دَقُرْآن کَرِیْمَ تَرْجُمَهْ (پښتوژبه کی)


Kanal geosi va tili: Eron, Forscha
Toifa: Din


ملګرو دلته وتاسوته دقرآن کریم(پښتوترجمه)نشریږی إن شاء الله
نوتاسو داللهﷻ په خاطر دچینل نشرولوکی مرسته وکړی ترڅونور مسلمانان هم داللهﷻدکتاب(قرآن کریم) ترجمه زده کړی
خادم قاری مهاجرفاریابی غفرالله له
ستاسو دعاته محتاج یم
https://t.me/MAHAJARKRAN
تبادله 👆

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Kanal geosi va tili
Eron, Forscha
Toifa
Din
Statistika
Postlar filtri


د معلوماتو زياتولو او ذهن پراخولو تر ټولو غوره چينل ( ځيرک ذهنونه )
https://t.me/Zirak_Zihnona
https://t.me/Zirak_Zihnona


السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
لاندي چينلونو ته داخل سئ  او مختلف معلومات لاس ته راوړئ!
https://t.me/pashto_likani
https://t.me/pashto_likani

په ليست کي د ګډون لپاره دلته مسيج وکړئ 👇🏻
@Zwaak3 ځواک  @Zwaak3 ځواک


الاعـلام_فی_منع_عن_المسلم_الکلام,پښتو.pdf
5.1Mb
*بسم الله الرحمن الرحیم*

*اول واردی چی داکتاب ونشرته وسپارل سو*
*بیخی نادره او په زړه پوری کتاب*

*دکتاب نوم:*
*الاعلام فی منع عن المسلم الکلام*

*ژبه:پښتو*

*مؤلف:مفتی مهاجرالفاریابی غفرالله له ولابویه*

*موضوع:دوه مسلمان خپل منځ کی خوابدی وی اوخبری نه سره کوی*

*صفحات:42*

*حجم:5M*




دشرعی سوالو او جوابو ګروف




وَمَا يَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَلَن يُكْفَرُوهُ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌۢ بِالْمُتَّقِينَ

او دوى چي هر څه نېکي وکړي د هغې بې قدري به ونشي. الله پرهيزګاران ډېر ښه پېژني؛

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《115》پـاره《4》رکــوع《12》


يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُسٰرِعُونَ فِى الْخَيْرٰتِ وَأُولٰٓئِكَ مِنَ الصّٰلِحِينَ

پر الله او د اخرت په ورځ ايمان لري، پرنېکیو امر كوي له بدېو څخه منع كوي او د ښېګڼې په چارو کښي په چټكۍ بوختیږي، او دوى صالحان دي؛

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《114》پـاره《4》رکــوع《12》


لَيْسُوا سَوَآءً ۗ مِّنْ أَهْلِ الْكِتٰبِ أُمَّةٌ قَآئِمَةٌ يَتْلُونَ ءَايٰتِ اللَّهِ ءَانَآءَ الَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ

خو ټول اهل كتاب يو شان نه دي، په هغو کښي ځیني داسي هم دي چي پر سمه لار روان دي، د شپې له مخي د الله ايتونه لولي او د هغه په وړاندي په سجده پرېوځي؛

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《113》پـاره《4》رکــوع《12》


ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوٓا إِلَّا بِحَبْلٍ مِّنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِّنَ النَّاسِ وَبَآءُو بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ۚ ذٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِـَٔايٰتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ الْأَنۢبِيَآءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ۚ ذٰلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُوا يَعْتَدُونَ

دوى چي هر چيري وموندل شي؛ نو ذلت به پرې مسلط وي، كه د خداى په وړاندي يا د انسانانو ترڅنګ پناه واخلي دا بېله خبره ده. دوى د الله په قهر اخته شويدي، پر دوى اړتیا او مغلوبيت مسلط کړای شويدى، او دا هر څه له دې امله شويدي چي دوى د خداى له ايتونو څخه منكرېدل او دوى پېغمبران په ناحقه وژل. دا د دوى د سر غړوني او تېرېو عاقبت دى.

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《112》پـاره《4》رکــوع《12》


لَن يَضُرُّوكُمْ إِلَّآ أَذًى ۖ وَإِن يُقٰتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ

دوى تاسي ته هیڅ ورانى نشي در اړولای، ايله بيله دومره كولى شي چي تنګ مو کړي. كه دوى ستاسي سره وجنګیږي، نو په مقابله کښي به شا در واړوي، بيا به داسي بېوسي وي چي له هیڅ لوري به مرسته ورته ونه رسیږي؛

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《111》پـاره《4》رکــوع《12》


كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ وَلَوْ ءَامَنَ أَهْلُ الْكِتٰبِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم ۚ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفٰسِقُونَ

اوس په نړۍ کښي هغه غوره ډله تاسي ياست چي د انسانانو د لارښودني او اصلاح لپاره منځ ته راوړل شوېده، تاسي د نېکۍ امر كوئ او له بديو منع؛ او پر الله ايمان لرئ. كه دغو كتابيانو ايمان راوړى واى؛ نو د همدوى له پاره ښه وه، كه څه هم په هغو کښي ځیني د ايمان خاوندان شته؛ خو د دوى زياتره كسان له فرمان څخه سر غړوونکي دي؛

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《110》پـاره《4》رکــوع《12》


وَلِلَّهِ مَا فِى السَّمٰوٰتِ وَمَا فِى الْأَرْضِ ۚ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ

د اسمانونو او ځمکي د ټولو شيانو څښتن الله دى، او ټولي چاري د همدې الله حضور ته وړاندي کیږي.

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《109》پـاره《4》رکــوع《11》

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.