ټول مسلمانان په دې یوه خله دي چې عمر بن عبدالعزیر ډېر ښه باچا و او ډېر نیک کارونه یې کړي، او تر دې چې اهلبیتو علیهم السلام ته یې خپل ځینې حقونه واپس کړې دي. د کامیابۍ د دې راز شاته ځینې تاریخي سپارښتنې دي راځئ چې ویې ګورو:
عمر بن عبد العزیز ته د امام باقر (ع) چې د امام زین العابدین(ع) زوی و ځینې نصیحتونه دا دي:کله چې عمر بن عبدالعزیز حکومت په لاس کې واخسته له امام باقره یې وغوښتل چې هغه ته په ځینو مسایلو کې چې په دنیا او اخرت کې یې پکار راشي نصیحت وکړي. حضرت هغه ته وفرمایل: «سپارښتنه کوم چې له ځانه واړه مسلمانان د خپلو بچیانو، همزولي او منیځ عمره د خپلو وروڼو او مشران یې د خپلو پلرونو په شان وګڼه نو په بچي دې ورحمیږه، ورور ته دې بخشش وکړه او له پلار سره دې نیکي وکړه او که نیک کار دې وکړ جاري یې وساته».
عمر بن عبدالعزیز مدینې ته لاړ او د امام باقر خدمت ته ورسیده هغه حضرت ورته داسې نصحیت وکړ:
«دنیا له بازارونو یو بازار دی چې خلک پکې هغه څه چې ورته ګټه او تاوان لري اخلي او خرڅوي. څومره ډير انسانان وو چې هغه څه چې په تاوان یې وو واخستل تر هغې چې مرګ یې راورسید او له دنیا په حسرت او ملامت سره لاړل، ځکه هغه څه یې وانه خستل چې د اخرت په ګټه یې وو او څه یې چې جمع کړل هغو کسانو ته یې ورکړل چې د هغوي ستاینه یې نه کوله او د هغه چا په لور روان شول چې د هغویهغوي عذر نه قبلوي. په خدای قسم ضروري ده چې مونږ هم هغو عملونو ته چې له انجامه یې ویریږو ښه ځیر شو. نو له هغو لاس واخله او په خپل وجود کې د دوو څیزونو ډیر خیال ساته: هغه څه چې غواړي غواړې خپل پروردګار ته د ورتللو په وخت درسره وي له ځانه مخکې ولیږه او پام چې، هغه څه چې نه غواړې خپل رب ته د ورتګ په وخت درسره وي له ځانه لرې کړه. په هغه مال کې چې تر تا مخکې خلکو ته یې ګټه نه ده رسولې رغبت او ګروهنه مه کوه او دا هیله ونه لرې چې ستا لپاره به فایده منه وي. ورونه پرانستې پریږده او د ځان او خلکو تر مینځ واټن کم کړه او له مظلوم سره عادل اوسه او د مظلومانو حق ستون کړه او شکایتونه یې واوره.
https://t.me/ps_haditv/1907