جهادي خاطرې
دا ستا خپل کور او دادي خور ده
دویمه برخه
*مهاجر فراهي*
مولوي عبدالمالک معتصم خپلي کېسې ته دوام ورکړ او ویې ویل:
ملافضل الرحمن احسان چې د ډېرو تکړه، برجسته او زړه سواندو مشرانو څخه وو، په ډېره زړه ورتیا او اخلاص به یې د خپلو مجاهدینو ملګرو اکمالات هم کول او د مجاهدینو ستونزو ته به یې پر وخت رسېدګې کول.
معصتم راته ویل نور دي سر نه سره ګرځوم او خبره به درته په لنډو وکړم، مشر ماته یو کس چې په سنګین کې یې یو وړه کی کلینک درلود، زما نښانۍ او درک یې ورکړ ؤ، پر موټر سایکل یې ماته را ولیږی.
دې کس چې له وړاندي ما ور سره هيڅ شناخت او پیژندګلوي نلرل، زه یې خپل کلینک ته انتقال کړم او عاجل یې زما پر زخمونو کار شروع کړ.
لږ ګړی بعد زه بې هوښه سوی وم او د شلو دقیقو تر نیم ساعته به همداسي د بېهوښۍ په حالت کې وم.
معتصم وایې:
داچې د سنګین په ولسوالۍ کې زما د جهادي خدمت لږ وخت شوی ؤ او ما هلته هېڅوک هم نه پېژندل. څرنګه چې د امریکایانو سره پرېمانه ډالري، ډول ډول د جاسوسي آلات او اسباب هم موجود وه، او په دې وخت کې زه تکې تنها وم، نه کوم مجاهد ملګری او نه هم بل کوم کس.
په دې وخت کې راته اندېښنه پیدا سوه سړې هسي نه دا ډاکټر راته د زهرو پېچکارۍ او یا بله وژونکې دوا رانه کړي، نو ډاکټر ته مي کړل: جناب ډاکټر صیب ګوره زما به لږ خیال ساتې ځکه زه دلته مسافر یم او بل کوم شناخته هم نه لرم.
معصتم مولوي صاحب وایې: ډاکتر زما د خبري مطلب واخیست او پوه سو چې زه څه ورته وایم دې وخت کې د ډاکټر تر سترګو اوښکې را توی سوې، یو ګړی یې راته کتل، ځان یې کنټرول او غونی یې صاف کړ بیا یې راته وویل: مجاهده وروره! الحمدلله زه مسلمان یم، افغان یم، ته هیڅ تشویش او پرېشاني مه کوه ته زما ورور یې.
معتصم مولوي صاحب راته د غم دا داستان نور هم وغځاوه او ویې ویل:
ډاکټرصیب د روغتون مالک راوغوښت او ورته کړل یې دا کس بل ځای انتقال کړئ ځکه دلته یې تداوي نه کېږي.
هغه کس هم خپل موټر سایکل روښانه کړ ماته یې وویل راځه سپور سه او دخپل کور پر خوایې حرکت وکړ د لږ مزل وروسته یې موټرګاټ یوې دروازې ته ودراوه اودروازه یې وټکول موترسیکل یې د کور وخواته تېر کړ، سره ددې چې په کوټه کې نور مجاهدین هم موجود وه.
سړي پر خپل مېرمنې ږغ وکړ! هغه یو کور خالي کړئ چې میلمه راسره دی مېرمنې یې دستي کور فارغ کړ، د کور څښتن مخته او زه ور پسې یم موږ هم کورته دننه شوو.
کوربه راته کړل: پر دې کوربچه باندي کښېنه، ارام وکړه زه به څه خواړه درته برابرکړم.
کوربه د باندي ووت او د خپل کوروداني سره په لوړ اواز ږغیږي او ورته وایې داستاسو میلمه دی، ښه ډوډوۍ ورته جوړه کړئ او د لمانځه ترتیب هم ورته برابر کړئ زه ځم نور مجاهدین تداوي کوم.
معتصم وایې: کوربه راغلی او راته کړل یې مجاهده وروره! زه نور کارونه لرم نور ته اوستا خور په همدې کورکې یاست ان شاءالله زه به ژر راوګرځم او تاسو پرېشاني او دېغت ونه کړئ، ما هم ورته د هو سر وخوځاوه.
نور نو زه، زما رب جل جلاله او دامسلمانه خورکۍ زه ددې سړي اخلاص او د جهاد او مجاهدینو سره دده میني ته هک پک پاتې وم.
معتصم سوړ اسوېلی و کېښ او کیسې ته یې دوام ورکړ: غرمه شوه د ډوډۍ وخت سو، دروازه وټکېدل او خور راته ږغ کړل: طالب جانه! د دروازې شاته ډوډۍ ایښې در وایې خله.ماهم دروازه خلاصه کړه یو غاب چې شوله سوي (ماتې) وریژي پکې وې
را وامي خیستلو، کوشش می وکړ چې ویې خورم، خو بد بختانه پر خوراک ونه توانېدلم پرخوړلو ځکه زه پرخوله زخمي سوی وم او د خوړلو توان مي له لاسه ورکړی ؤ.
معتصم وایې: زما مسلمانې خور دویم ځل د ماسپښین د اوداسه د اوبو لپاره همداسي ږغ را وکړ.
ماسپښین پنځه بجې د موټر ګاټ ږغ سو چې زه ورته ډېر سخت خوشحاله سوم، که ګورم چی هماغه کس دی چی زه ئې دلته راوستلی وم،په تلوار کورته داخل سو ویل فضا سمه سوه حرکت کړه چې ځو له خیره.
زه هم روان شوم د لږ مزل وروسته یو کورته داخل سوو او سمدستي مي زما د سنګر پرملګرو باندی سترګې ښخې شوې چې زموږ د قومندان فضل الرحمن احسان په شمول شمېر به یې شا او خوا لس تنه ته رسېده.
د سلام اوروغبړ وروسته مو د یو بل حال احوال واخیست، د خبرو په ترڅکې راته څرګنده شوه
چې مولوي سعدالدین صیب چې زموږ ډلګۍ مشر او د سنګین ولسوالۍ عمومي قومندان وو هم د شهادت جام نوش کړی وو.
انالله وانا الیه راجعون.
معتصم مولوي راته کړل: ده همدې ځایه یې زه او دوه نور زخمي مجاهدین هر یو ملاجان محمد اوملا عبدالقهار روان کړو، پوره اوه شپې مو په وږي نس مزل وکړ، ځکه چې په لاره کی خنډونه او مشکلات وو او په دې منځکې مو یوه ملګري ملاعبدالقاهراخوند هم د شهادت جام نوش کړ.