د مهاجر فراهي لنډه پیژندګلوي
حیات الله زاهد زاده (مهاجر فراهي)
د محمد زاهد اخونزاده زوی، د مولوي سید محمد صاحب لمسی او د ملا صهاف خان اخوند کړوسی د فراه ولایت، فراه رود ولسوالۍ د وریې د کلي استوګن په خټه نورزی پښتون په کال ١٣٥٨/ لمریز کې زیږېدلی.
لومړنۍ او منځنۍ زده کړي یې په بېلا بېلو مدرسو کې کړي او د فراغت اسناد یې د کندهار په مظهر العلوم فضلیه او د کندهار د مرکزي جهادي مدرسې څخه په کال ١٣٧٨/ لمریز کې تر لاسه کړي.
مهاجر فراهي د اشغال په وړاندي په شل کلنه جهادي مبارزه کې خپله جهادي ډلګۍ لرل او په دې موده کې یې بېلا بېل مسؤلیتونه سرته رسولي.
ښاغلي فراهي څو کتابونه لیکلي چې لاندي یې د یادولو وړ دي. جهادي خاطرې لومړی ټوک چې تر دې مهاله په درې، انګلیسي او ترکې ژبو ژباړل سوی.
د اسلامي امارت دوه کلن او درې کلن مزل. اوسني حالات د نبوي احادیثو په رڼا کې او قرآني علاج ژباړي.
خپلواک د شعرونو ټولګه، امیرالمؤمنین چې زه یې پیژنم ناچاپ.
مهاجر فراهي د جهاد په موده کې د فراه د استخباراتو مسؤل، د نظامي کمېسیون مسؤل، د دعوت ارشاد ولایتي مسؤل، د فرهنګي چارو ولایتې مسؤل، د هرات کندهار د حلقوي سړک د ابوبکر صدیق د ګمرک مسؤل او بیا د غرب زون د اقتصادي کمېسیون مرستیال، او د اناردرې د ولسوال په توګه دندي اجراء کړي.
له فتوحاتو وروسته یې د هرات په ګمرک کې او وروسته د هرات د ښاروال په توګه وظیفه اجرا کړي.
همدا اوس د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د نشراتي معین او د هرات ولایت د مرستیال والي په توګه دنده مخته وړي.
همدا شان مهاجر فراهي په پنځو ژبو خبري کولای سي.