موږ چې د ایمان په زغرو خپلې سینې پټې کړې
خدایه راته ټیټې دې د څۀ بلاوو څټې کړې
څومره په مستۍ مو د غضب مټې را ونغښې
پرې مو په غربي امپراطورۍ باندې چوټې کړې
هم مو د غزا په تحریمه کې برخه واخیسته
هم مو لایزال ته پينځه وخته جګې بټې کړې
ډېر مو شل کلن سړي خواره تر مرۍ ونیول
چاچې د بېوزلو په حقونو خېټې غټې کړې
سره ډولۍ یې پاتي شوله سره تابت کې لاړلې
ځار مو د ناهد زهرا ملاله غوندي چټې کړې
دې اتلولۍ کې مو کافرې نړۍ څۀ وایې؟
وګوره سړې مو په تندیو کې سکر وټې کړې
پام راشد مشفقه تکبر درځني و نۀ شي
تا هم څو شپې ویښې او پیره کې سترګې رټې کړې
راشد مشفق
خدایه راته ټیټې دې د څۀ بلاوو څټې کړې
څومره په مستۍ مو د غضب مټې را ونغښې
پرې مو په غربي امپراطورۍ باندې چوټې کړې
هم مو د غزا په تحریمه کې برخه واخیسته
هم مو لایزال ته پينځه وخته جګې بټې کړې
ډېر مو شل کلن سړي خواره تر مرۍ ونیول
چاچې د بېوزلو په حقونو خېټې غټې کړې
سره ډولۍ یې پاتي شوله سره تابت کې لاړلې
ځار مو د ناهد زهرا ملاله غوندي چټې کړې
دې اتلولۍ کې مو کافرې نړۍ څۀ وایې؟
وګوره سړې مو په تندیو کې سکر وټې کړې
پام راشد مشفقه تکبر درځني و نۀ شي
تا هم څو شپې ویښې او پیره کې سترګې رټې کړې
راشد مشفق