#فلسطين😭
ملګرو ملتونو په غزه کې د روان بشري ناورین له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه ټکان ورکوونکي ارقام خپاره کړي.
د دغو ارقامو له مخې د روانې جګړې له پیل راهیسې د ملکي تلفاتو شمېر له ۴۵ زره څخه اوښتی، چې ۱۳زره ,۳۱۹ ماشومان او ۷,۲۱۶ ښځې په کې شاملې دي.
دغې جګړه کې تر ۱۰۷ زره ډېر کسان ټپیان شوي او ۱،۹میلیونه کسان بې ځایه شوي، چې دا د غزې ۹۰ سلنه نفوس جوړوي.
جګړه کې ۹۲ سلنه کورونه یا بشپړ ویجاړ شوي او یا هم سخت زیانمن شوي او اکثره خلک په خېمو کې ژوند کوي.
د اسراییلو لخوا د غزې ۸۰ سلنه خاوره تخلیه شوې او د ژمي سختې سړې هوا، د اوبو او خوړو کموالي او د صحي خدماتو نشتون وضعیت لا کړکېچن کړی دی.
۹۵ سلنه څاروي تلف شوي او د اوبو رسونې شبکې او کرنیزو تاسیساتو تخریب شوي دي. غزه کې دا مهال یواځې ۴۷ سلنه روغتونونه او ۳۷ سلنه لومړني صحي مرکزونه فعالیت لري.
د یادونې وړ ده، چې کمال عدوان روغتون د شمالي غزې یوازینی پاتې روغتیایي مرکز دی.
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅ t.me/subaubsub