوې دانې وې" اوس وضعيت بدل و، د ځمکې او اسمان ترمنځ د ډبډبنو ږغونو انګازې کولې.
په هوا کې سي 130 الوتکو غوټې وهلې، ددې لپاره چې د غليم شيطاني عسکرو ته زمېنه سازي وشي، د ښمن ګرد چاپېره ناتار ډزې شروع کړې او په عين حال کې يې د اتو (۸) چېنوک چورلکو نه په لسګونو امريکايي تيري ګر او داخلي بړېڅي ډيسانټ کړل.
له را کښته کېدا سره جوخت بې رحمه غليم شاوخوا بې هدفه ډزې پيل کړې، له پاسه بنګنو اتڼ اچولی و همد اشان (سي ۱۳۰) ډوله جنګي طيارو خپل وېرونکو وارونو ته دوام ورکاوه.
دښمن ټوله شپه د فراه د رود په دواړو ژيو کې خپل وحشت ته ادامه ورکول او له پاسه څو ډوله بم غورځوونکو د ډار خپسکه پر ټوله ساحه خپره ساتلې وه...
اوس راځم د کيسې زړه ته...!
زموږ يو معمر مجاهد ملګري محمد صادق لالا (معاون صاحب) خپل د سترګو حال راسره په لاندې ټکو کې څرګند کړ: په دې شپه زه د سوجوې په کلي کې وم، سهار وختي مې لمونځ ادا کړ او د حالاتو د معلومولو په موخه را ووتلم...
د يوه کور نه په څو سوه مترۍ کې چې ګورم يو تور سرې ښځينه په يوه لښتي کې شهيده پرته ده، معصوم ماشوم زوی يې ورته ناست دی او خپل د شهيدې مور په سينې پورې نښتی او د "تي رودلو هڅه کوي" ماشوم کړۍ شپه د خپلې شهيدې مور په څنګ کې په ژړا تېره کړې وه!!
داسې ښکارېدل چې تور سرې د وحشي غليم په ډزو کې لګېدلې او په ژوبل حالت کې يې خپل ماشوم په غېږ کې را اخيستی او تر دې ځای يې ځان را رسولی او بيا همدلته په شهادت رسېدلې ده.
یوازې يکي يو الله (ج) خبر دی، چې په کوم حالت کې به دې خور خپله ساه خپل حقيقي مالک ته سپارلې وي! او معصوم ماشوم به د وحشت دا توره شپه په دې تنهایۍ کې چې څنګه تېره کړې وي، مور يې په سرو وينو کې لت پت پرته وه، له پاسه د جِټو او ډول ډول الوتکو غړمبهار و او د ځمکې له اړخه يې شاوخوا د مړدکيو شړکهار و.
اې قهاره خدایه! موږ په خپل ناقص فکر دا غوره بلله چې ستا د قهر سمندرونه په همدې وخت کې په څپو راغلي وای او ددې وحشي درندګانو نه يې زموږ د مظلومو خويندو او ماشومانو غچ اخيستلای واي، خو ستا حلم تر دې ډېر زيات دی.
ددې تور سرې په اړه بايد ووايم "چې د يوه غريب سړي کور ودانه وه او خـاوند بېچاره يې د مزدورۍ لپاره ګاونډي هيواد ته تللی وو "
معاون صاحب کيسې ته دوام ورکړ: لږ ورهاخوا مې سترګې پر يو سرای ولګېدلې، ور نږدې شوم چې حال احوال ترې واخلم، له سرای نه يوې تور سرې په ژړغوني آواز را باندې ږغ وکړ وروره! يو څوک راخبر کړه چې زموږ ماشومان له خاورو څخه را وباسي!! دا خونې پرې چپه شوي، زه چې لږ ور وړاندې شوم، د تور سرو او ځينو ماشومانو په ليدلو مې د وېرې او ترهې احساس وکړ، ځکه مخونه او رنګونه يې پرې تېر شوي وحشت، د بارودو دود او خاورو بدل کړي و.
معاون صاحب وايي: دا داسې يو حالت و چې هيڅ د زغم او تحمل وړ نه و او په بېړه مې کوښښ وکړ چې کليوال او ګاونډيان راخبر کړم او د دې مظلومو انسانانو سره مرسته او همکاري وکړم.
بايد ووايو د پورتني وحشت کيسه په دې سيمه کې ډېره مشهوره ده او ټول کليوال پرې خبر دي. دې ښکېلاکګر دښمن په سيمه کې څلورويشت ساعته وحشت وکړ او وروسته له سيمې وتښتېد.
په ياده زړه بوږنوونکې چاپه کې 17 تنه ملکي افغانان دښمن په ډېر قساوت په شهادت ورسول او په دا سبا يې په ډېر غرور اعلان وکړ چې ګواکې په لسګونو ترهګر يې په يوه تصفيوي عمليات کې وژلي!!!